Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغان سولې لپاره د استانبول غونډه؛ طالبانو ورته 'درې شرطه' ایښي

ښکاري چې د استانبول غونډه څه ډول چې د افغانستان شخړې ته د حل لارې پیدا کېدو لپاره مهمه بلل کېده، هغسې پایله ورنه‌کړي.


د طالبانو یو شمېر باخبره سرچینو چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نومونه‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته منلې چې دې ډلې د استانبول غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرایط وړاندې کړي.


په دې شرایطو کې یادونه شوې چې د استانبول غونډه به د لنډ وخت لپاره وي، د غونډې جریان او څرنګوالی به له وړاندې معلومېږي او په پای کې به‌یې هېڅ ډول پرېکړه‌لیک نه‌خپرېږي.


خو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۵» مخکې ازادي راډیو ته وویل چې دوی تر اوسه د استانبول له غونډې خبر نه‌دي او نه هم چا ورسره د دې غونډې په اړه معلومات شریک کړي دي.


په ورته وخت کې، طالبانو ته نږدې څېرې هم وايي، دا ډله نه‌غواړي چې د استانبول په غونډه کې د بُن په څېر یو برخلیک تکرار شي.




پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا ازادي راډیو ته وویل، طالبان غواړي د سولې خبرو برخلیک یوازې په دوحه کې معلوم شي: "طالبان وايي، دا غونډه به پرېکړه کوونکي نه وي، څو د بُن غونډې په څېر نه شي. طالبان دا فکر هم کوي چې د غونډې هغه اجنډا چې امریکا جوړه کړې، هغه باید له‌منځه ولاړه شي او خپله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بله اجنډا او غونډه کې عملي شي."


د استانبول غونډه د امریکا په وړاندیز او د ملګرو ملتونو په منځګړتوب جوړېږي چې د افغانستان د سولې برخلیک معلومېدو او د روانې جګړې د پای لپاره مهمه بلل کېږي.


دې غونډې ته ان د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه طرحې هم چمتو شوي او د ملي مصالحې عالي شورا له یوې طرحې سره په کې د ګډون خبره کړې، هغه طرحه چې د نږدې ۳۰ نورو غورچاڼ بلل شوې.


دغه شان د استانبول غونډه کې د ګډون لپاره د افغان حکومت په استازي‌توب د یو پلاوي نوم‌لړ وروستی شوی، خو رسمي نه دی اعلان شوی.


خو جمهوري ریاست بیا طالبان تورنوي چې تل یې د سولې لپاره له جوړو شوېو فرصتونو ناوړه ګټه اخېستې او د اغېزمنو او پایلو لرونکو مذاکراتو څخه لپاره یې پلمې پیدا کړي دي.


د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال محمد امیري وايي: "طالبانو تل د سولې لپاره د جوړ شوي فرصت څخه په ناړه ګټې پلمې کړي. دې ډلې د اغېزمن او عملي مذاکراتو لپاره چې یوه پایله ورکړي، بېلابېل دلایل وړاندې کړي او له رغوونکو خبرو سرغړونه کړې."


له دې وړاندې جمهور رییس غني هم د استانبول په غونډه کې د لوړ پوړي افغان پلاوي د ګډون لپاره یو شرط دا اېښی و چې د طالبانو مهم مشران به هلته حاضرېږي.


خو که د استانبول غونډه کې پر مهمو مسایلو، له دې ډلې د جګړې پر پای او د سولې خبرو پر راتلونکي برخلیک بحث و نه شي، د افغانستان لپاره به څه ګټه ولري؟


هغه پوښتنه چې له وړاندې یې د ځواب په اړه اندېښنه ښودل شوې او ان ویل شوي، که د استانبول غونډه د هغو هیلو برخلاف چې د دې کنفرانس لپاره شته، پایله ور نه کړي د افغانستان د راتلونکي ورک برخلیک په اړه به اندېښنې لا زیاتې کړي.




تمه وه چې دا غونډه په مارچ میاشت کې وشي، خو د طالبانو د نه حاضرېدو له کبله وځنډېده او لا هم یې د وروستۍ نېټې د اعلان په اړه کره معلومات نه‌‌شته.


طالبانو دا غونډه وړاندې له دې کبله تحریم کړې وه چې له ابهامه ډکه او څرنګوالی یې معلوم نه دی، خو په دې اړه یې له خپلو مشرانو سره د مشورو له دوام خبر ورکړی و.


د استانبول غونډې ته د چمتو کېدو لپاره طالبانو د ترکیې، قطر او امریکا له چارواکو سره هم ناستې کړي، خو د دوی له خبرو داسې ښکاري چې دې غونډو د امریکا، ملګرو ملتونو او قطر له هیلو سره سمه پایله نه ده لرلې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *