Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د ناامنۍ زیاتوالی؛ بهر ته د 'افغان ځوان کهول' تېښته زیاته شوې

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د روان کال په مې میاشت کې له افغانستانه د بهرني ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم، د بلخ په ګډون په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې هم ناامني او د طالبانو وسله‌وال فعالیت زیات شوی.


په بلخ کې د دغه بنسټ د سیمه‌ییز دفتر مشر سید محمد سامع وايي چې د ناامنۍ په زیاتوالي سره له بلخ نه بهر ته د ځوانانو د تېښتې کچه هم لوړه شوې ده.


ښاغلي سامع ازادي راډیو ته وویل: "ناامنۍ سبب شوي چې ډېر شمېر ځوانان وزګاره شي او د کار د نشتوالي په خاطر ایران او ترکیې او له هغه پس اروپا ته ولاړ شي."


سامع زیاتوي هغه کسان چې د طالبانو د راتګ، د ناامنۍ او بد امنیتي وضعیت له وېرې تښتېدلي او بلخ ولایت‌یې پرېښی، اکثراَ با سواده ځوانان دي.




د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځي د څلورم کال محصل ۲۳ کلن سمېع‌الله وايي چې اوس اوس‌یې پاسپورټ اخیستی او په تمه دی چې د ایران ویزه هم ترلاسه کړي.


سمېع‌الله ازادي راډیو ته وايي چې د کړکېچن امنیتي وضعیت او د کورنۍ د ناسم اقتصادي حالت په دلیل اړ شوی څو له کورنۍ سره‌یې یوځای ایران ته او له هغه ځای څخه بیا په قاچاقي توګه ترکیې ته ګډوال شي.


ده زیاته کړه: "زموږ ټوله موخه دا ده چې له ناامنۍ او بد امنۍ وتښتو. موږ غواړو چې له وژل کېدو او د طالبانو له راتګ څخه وژغورل شو. په همدې هدف تصمیم لرو چې له افغانستان څخه ووځو."


د بلخ د پاسپورټ مدیریت هم هره ورځ د پاسپورټ د اخیستو په خاطر د سلګونه ځوانانو د حضور شاهد وي.



د دغه ولایت د پاسپورټ مدیر مرید صحرايي ازادي راډیو ته وویل چې له دوه میاشتو راهیسې د پاسپورټ د اخیستو په کچه کې ۴۵ تر ۵۰ سلنې زیاتوالی راغلی دی.


د هغه په خبره چې هره ورځ دا اداره تر ۲۰۰ زیات پاسپورټونه وېشي.


صحرايي داسې وايي: "د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلام سره سم، د پاسپورټ د ترلاسه کولو کچه هم زیاته شوې چې اکثره مراجعان ځوانان دي او عمرونه به‌یې له ۲۰ تر ۳۵ کلونو وي."




په بلخ کې د نوې کرښې مدني بنسټ وايي چې ناامني، وزګاري او د کورنیو د اقتصاد د سطحې ټیټوالی هغه څه دي چې ځوانان‌یې له امله خپل وطن پرېږدي او صنعتي هېوادونو ته مخ کوي.


د یاد بنسټ مشر عبدالقادر مصباح داسې سپارښتنې لري: "دولت د کار زمینې په برابرولو، د امنیت په ټینګښت او د ګواښونو په رفع کولو سره کولای شي چې بهر ته د تلونکو ځوانانو مخه ونیسي."


دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان راپورونه ښيي چې هر کال سلګونه افغان ځوانان کوم چې غواړي له قاچاقي لارو اروپا ته ورسېږي، د قاچاقچیانو له‌خوا له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ کېږي او یا هم د سمندر په اوبو کې ډوبېږي.


د ریلیف وب د ۲۰۲۰ کال په راپور کې راغلي چې ترکیه له څو لسیزو د افغان کډوالو کوربه او اروپايي هېوادونو ته‌یې د تګ مرکز پاتې شوې.




د «ناڅرګند مقصد او د حرکت په حال کې افغانان» په نوم په یوه مفصل راپور کې راغلي هغه افغانان چې په غیر قانوني توګه او خاصتاً د ایران له لارې ترکیې ته ځان رسوي کچه‌یې په ۲۰۱۹ کال کې په بې‌ساري ډول زیاته شوې وه.


د راپور موندنې ښيي چې افغان کډوال ډېری د تاوتریخوالي، اقتصادي فرصتونو د نشتوالي او خپلو حقوقو ته د نه‌لاسرسي په دلیل افغانستان پرېږدي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *