Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هشت صبح: قطر کې د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی

له کابله چاپېدونکو نننیو ورځپاڼو د سولې په مذاکراتو کې د وروستیو پرمختګونو، د حامدکرزي د تېرې ورځې د څرګندونو او نورو موضوعاتو اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.



هشت صبح


هشت صبح لیکلي، افغان حکومت د سرطان په ۲۵مه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې یو پلاوی قطر ته لېږي چې د پلاوي په ترکیب کې به د حکومت، ګوندونو او قومونو غړي وي.


ورځپاڼه لیکي، په دې وروستیو څو اونیو کې په قطر کې د طالب او افغان حکومت د استازو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې افکار تبادله کړي.


په سرمقاله کې راغلي، دغو پرمختګونو کې دواړو خواوو د اساسي قانون د تعدیل او په دې اړه د یو ګډ کمېسیون تشکیل، د سولې نقشې لاره او د عبوري حکومت رامنځته کول.


د لیکوال د معلوماتو له مخې افغان دولت له ډېره وخته هڅه کوله چې د افغان دولت او طالبانو د لوړ پوړیو چارواکو مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي چې پاکستان په دې اړه ولسمشرمحمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او حامد کرزي ته وعدې هم ورکړې وې.


د لیکوال په باور، طالبان افغان دولت د افغاني ټولنې یو واقعیت دی، د یو بل د له منځه وړلو امکان نشته، نو نه باید د سولې په خبرو او د جګړې په پای ته رسولو کې ځنډ ونه شي.


د سرمقالې په پای کې راغلي، د افغان حکومت او طالبانو لوړپوړي چارواکي باید د سولې مذاکرات اصلي لارې ته هدایت کړي، افغانان تمه لري چې دواړه خواوې نه باید په خپلو خود خواهیو خلک ناهیلي کړي.



مسیر


مسیر ورځپاڼې د ښاغلي کرزي د تېرې ورځې څرګندونې راخیستي چې پر خلکو یې غږ کړی و، ژر به د سولې جدي خبرې پيل شي او یوې پایلې ته به ورسېږي، د ده په وینا، حالات به سم شي او د سولې خبرې به نتیجه ورکړي.


لیکوال د حامد کرزي دا خبرې هم راخیستي چې پر طالبانو او حکومت یې هم غږ کړی و چې جګړه ودروي، ځکه دا یوه پردۍ دسیسه ده او د دسیسې د شنډولو لپاره باید سوله وشي.


د مسیر په سرمقاله کې راغلي، اوس د جګړې دواړو اړخونو ته پکار دي چې هغه دسیسې درک کړي، د جګړې پرځای پر سوله تمرکز وکړي. 


د سرمقالې په پای کې راغلي، د جګړې دواړه اړخونه باید نور د جګړې عمل، خبرې او ذهنیت بند کړي او پر ځای یې د سولې خبرې، عمل او ذهنیت خپل کړي، په دې ډول به هم دوی د بهرنیو له دسیسو ژغورل شوي وي او هم افغانستان.



اطلاعات روز


اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي، د مالستان ولسوالۍ له څو ورځو پرله پسې مقاومت وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده.


د لیکوال د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کلونو کې مالستان د غزني تر ټولو امن ولسوالۍ وه، خو د طالبانو جدي پام ورته اوښتی و.


د سرمقالې په پای کې راغلي، د بامیان او دایکنډي ولایت باتجربه مدیرانو ته سپارل یو ګټور اقدام دی، هغه اقدام چې د لیکوال په وینا کولای شي د حکومت بقا په جغرافیه  کې تضمین کړي.


په دې وروستیو کې حکومت اعلان کړی چې د دایکنډي ولایت لپاره یې جنرال مراد علي مراد  او د بامیان ولایت لپاره طاهر زُهیر د والیانو په توګه ټاکلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *