د بلاروس چارواکو د یوې خپلواکې انلاین خبري شبکې مسؤل چلوونکی ونیوه
د هرودنا ښار پولیسو پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دغې انلاین شبکې داسې مطالب خپاره کړي وو چې د افراطي نظریاتو لرونکي ګڼل کېږي.
الکسي شوتا تر پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې کړای شو.
د هرودنا ښار محکمې په مارچ میاشت کې هم شوتا د افراطي نظریاتو لرونکو مطالبو په خپرولو مقصر ګڼلی او جریمه کړی و.