د بدخشان چارواکي: د طالبانو بریدونو سلګونه کورنۍ بې ځایه کړي
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي طالبانو له څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو بریدونه پیل کړي چې له کبله یې ۵۰۰ کورنۍ د ولسوالۍ مرکز او د ولایت مرکز فیض اباد ته کډه شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.