Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

حامد کرزی: د سولې اوسنۍ روانې خبرې بهرنۍ پروژه ده

د افغانستان مخکېنی جمهور رئیس حامد کرزی د سولې اوسنۍ خبرې بهرنۍ پروژه بولي او ټینګار کوي، تر کومه چې دا خبرې ملي نه‌شي، سوله نه‌شي راتلی.


ښاغلي کرزي چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۰» کابل کې د "افغانستان د سولې پروسې د اغېزمندیو پېژندنه" په نوم جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، زیاته کړه: "د افغانستان خلکو، د طالبانو اسلامي تحریک او هغه کسان چې ځان جمهوریت بولي، راشئ چې دا پروسه ملي او افغاني کړو. دا پردۍ پروژه، په افغاني پروسه بدله کړو. په افغاني بهیر یې بدل کړو. موږ به بیا ژر تر ژره د سولې خاوندان شو. بیا به په خپل عزم او استقلالیت هم له ګاونډیو او هم له نورو سره خبرې وکړو."


خو افغان حکومت او طالبان د ښاغلي کرزي د نویو څرګندونو په اړه څه نه‌وايي، ولې له دې وړاندې دواړو لورو د سولې په بین‌الافغاني پروسې ټینګار کړی دی.


رئیس جمهور غني او نورو افغان چارواکو د افغانستان مذاکره کوونکي پلاوي د افغانستان د خلکو او توکمو د استازولۍ ښه بېلګه بللي.




حامد کرزي دغه‌شان له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرې د بهرنیو هېوادونو پر ځای، په افغانستان کې پیل کړي چې په خبره‌یې دا ډول خبرې به پایله هم ولري.


دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني هم څو ځلې پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دننه هر ځای چې د دې ډلې خوښه وي، له حکومت سره د سولې خبرو ته کېني، خو طالبانو بیا دا وړاندیز په وار وار رد کړی او ویلي یې دي چې د سولې د خبرو ادرس او ځای معلوم دی.


ښاغلی کرزی داسې مهال په کور دننه د سولې د خبرو په پیل ټینګار کوي چې تمه ده کابل ته د افغانستان د مرکچي پلاوي یو شمېر راستانه شوي غړي د سې شنبې په ورځ دوحې ته ولاړ شي.


د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي د حکومت او د ملي مصالحې عالي شورا له مشرانو، سیاسي رهبرانو او د ټولنې له بېلابېلو ډلو سره لیدلي او د سولې خبرو د دوام په اړه‌یې لازمې مشورې کړې دي.


د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل، افغان مرکچي پلاوی له بشپړ چمتووالي وروسته، د خبرو مېز ته ستنېږي.




اغلې انوري زیاتوي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت په قوي اراده او په پوره چمتووالي دې خبرو ته بېرته ورځي، څو د سولې خبرې چې په کوم ځای ولاړې وې، بېرته‌یې پیل کړي."


په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي په تېر کوچني اختر کې سره ناست وو او پرېکړه‌یې کړې وه چې د سولې خبرو ته دوام ورکړي.


په دوحه کې د سولې خبرو لومړی پړاو د تېر ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۲مه پیل شو. دواړو لورو هڅه وکړه چې په دې خبرو کې د غونډو د دوام په اړه یو شمېر اصول ومني او دې ناستو یې پایله ورکړه.


خو د سولې دوهم پړاو خبرې چې د تېر ۱۳۹۹ کال د مرغومې په ۱۶مه پیل شوې او مهم بحث‌یې د سولې خبرو د اجنډا جوړول و، لا هم افغان مرکچي او طالب پلاوي په دې برخه کې کومې پایلې ته نه‌دي رسېدلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *