دفاع وزارت: کندز کې د طالبانو پر یوه زندان عملیاتو کې ۱۲ وسلهوال ووژل شول
دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه عملیات تېره شپه د کندز ښار په قوش تپه کې شوي چې په نتیجه کې یې د ۱۲ وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ ۸ تنه نور نیول شوي دي.
د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو له زندانه د ۵ کسانو د خوشې کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه تبصره نهده کړې.
تېره اوونۍ د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم د طالبانو له یوه زندانه د کمانډو ځواک په عملیاتو کې د ۴۱ بندیانو د خوشې کېدو راپور ورکړل شوی و.