کرکټ؛ ۱۹ کلنه افغان لوبډله د لوبو لپاره بنګله دېش ته ځي
افغان لوبډله به له کوربه لوبډلې سره پنځه يوه ورځنۍ او يوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
دا لوبې د سېپټمبر له ۵مې نېټې پيل او د همدې مياشتې پر ۲۰مه نېټه پای ته رسېږي.
افغان کرکټ بورډ ويلي دي چې په نږدې راتلونکې کې به د بنګله دېش پر وړاندې لوبو ته لوبډله غوره او د یاد روزنیز کمپ دویم پړاو به ترسره کړي.