Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2021

Новости за 31.05.2021

Pa.azadiradio.com 

حشمت‌الله شهیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

اصغر افغان د کرکټ د ملي ټيم له لوبډلمشرۍ ګوښه او پر ځای یې حشمت‌الله شهیدي وټاکل شو. دا خبر دوشنبه ماښام د افغانستان کرکټ بورډ خپور کړ. کرکټ بورډ ویلي اصغر افغان‌یې ځکه لیرې کړ چې د ځینو پرېکړو له لاسه‌یې افغانستان سږ کال د زېمبابوې په وړاندې لومړۍ ټسټ لوبه بایللې وه. افغانستان او زېمبابوې سږ کال په مارچ کې دوه ټسټ لوبې وکړې چې لومړۍ یوه‌یې زېمبابوې په لوی توپیر یعنې ۱۰ وېکټو وګټله. بورډ ویلي د نړیوالو یو ورځنیو او ټسټ لوبو لپاره حشمت‌الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت‌شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ناامنۍ زیاتوالی؛ بهر ته د 'افغان ځوان کهول' تېښته زیاته شوې

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د روان کال په مې میاشت کې له افغانستانه د بهرني ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم، د بلخ په ګډون په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې هم ناامني او د طالبانو وسله‌وال فعالیت زیات شوی. په بلخ کې د دغه بنسټ د سیمه‌ییز دفتر مشر سید محمد سامع وايي چې د ناامنۍ په زیاتوالي سره له بلخ نه بهر ته د ځوانانو د تېښتې کچه هم لوړه شوې ده. ښاغلي سامع ازادي راډیو ته وویل: "ناامنۍ سبب شوي چې ډېر شمېر ځوانان وزګاره شي او د کار د نشتوالي په خاطر ایران او ترکیې او له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسدالله خالد: نړیواله ټولنه به له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کاله مرستو ته دوام ورکړي

د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې د افغانستان دفاع وزیر ډاډ ورکوي چې نړیواله ټولنه به تر ۲۰۲۴ کاله پورې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. اسدالله خالد د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۰» په کابل کې د ۴۳۷ کمانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې پر دې خبرې له ټینګار سره چې نړېواله ټولنه به افغانستان یوازې پرېنږدي او د پوځ لګښتونه به تمویل کړي، وویل چې د اړتیا پر مهال به بهرنی هوایي ځواک له افغان پوځ سره هوایي مرسته هم وکړي. ښاغلی خالد زیاتوي: ”تر ۲۰۲۴ کال پورې ستاسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا له خپلو پوځیانو سره د کارکوونکو افغانانو د انتقال لړۍ چټکوي

بریتانیا ویلي دغه هېواد ته د هغو افغانانو او کورنیو د انتقال لړۍ چټکوي چې افغانستان کې یې د دوی له پوځیانو سره کار کړی دی. دوی دا پلانونه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله اعلانوي. له دې وړاندې څه باندې ۱،۴۰۰ افغانان چې تر ډېره ژباړونکي و له خپلو کورنیو سره بریتانیا ته لېږدول شوي دي. د بریتانیا حکومت ویلي، د نویو اقداماتو له مخې ټاکل شوې دوی درې زره نور افغانان هم ولېږدوي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریټي پاټل ویلي، د دوی حکومت "اخلاقي مسؤلیت" لري چې له افغانستانه خپل کارکوونکي وباسي.

Mashaalradio.com 

پر صحت د تمباکو د استعمال ناوړه اغېز

د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د مې ۳۱مه د تمباکو د استعمال پر ضد نړیواله ورځ لمانځي. سازمان پروسږ کال ويلي ول چې په نړۍ کې د تمباکو د استعمال له وجې هر کال اته مېلينه کسان مري. د پښتنو په سيمو کې د سېګرېټو ترڅنګ د نسوارو استعمال هم زيات دی. د تمباکو کارونې پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۳۰ ناروغان مړه شوي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۰ کرونایي ناروغان مړه شوي دي. دغه وزارت نن وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې یو نیم زر کسان په کرونا اخته شوي دي.  د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې د کرونا پېښې څه باندې ۷۳ زره او ۲۰۰ ته رسېدلي او نږدې درې زره پرې مړه شوي دي. خو د چارو کتونکي او ان خپله چارواکو ویلي چې نارسمي شمېرې له دې څو برابره زیاتې دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي سبا بېرته دوحې ته ځي

ټاکل شوې د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي سبا بېرته دوحې ته ستانه شي، چېرته چې تېره سپټمبر میاشت کې بین‌الافغاني خبرې پيل شوې. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د دوی غړو کابل کې لازمې سلا مشورې کړې دي. اغلې انوري زیاتوي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت په یوې قوي ارادې او په پوره امادګۍ سره دغې ناسته ته بېرته ورځي څو پورې دا ناسته له هغه ځایه شروع کړي چې درېدلې وه." د افغانستان د دولت او طالبانو خپلمنځي خبرې وروسته تر دې په دوحه کې ودرېدې چې امریکا د دوحې تړون کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا کې د کرونایي ناروغانو درملنې لپاره نوی ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

په پکتیا کې د کرونایي ناروغانو د درملنې لپاره نن یو نوی ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو. د والي ویاند عبدالرحمان منګل ازادي راډیو ته وویل چې د دې روغتون د جوړېدو چارې کال وړاندې پيل شوې وې.  ښاغلی منګل زیاتوي: "په پکتیا ولایت کې د ۷۸ ملیونه افغانیو په لګښت د کرونا ۱۰۰ بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، دا روغتون د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې له‌خوا جوړ شوی، دا روغتون ۵۵ خونې او د کرونا ناروغانو د درملنې ټول امکانات لري." دا روغتون داسې مهال فعالیت پيلوي چې افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه ګړندۍ روانه ده.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین او د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښنې

د کرونا ویروس په بیا ځلې خپرېدا سره نه‌یوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ په اکثره نورو هېوادونو کې هم د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. د کابل ښار اوسېدونکي وحیدالله او خاموش د دې اندېښنو په اړه وايي: "لکه څنګه چې اورو نور هېوادونه لکه هند د اکسیجن له کمښت سره مخ دی، په افغانستان د دې لپاره چې امکانات کم دي، نو د اکسیجن او واکسین کمښت د خلکو لپاره جدي اندېښنه ده." "خبرونه چې موږ ګورو په هندوستان کې کرونا د ډېرو خلکو ژوند واخیست او هره ورځ هلته خلک مري، هلته اکسیجن کم شوی، دلته په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د راین ایر هوایي شرکت یوه الوتکه برلین کې ناستې ته مجبوره شوې

د راین ایر هوایي شرکت وایي، د دوی یوه الوتکه د احتمالي امنیتي ګواښ په اړه له خبرداري وروسته برلین کې ناستې ته مجبوره شوې. راین ایر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوی دا الوتکه له دبلینه کراکوف ته پر لاره وه چې د جرمني د هوایي کنټرول ادارې د ګواښ خبرداری ورکړ. د خبرپاڼې له مخې، الوتکه برلین کې تر ټولو نږدې هوایي ډګر کې کېنول شوې او مسافران ترې بهر ایستل شوي دي. د پولیسو له پلټنو وروسته څرګنده شوې چې کوم خطر موجود نه‌و. له ۷ ساعته ځنډ وروسته د دغې الوتکې ۱۶۰ سپرلۍ د بلې الوتکې په وسیله کراکوف ته رسول شوې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فراه کې د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د والي مرستیاله وټاکل شوه

په فراه کې په لومړي ځل د والي د مرستیالې په توګه یوه مېرمن وټاکل شوه. د فراه ځایي چارواکي او ښځینه مدني فعالانې هیله‌منې دي چې د ځایي ادارې د یوې لوړپوړې چارواکې په توګه به دغه مېرمن د نجونو او مېرمنو د ستونزو حل ته په وخت ځان ورسوي.

Pa.azadiradio.com 

حامد کرزی: د سولې اوسنۍ روانې خبرې بهرنۍ پروژه ده

د افغانستان مخکېنی جمهور رئیس حامد کرزی د سولې اوسنۍ خبرې بهرنۍ پروژه بولي او ټینګار کوي، تر کومه چې دا خبرې ملي نه‌شي، سوله نه‌شي راتلی. ښاغلي کرزي چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۰» کابل کې د "افغانستان د سولې پروسې د اغېزمندیو پېژندنه" په نوم جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، زیاته کړه: "د افغانستان خلکو، د طالبانو اسلامي تحریک او هغه کسان چې ځان جمهوریت بولي، راشئ چې دا پروسه ملي او افغاني کړو. دا پردۍ پروژه، په افغاني پروسه بدله کړو. په افغاني بهیر یې بدل کړو. موږ به بیا ژر تر ژره د سولې خاوندان شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: د نړۍ له قدرتونو سره د اټمي تړون خبرو کې ځینې مهمې مسئلې لاینحله پاتي

ایران وایي، د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د احیا لپاره خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو یو شمېر مهمې مسئلې تر اوسه لاینحله پاتې دي. ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو له اپرېل میاشتې راهیسې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې خبرې مخ ته وړي ترڅو هغه لارې چارې ولټوي چې له مخې یې واشنګټن او تهران وکولای شي په بشپړه توګه بېرته د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته ستانه شي. واشنګټن لګول شوي بندیزونه لیرې کړي او تهران هم له اټمي فعالیتونو لاس واخلي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن دوشنبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان '۹ په سلو کې وګړي' تنباکو کاروي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د ښځو په ګډون د دې هېواد ۹ په سلو کې وګړي تنباکو کاروي. دغه وزارت د تنباکو د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن د مې په ۳۱مه لمانځل کېږي، له خلکو وغوښتل چې له تنباکو ډډه وکړي. د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د څانګې مشر حبیب اروال وایي، تنباکو د ۲۲ ډوله سرطانونو سبب کېږي. افغانستان کې له تنباکو نه تر ډېره په سګرټو او نسوارو کې کار اخیستل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د سبا غونډې د اجنډا برخه ده

ټاکل شوې افغانستان د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د سبانۍ غونډې د اجنډا یوه برخه وي.  د سې شنبې ورځې دا غونډه په انلاین بڼه ترسره کېږي.  د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ به نن ماسپښین د دې غونډې په اړه رسنیو سره خبرې وکړي.  نوموړي تازه اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.  سټولټنبرګ ویلي، د دوی ملکي متخصصان به د افغانستان وزارتونو ته مشورې ورکوي او له افغان ځواکونو سره مالي مرسته کوي.  ناټو د ملاتړ دا ژمنې داسې مهال ورکوي چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله قطر ته ورسېده

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېده چې له بنګله‌دېش سره د جون د درېیمې نېټې لوبې ته چمتووالی ونیسي.  د فوټبال لوبډله وروسته تر دې قطر ته روانه شوې چې متحده عربي اماراتو کې یې خپل تمرینونه پای ته ورسول.  افغان لوبډلې په اماراتو کې نړیوال جام او اسیایي جام ته د لار موندنې سیالیو ته د چمتووالي په هدف له سنګاپور او اندونیزیا سره دوستانه مسابقې وکړې.  افغانستان اندونیزیا ته ۳ د ۲ ګولونو په وړاندې ماتې ورکړه او له سنګاپور سره یو-یو مساوي شو.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ملي امنیت ادارې د مېرکل په شمول اروپا کې د سیاستوالو 'جاسوسي' کړې

د امریکا د ملي امنیت ادارې اروپا کې د لوړپوړو سیاستوالو له هغې ډلې د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل جاسوسي کړې ده. د اروپایي رسنیو د راپور له مخې د ډنمارک د استخباراتو په مرسته دا جاسوسي د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کال ترمنځ موده کې شوې ده. د ډنمارک د دولت نشراتي شبکې (ډي.ار) پرون یکشنبه وویل، ۲۰۱۵ کال کې د دوی د دفاعي استخباراتو اداره کې یوې څېړنې ښودلې چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې د ډنمارک له پوځي استخباراتو سره د څارنې له همکارۍ د جاسوسۍ لپاره ګټه پورته کړې. د څېړنو د موندنو له مخې د امریکا د ملي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د اسراییلو او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو په قاهره کې سره ولیدل

په قاهره کې د دې لیدنې پر مهال د اسراییلو او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو له حماس سره د سولې د تړون په غښتلتیابه او د غزې په بیا رغولو بحث کړی دی. د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شوکري په یوه بیان کې ویلي دا خبرې په غزه کې د اوربند او د سولې د ټينګښت لپاره د مصر د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په لړ کې شوي. د اسراییلو د بهرنیو چارو له وزیر ګابي اشخېنازي هم قاهرې ته تر سفر مخکې په یوه ټویټ کې ویلي و چې دی به له حماس سره د دایمي اوربند پر مسله بحث وکړي او هم به پر دې وغږېږي چې څنګه د بشري مرستو لپاره یوه تګلاره جوړه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا غواړي «G-7» سرمشریزه کې د کرونا ضد واکسین پر پاسپورټونو یوه موافقه وکړي

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون غواړي چې اووه پرمختللي صنعتي هېوادونه (G -7) دې په راروانه سرمشریزه کې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د پاسپورټونو او هم د نړیوالې وبا لپاره د تیاریو پر یوه تړون موافقه وکړي.  ښاغلي جانسون د کاناډا له «CBC» نشراتي شبکې سره په مرکه چې پرون یکشنبې خپره شوې وویل، د «G-7» د سرمشریزې په سطحه باید په دې اړه چې سفر او پاسپورټونه په څه ډول تنظیم کېدای شي، یو ډول توافق ترلاسه شي.  بریتانیا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی، خو د واکسین پرمختللي کمپاین‌‌یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان: د حزب اسلامي مشر له سیاسي موضوعاتو سره ډېر عادي چلند کوي

په کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د حکمتیار وروستیو څرګندونو او په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې په اړه مقالې او شننې خپرې کړې دي.  ملي ارمان ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼه کې لیکلي، سوله په افغانستان کې په درواغو نه‌شي ټینګېدلای.  د سرمقالې لیکوال لیکلي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له جمهور رئیس غني او پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره له لیدنې وروسته، له ځینو مسایلو پرده پورته کړه چې ظاهراً افغانان له ډېرو مسایلو بې‌خبره پاتې دي.  په سرمقاله کې وړاندې لیکل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: کندز کې د طالبانو پر یوه زندان عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت په کندز کې د وسله‌والو طالبانو پر یوه زندان د کمانډو ځواک په عملیاتو کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه عملیات تېره شپه د کندز ښار په قوش تپه کې شوي چې په نتیجه کې یې د ۱۲ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ ۸ تنه نور نیول شوي دي. د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو له زندانه د ۵ کسانو د خوشې کېدو خبر هم ورکړل شوی دی. وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه تبصره نه‌ده کړې. تېره اوونۍ د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا غواړي «G-7» کې د کرونا ضد واکسین پاسپورټونو په اړه یوه موافقه وشي

د بریتانیا صدراعظم وايي، دی غواړي چې د ۷ لویو صنعتي هېوادونو یا (G-7) په راروانه سرمشریزه کې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د پاسپورټونو په اړه یوه موافقه وشي. بورېس جانسون پرون یکشنبه د کاناډا له «CBC» نشراتي ارګان سره په مرکه کې وویل چې هیله‌من دی په دې سرمشریزه کې د کرونا ویروس د وبا په اړه د چمتووالي یو تړون هم وشي. بریتانیا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی، خو د واکسین پرمختللي کمپاین‌یې د کرونا ویروس پېښې کمې کړي او د کار و بارونو د بېرته برانیستل کېدو لپاره‌یې زمینه برابره کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس چارواکو د یوې خپلواکې انلاین خبري شبکې مسؤل چلوونکی ونیوه

د بلاروس چارواکو د هرودنا ټکی لایف (Hrodna.life) په نوم د یوې خپلواکې انلاین خبري شبکې مسؤل چلوونکی الکسي شوتا د لنډې شېبې لپاره ونیوه. د هرودنا ښار پولیسو پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دغې انلاین شبکې داسې مطالب خپاره کړي وو چې د افراطي نظریاتو لرونکي ګڼل کېږي. الکسي شوتا تر پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې کړای شو. د هرودنا ښار محکمې په مارچ میاشت کې هم شوتا د افراطي نظریاتو لرونکو مطالبو په خپرولو مقصر ګڼلی او جریمه کړی و.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *