Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین او د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښنې

د کرونا ویروس په بیا ځلې خپرېدا سره نه‌یوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ په اکثره نورو هېوادونو کې هم د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.


د کابل ښار اوسېدونکي وحیدالله او خاموش د دې اندېښنو په اړه وايي: "لکه څنګه چې اورو نور هېوادونه لکه هند د اکسیجن له کمښت سره مخ دی، په افغانستان د دې لپاره چې امکانات کم دي، نو د اکسیجن او واکسین کمښت د خلکو لپاره جدي اندېښنه ده."


"خبرونه چې موږ ګورو په هندوستان کې کرونا د ډېرو خلکو ژوند واخیست او هره ورځ هلته خلک مري، هلته اکسیجن کم شوی، دلته په افغانستان کې به هم خلک له دې ستونزې سره مخ شي او اکسیجن به ټولو خلکو ته ونه‌رسېږي او ډېر خلک به ومري."


دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۶۵۵ کسان په دې ویروس اخته شوي او ۳۰ کسه ترې مړه شوي دي.




په ورته وخت کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم اکسیجن د دې وزارت لپاره جدي ستونزه ده، خو اوس‌مهال یې له کمښت سره نه‌دي مخ.


د دې وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، لا تر اوسه په دې اړه کره شمېر نه‌شته چې په افغانستان کې د اکسیجن څو فابریکې فعالیت لري.


ښاغلی طاهري وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د اکسیجن څو ماشینه پېرلي دي، خو لا تر اوسه نه‌دي فعاله شوي: "د افغانستان عامې روغتیا وزارت په ټولو روغتونونو کې د اړتیا وړ اکسیجن لري، موږ د اړتیا دوه برابره اکسیجن لرو، هغه ماشینونه چې په افغان چاپان روغتون کې دي شاخوا ۲۰۰ ناروغانو ته اکسیجن تولیدوي، اوس لپاره د اکسیجن له کمښت سره مخ نه‌یو، په نږدې راتلونکي کې هغه ماشینونه چې یونېسف موږ ته اخیستي له هغې به کار واخلو، تر اوسه د اکسیجن د کمښت له وجې هېڅ ناروغ نه‌دی مړ شوی."


په همدې حال کې هغه واکسیونونه چې له افغانستان سره مرسته شوي هغه هم د خلاصېدو په حال کې دي.


د ښاغلي طاهري په خبره، تر دا مهاله نږدې یو ملیون دوزه واکسین افغانستان ته وارد شوي چې د اوس لپاره دغه شمېر د خلاصېدو په حال کې دی.




دی وايي، کومو کسانو چې لومړی دوز واکسین کړی وي اوس‌یې د دوهم دوز وار دی.


له دې وړاندې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ۷۰۰ زره دوزه واکسین د مرستې خبره کړې وه او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي و چې دغه واکسین به تر یوې اوونۍ افغانستان ته انتقال شي.


د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه شاوخوا ۷۳ زره کسان په دې ویروس اخته شوي او له ۲ زرو زیات ترې مړه شوې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *