د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله قطر ته ورسېده
د فوټبال لوبډله وروسته تر دې قطر ته روانه شوې چې متحده عربي اماراتو کې یې خپل تمرینونه پای ته ورسول.
افغان لوبډلې په اماراتو کې نړیوال جام او اسیایي جام ته د لار موندنې سیالیو ته د چمتووالي په هدف له سنګاپور او اندونیزیا سره دوستانه مسابقې وکړې.
افغانستان اندونیزیا ته ۳ د ۲ ګولونو په وړاندې ماتې ورکړه او له سنګاپور سره یو-یو مساوي شو.