Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالي بیا اندېښنې راپارولي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت په وار وار د خبرداریو سره سره ظاهراً لیدل کېږي چې خلک دغه ویروس ته جدي پام نه‌کوي.


تازه عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې.


‎د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۵» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، د سې شنبې په ورځ ۸۴۰ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې په خبره‌یې په تېرو ۶ میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ښیي.


ښاغلی نظري زیاتوي: "د افغانستان عامې روغتیا وزارت واضح پیغام دا دی چې کرونا لا جدي ده او په افغانستان کې د خلکو ژوند اخلي، له بده مرغه دغه هېواد د درېیمې څپې شاهد دی، په دغه ویروس د اخته کېدو کچه پرون ۲۲ سلنې ته ورسېده، زموږ تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېرې ثبت شوې پېښې په ننګرهار، لغمان، کونړ، لوګر او کابل ولایتونو کې دي."




د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې‌، پرون سې شنبه ۱۹ تنه د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.


‎دا شمېر نن چهارشنبه یو څه ټیټ و، د روغتیا وزارت د چارواکو په خبره‌، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳،۱۸۸ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۶۲۳ یې مثبتې وې او په دې موده کې ۱۴ کسان‌یې له امله مړه شوي دي.


‎د روغتیا وزارت د ویاند په خبره، په هېواد کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه وزارت جامع پلانونه جوړ کړي دي.


‎نوموړي د واکسین د تطبیقولو او د حج او اوقافو وزارت په همکارۍ خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکړې خبره وکړه ویې‌ویل، تر دې دمه ۶۰۰ زره کسانو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق شوی دی.


‎دا په داسې حال کې ده چې تازه چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زرو دوز واکسین د مرستې ژمنه کړې ده.


‎له دې وړاندې هند او د واکسین نړیوالې ټولنې هم له افغانستان سره د واکسن مرسته کړې ده.




‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت مخکې هم د کرونا ویروس د لا خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي و چې روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي.


‎د دغه وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه په ټوله کې ۶۸ زره او ۳۶۶ کسان پرې اخته شوي او ۲،۸۶۹ کسان بیا ترې مړه شوي دي.


‎اټکل کېږي چې واقعي شمېرې تر دې هم زیاتې وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *