Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بهرنیو چارو وزارت: د شانګهای سازمان غونډه کې د افغانستان په ۵ مواردو بحث شوی

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې به نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر یې یو ګډونوال دی. 


د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي اتمر پرون سې شنبې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جی شنکر او د ازبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي دي.




تهذیب یې د بحثونو نور جزییات ورکړل: "د افغانستان د سولې پروسه، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی، پر سیاسي حل لارې ټینګار، د سولې د خبرو بیا پیلیدو ته د طالبانو تشویقول او همدارنګه د دوه اړخیزو اړیکو لا پیاوړتیا هغه موارد و چې تر اوسه په دې غونډو کې پرې بحث شوی دی." 


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، حنیف اتمر او د هغه ازبیکستاني سیال عبدالعزیز کاملوف د تاشکند د غونډې په اړه چې ټاکل شوې سبا او بل سبا وشي، بحث وکړ.




همدارنګه د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر خپل افغان سیال ته په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ په افغانستان کې یوه سیاسي جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره د سیمه سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړي کېدو لپاره د خپل هېواد د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ. 


د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ښاغلي اتمر ته په کتنه کې ویلي چې تاوتریخوالی باید په افغانستان کې کم او اوربند وشي. 


قریشي دغه راز ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د یوې سیاسي حل لارې د موندلو لپاره خبرو ته د طالبانو هڅولو ته ژمن دی. 




تمه ده چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په دوهمه ورځ د افغانستان پر روان امنیتي او سیاسي وضعیت سربېره په دې سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب په اړه هم خبرې وشي.


په اوس وخت کې افغانستان، د ایران، منګولیا او بلاروس ترڅنګ د دې سازمان څارونکي غړي دي.


چین، هند، پاکستان، روسیه، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او ازبیکستان د دې سازمان اته اصلي غړي دي. 




دغه سازمان نن داسې مهال بحثونه کوي چې په افغانستان کې نا امنیو ګاونډیان او د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي دي. 


تاجکستان د افغانستان په شمال ختیځ کې د ناامنیو له زیاتېدا پسې له دې هېواد سره د پولې په اوږدو کې شل زرو نورو سرتېرو د ځای پرځای کولو خبره کړې. 


ورهاخوا روسیې هم ویلي چې که دوشنبې د مرستې غوښتنه وکړي، نو چمتو ده چې له افغانستان سره د دې هېواد د پولې په اوږدو کې هر ډول همکاري وکړي. 


افغانستان له تاجکستان سره شااوخوا ۱۳۷۵ کیلومتره اوږده پوله لري او د راپورونو له مخې په اوس وخت کې د شېرخان بندر په ګډون د دې پولې ۹۰۰ کیلومتره د طالبانو په کنټرول کې ده.  

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *