Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ګارډین: افغانستان د امنیتي ځواکونو چټک سقوط حیرانه کړی

ګارډين


ګارډین بریتانوي ورځپاڼې په افغانستان کې ورځ تر بلې په زیاتېدونکي تاوتریخوالي باندې مقاله خپره کړې ده.


د مقالې په پیل کې لیکوال ادعا کړې چې ګواکې "افغانستان د امنیتي ځواکونو چټک سقوط حیرانه کړی."


په دوام کې ګاونډيو هېوادونو ته د سلګونه افغان سرتېرو د وراوښتو او طالبانو ته د هغوی د تسلیمېدو خبره هم یاده شوې.


په مقاله کې استدلال شوی ولسمشر اشرف غني او د هغه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې معتبره اکاډمیک سندونه لري، خو په جګړو کې بې‌تجربه دي د وضعیت له زیات خرابېدو مخکې هغه غوښتنې له پامه وغورځولې چې د ځینو سیمو د پرېښودلو په اړه مطرح شوې وې.


ګارډین لیکلي اوس دقیق هغه حالات مخ ته راغلي چې پوځیانو ګڼې سیمې پرېښي او وسلې او مهمات‌یې د مخالفینو لاس ته لوېدلي.


په مقاله کې راغلي حکومت د مایوسۍ په یوه وخت کې د لا ډېر تاوان د مخنیوي لپاره په هغو خلکو باندې د ملېشې جوړولو غږ وکړ چې کلونه‌یې نه‌یوازې د طالبانو په وړاندې جنګ کړی، بلکې یو بل ته‌یې هم د ټوپک خولې نیولې وې.


ګارډین لیکي دا هماغه ډلې وې چې حکومت په راس کې ولسمشر اشرف غني ان تر تېر کاله هم د هغوی د منحلولو په لټه کې وو.


د ګارډین د دې مقالې او ورته نورو څرګندونو برعکس بیا د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال ولي محمد احمدزي ازادي راډیو ته ویلي چې دا ملېشې نه، بلکې هغه ولسي پاڅونوال دي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ پاڅېدلي.



نیویارک ټایمز


نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي د طالبانو له پرمختګ سره سره دا په کابل کې د امریکایي ډیپلوماتانو لپاره عادي وضعه ده.


د ولسمشر جو بایډن اداره د اګسټ په ۳۱مه په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته رسوي.


نیویارک ټایمز لیکلي د طالبانو د بریدونو په زیاتېدو دا اندېښنې هم زیاتې شوې چې ښايي د دې ډلې جنګیالي پلازمېنه کابل ونیسي او دا چاره به د امریکا سفارت د تړلو لامل شي، خو د ورځپاڼې په لیکنه د سفارت د ودانۍ دننه ډیپلوماتان د کرونا وبا په خاطر له یوه میاشتني لاک ډون وروسته بېرته کارونه پیل کړي دي.


ورځپاڼې د امریکا د سفارت له‌خوا د کډوالۍ د خاصو ویزو د غوښتنلیکونو د پروسس د پيل یادونه کړې چې په مټ‌یې له امریکایانو سره د ۲۰ کلونو په اوږدو کې افغان ژباړونکو او نورو قراردادیانو ته د امریکا ویزې ورکول کېږي.


د امریکا سفارت د ځينو چارواکو په حواله نیویارک ټایمز لیکلي چې تمه ده ژر د سفارت نوي کارکوونکي په یو کلن مأموریت افغانستان ته راورسېږي. چارواکو ډاډ ورکړی چې سفارت به پرانیستی او فعاله وي.


شاوخوا لسیزه مخکې کله چې امریکايي ځواکونه له عراق وتل د بهرنیو چارو وزارت چارواکي هلته پاتې شول او تر دا اوسه د تُندلارو له‌خوا پرې بریدونه کېږي.


نیویارک ټایمز لیکلي ګڼو چارواکو د افغانستان په اړه هم ورته اندېښنه ښودلې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *