Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سپیکټېټر: د پاکستان په هڅونه طالبانو د ولسمشر غني حکومت ته خطر پېښ کړی

نیویارک ټایمز 


له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د جګړو د شدت پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده.  


د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، وسله والو طالبانو په وروستیو دوو میاشتو کې د شمال د نورو برخو ترڅنګ د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف په شااو خوا کې هم تحرکات پیل کړي دي. 


د لیکوال په حواله، دغې ډلې د هغو دولتي ځواکونو په شااوخوا کې چې شاتګ یې نه دی کړی او تسلیم شوي نه دي یو ډول دفاعي کمربند ایجاد کړی دی.  


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په لیکنه، وسله والو طالبانو په وروستیو ورځو کې خپلې حملې یو څه راکمې کړي او دا ګرانه ده چې وویل شي دغې افراطي ډلې دا کار ولې کړی دی؟  


که له یوې خوا په شمال کې د ولسوالیو د لاس په لاس کېدو خبرونه زیات ورکول کېږي، ورسره په قطر کې د سولې پیل شوې خبرې هم ټکنۍ مخ ته ځي. 



سپیکټېټر 


بریتانوۍ اوونیزې سپیکټېټر پرون د افغانستان په باب په یوه مقاله کې ویلي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پرون شنبه داسې وخت پیل شوې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل په بشپړېدو دی او جګړه هم شدیده شوې ده. 


د دولت د هیئت مشري، د ملي مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله کوي او د هیئت په ترکیب کې یې د سولې عالي شورا پخوانی مشر کریم خلیلي، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور سعادت نادري او د دولت د مذاکراتي هیئت غړی باتور دوستم هم شامل دي. 


د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، د طالبانو د نظام تر پرځېدو ۲۰ کاله وروسته د پاکستاني اسټبلېشمنټ په هڅونه طالبانو بیا د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت ته جدي خطر پېښ کړی دی.  


د مقالې لیکوال یادونه کوي چې غرب په عمومي ډول خو د امریکا متحد ایالاتونه په ځانګړي ډول په افغانستان کې د افراطي وسلوالو د بیا ظهور قسماً مسوول دي. 


د سپیکټېټر اوونیزې په مطلب کې راغلي چې پاکستان هم د طالبانو بیا راتلو ته چمتووالی لري، ځکه د پاکستان د داخلي استخباراتو پوځي څانګه د دې ډلې په روزنه کې لاس لري او غواړي طالبان بېرته په افغانستان کې پر قدرت ولکه ټینګه کړي.  


د لیکوال د تحلیل له مخې، اسلام اباد فکر کوي چې دا به د ده د رقیب هندوستان په وړاندې یوه بریا وي، هغه هېواد چې په افغانستان کې زیات محبوبیت لري او په تېرو ۲۰ کلونو کې یې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت پر پرمختیايي چارو پانګونه کړې ده.  

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *