طالبانو په استانبول غونډه کې د ګډون لپاره د شرایطو وړاندې کول رد کړل
تر دې مخکې ازادي راډیو ته د طالبانو یو شمېر سرچینو د خپل نوم نهښودلو په شرط ویلي و چې طالبان په دې شرط په دې غونډه کې چې تر اوسه دوه ځلې ځنډول شوې او بله نېټهیې نهده ټاکل شوې، ګډون کوي چې درې شرطونهیې ومنل شي.
د استانبول غونډه به اوږده نه، بلکې د لنډ وخت لپاره وي.
د غونډې جریان او څرنګوالی یې باید له مخکې څرګند وي.
او په پای کې بهیې هېڅ ډول پرېکړهلیک نهخپرېږي.
خو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۵» مخکې ازادي راډیو ته وویل چې دوی تر اوسه د استانبول له غونډې خبر نهدي او نه هم چا ورسره د دې غونډې په اړه معلومات شریک کړي دي.
ښاغلی نعیم زیاتوي: "د ترکیې د کنفرانس په اړه تر اوسه موضوع له موږ سره شریکه شوې نهده. موږ په جریان کې نهیوو. هر کله چې موضوع له موږ سره شریکه شي، هغه مهال موږ خپل دریځ اعلانوو."
په پام کې وه د استانبول غونډه چې د امریکا لهخوا وړاندیز شوې او چارې یې ملګرو ملتونو ته سپارل شوي، د مې له لومړۍ نېټې مخکې چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره ټاکل شوې وه وشي، خو یو علت چې هغه تر اوسه پورې ځنډېډلې دا دی چې طالبانو له ټاکلې نېټې په ځنډ د امریکایي ځواکونو د وتلو په وړاندې غبرګون کې ویلي و چې تر هغو ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلي نهوي، د افغان سولې په اړه په هېڅ یوه غونډه کې ګډون نهکوي.
تر اوسه نهده څرګنده چې دغه غونډه به چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګېدو لپاره مهمه بلل کېږي، کله جوړېږي.