Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور تښتونې پېښه؛ څنګه شوې او ورته غبرګونونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلام اباد کې یې د افغان سفیر د لور د تښتونې او شکنجې په اړه پاکستان ته شدید اعتراضونه اورولي دي. 


دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون شنبه (د چنګاښ ۲۶مه) یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان هم احضار کړی دی. 




افغان دولت ویلي، اسلام اباد کې د دوی د سفیر لور سلسله علي خېل د جمعې په ورځ (د جولای په ۱۶مه) د څو ساعتونو لپاره اختطاف او له شکنجې او ربړونې وروسته خوشې شوه. 




په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان له حکومته په زغرده غوښتل شوي چې د دې پېښې د عاملانو د پېژندنې او سزا لپاره بېړني اقدامات وکړي. 


د افغانستان دولت له پاکستانه غوښتي چې د ډيپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د امنیت او خوندیتوب په برخه کې دې د نړیوالو تړونونو له مخې عمل وکړي. 




په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال طاهرخان وایي، تراوسه د پېښې په اړه رسنیو ته ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي: "موږ د حکومتي سرچینو له خوا دومره معلومات ترلاسه کړي چې د سفیر صاحب لور تللې وه چې د ورور لپاره څه ډالۍ راوړي، ځینې دا هم وایي چې اسلام اباد کې یوې بیکري/کلچه پزي ته تللې وه. له هغه ځایه ټکسي ګاډي کې راتله چې ویل کېږي یو یا دوه کسان دې ګاډي کې ورسره کیناستل، دا یې وهلې او ټکولې وه او بیا یې غورځولې. پېښه د اسلام اباد اېف ۷ علاقه کې شوې چې ویل کېږي هلته د سفیرصاحب کورهم دی." 




د پاکستان حکومت ویلي چې د دې پېښې پلټنه کوي. 


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اسلام اباد پولیس د دې 'ناراحته کوونکي' خبر له اورېدو وروسته لاس په کار شوي او د پېښې څیړنه کوي. 


دې پېښې په افغانستان او ان پاکستان کې پراخ غبرګونونه پارولي دي. 


پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پر پېښې خواشیني ښودلې ده. 




د ښاغلي عبدالله له خوا یوې اعلامیه کې ویل شوي، دې وخت کې داسې پېښې عامه ذهنونه ګډوډوي. 


د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال پر خپله ټویټرپاڼه دا کار د طالبانو بللی دی. 


خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


دا پېښه داسې وخت کې شوې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې او په لوړه کچه چارواکي یو پر بل د ملامتۍ تورونه پورې کوي. 


تازه د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې د کندهار په سپین بولدک کې د پاکستان پوځ افغان ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې پر طالبانو عملیات ونه کړي. 


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړه، خو ښاغلي صالح وویل ثبوتونه یې اړوندو ادارو ته سپارلي دي. 


افغان حکومت له دې وړاندې هم په ځلونو پاکستان تورن کړی چې د طالبانو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *