Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2021

Новости за 14.07.2021

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح: قطر کې د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی

له کابله چاپېدونکو نننیو ورځپاڼو د سولې په مذاکراتو کې د وروستیو پرمختګونو، د حامدکرزي د تېرې ورځې د څرګندونو او نورو موضوعاتو اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. هشت صبح هشت صبح لیکلي، افغان حکومت د سرطان په ۲۵مه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې یو پلاوی قطر ته لېږي چې د پلاوي په ترکیب کې به د حکومت، ګوندونو او قومونو غړي وي. ورځپاڼه لیکي، په دې وروستیو څو اونیو کې په قطر کې د طالب او افغان حکومت د استازو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې افکار تبادله کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تېره يوه مياشت کې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې د پام وړ ټيټه شوې

له افغانستانه د امريکا ځواکونو له وتلو سره هم مهاله ډالر ورځ تر بلې د افغانيو پرتله پورته کېږي. د افغانستان بانک وايي، سره له دې چې په تېره يوه مياشت کې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې د پام وړ ټيټه شوې خو لا هم د سيمي هېوادونو په کچه افغانۍ د ډالرو پر وړاندې د لوړ ارزښت څخه برخمنه ده. د ډالرو لوړوالي له امله د تيلو او خوراکي توکو په نرخونو کې د پام وړ لوړوالی راغلی. بشپړ ویډیويي راپور یې ددې تړوني په کېکاږلو سره وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

لومړنی ښار کوم او ښارونه څه ارزښت لري؟ 

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام د افغانستان د ښارونو تاریخ ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې: لومړنی ښار کوم و؟ او ښارونه څه ارزښت لري؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ارزګان کې ۳ طالبان او دوه پاڅون کوونکي وژل شوي

د ارزګان چارواکي وايي، په دې ولایت کې دوه پاڅون کوونکي او درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ارزګان ولایت والي محمد عمر شیرزاد تېره شپه ازادي راډيو ته وویل، دوه پاڅون کوونکي په ترینکوټ ښار کې د یو غلچکي برید پر مهال وژل شوي دي. نوموړی وايي، یاده پېښه تېره ورځ ناوخته ماښام مهال شااوخوا اته بجې د ترینکوټ ښار په دوهمه ناحیه کې رامنځته شوې: "تېر ماښام شااوخوا  اته بجې په ترینکوټ ښار کې د دوه موټرسایکلو سپرو له خوا  په ترینکوټ ښار کې د ملي پاڅون کوونکو پر دوه تنو چريکې برید وکړ چې دواړه ووژل شول،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: افغانستان د امنیتي ځواکونو چټک سقوط حیرانه کړی

ګارډين ګارډین بریتانوي ورځپاڼې په افغانستان کې ورځ تر بلې په زیاتېدونکي تاوتریخوالي باندې مقاله خپره کړې ده. د مقالې په پیل کې لیکوال ادعا کړې چې ګواکې "افغانستان د امنیتي ځواکونو چټک سقوط حیرانه کړی." په دوام کې ګاونډيو هېوادونو ته د سلګونه افغان سرتېرو د وراوښتو او طالبانو ته د هغوی د تسلیمېدو خبره هم یاده شوې. په مقاله کې استدلال شوی ولسمشر اشرف غني او د هغه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې معتبره اکاډمیک سندونه لري، خو په جګړو کې بې‌تجربه دي د وضعیت له زیات خرابېدو مخکې هغه غوښتنې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کوو

ایران پرون سې شنبې(د چنګاښ ۲۲مه) اعلان وکړ چې د امریکا له متحدو ایالاتونو سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کوي. تر دې مخکې یوه امریکایي چارواکي ویلي و چې واشنګټن د خپلو زنداني اتباعو د خوشې کولو لپاره کار کوي.  د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي تېره اوونۍ ویلي و چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په ایران کې د ټولو زنداني امریکایانو پر خلاصون ټینګار کوي او یوه جزوي معامله به ونه مني.  د امریکایي 'اېن بي. سي' نیوز د راپور له مخې مالي په ایران کې د زنداني امریکایانو خوشې کېدل لومړیتوب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بهرنیو چارو وزارت: د شانګهای سازمان غونډه کې د افغانستان په ۵ مواردو بحث شوی

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې به نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر یې یو ګډونوال دی.  د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي اتمر پرون سې شنبې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جی شنکر او د ازبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي دي. تهذیب یې د بحثونو نور جزییات ورکړل: "د افغانستان د سولې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان سفیر: که د سولې خبرې ناکامه شي د هند پر پوځي مرستو حساب کولای شو 

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی وایي، که له طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبرې ناکامه شي نو افغانستان د هند پر پوځي مرستې حساب کولای شي. نوموړي دا خبره واضح کړې چې دا به افغانستان ته د ځواکونو د استولو په بڼه نه بلکې د افغان ځواکونو د روزنې او په تخنیکي برخه کې د هغوی د ملاتړ په بڼه وي.  د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې چې د تېرکال د سېپټمبر له میاشتې راهیسې پیل شوي اوس په ټپه دریدلي او طالبانو یې پرځای په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړی دی.  په نوي ډیلي کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تمه ده سل بریتانوي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي

ټاکل شوې سل بریتانوي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي، څو د سفارت او ډیپلوماتانو امنیت وساتي.  د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې دغه ځواکونه به د امریکایي شااوخوا ۶۵۰ سرتیرو په ګډون د هغو بهرنیو ځواکونو یوه برخه وي چې په افغانستان کې د نړیوالو پوځیانو د نژدې شل کلن ماموریت تر پایته رسېدو وروسته د سفارتونو او ډیپلوماتانو د امنیت د خوندي کېدو په هدف د یوې اوږدې مودې لپاره پاتېږي. طالبانو چې په افغانستان کې یې د نړیوالو د هر ډول پوځي حضور له دوام سره مخالفت څرګند کړی، پرون سې شنبه (د چنګاښ ۲۲مه)... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسې له خپلو اتباعو وغوښتل چې له افغانستانه ووځي

فرانسې پرون سې شنبې (د چنګاښ ۲۲مه) په افغانستان کې له خپلو اتباعو وغوښتل چې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله له دې هېواده ووځي. په دې اړه په کابل کې د فرانسې سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې حکومت به د جولای په ۱۷مه نېټه یوه ځانګړې الوتنه دې کارته ځانګړي کړي څو له کابله ټول فرانسوایان بېرته هېواد ته ستانه کړي، دغه راز ویل شوي چې دغه الوتنه به وړیا وي.  سفارت ویلي چې دا د فرانسې ټولو اتباعو ته رسمي سپارښتنه ده چې له دغې ځانګړې الوتنې استفاده وکړي یادې له خپلو امکاناتو په استفادي سمدستي له دې هېواده ووځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزارت د کابل په میوند واټ کې شوې چاودنه څیړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل د پرونۍ(سې شنبه-د چنګاښ ۲۲مه) چاودنې په اړه څېړنه کوي.  په دغه چاودنه کې چې پرون له غرمې وروسته په جاده میوند کې وشوه، څلور ملکي وګړي ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.  د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا ضیا ازادي راډیو ته وویل: "د دغې پېښې د عاملانو د موندلو لپاره پولیسو څېړنې پیل کړي، خو غواړم ووایم چې دا ډول تروریستي پېښې له دې مخکې وسله والو طالبانو کړي دي."  د دغې پېښې مسولیت تر اوسه چا نه دی اخیسی. په افغانستان کې ملکي تلفات یوه د ډېرې اندېښنې وړ مساله ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د خوست د ولایتي شورا غړې زهره جلال خوشې کړه

وسله والو طالبانو د خوست د ولایتي شورا غړې زهره جلال خوشې کړه. زهره جلال چې د سې شنبې (د چنګاښ ۲۲مه) په ورځ له غرمې وړاندې د خوست ـ کابل په عمومي لاره کې د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند له کلنګار سیمې وسله والو طالبانو له ځان سره بیولې وه، پرون ماښام د قومي سپين ږیرو په منځګړیتوب بېرته خوشې شوه. د ولایتي شورا د غړې زهره جلال زوی ایوب جلال؛ ازادي راډیو ته تایید کړه چې وسله والو طالبانو یې لومړۍ یوه خور او دوه وروڼه خوشې کړي او وروسته ماښام مهال یې مور له دوو نورو وروڼو سره خوشې کړه. د هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د مړینو نوی ریکارډ؛ کرونا ۲۴ ساعتونو کې ۷۸۰ تنه مړه کړل

روسیې د کرونا له امله د مړینو او پر دې ویروس د نوېو اخته شوېو کسانو یو نوی ریکارډ ثبت کړ.  په روسیه کې د کرونا مرکز پرون سې شنبه(د چنګاښ په ۲۲مه) وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸۰ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي. په همدې موده کې ۲۴ زره او ۷۰۲ کسان نوي پر کرونا اخته شوي دي.  دې مرکز ویلي چې روسیې له ۲۰۲۰ کال راهیسې چې کرونا په دې هېواد کې خپره شوې، داسې یوه ورځ نوه تجربه کړې. په روسیه کې پر کرونا د اخته شوېو کسانو شمېر نژدې ۶ میلیونو ته رسیدلی او له ۱۴۴ زرو زیات کسان یې هم له امله مړه شوي دي. Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *