افغان پوځ: د جوزجان لپاره د طالبانو مرستیال والي ووژل شو
د افغانستان په شمال کې د پوځ چارواکو ادعا کړې چې د جوزجان لپاره یې د طالبانو مرستیال والي وژلی دی. د ۲۰۹ شاهین قل اردو ویاند حنیف رضایي رسنیو ته ویلي چې پر مولوي منصور پرون له غرمې وروسته د بلخ په خولم ولسوالۍ کې هدفمند هوایي برید وشو. رضایي ادعا کوي چې په دې برید کې د طالبانو له دې چارواکي سره یوځای د بلخ لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان او د دې ډلې لس نور وسله وال هم وژل شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.