Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2021

Новости за 11.08.2021

Mashaalradio.com 

په کندوز کې د یتیمو ماشومانو ژوند

په کندوز کې د "ضمیر مادر" په نوم په یو روزنځي او ښوونځي کې ۱۴۰ تنه یتیم ماشومان چې عمرونه یې له ۵ کلونو نیولی تر ۱۴ کلونو پورې دي، په زده کړو بوخت دي. دا هغه ماشومان دي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د ناامنیو او جګړو له وجې میندې او پلرونه مړه شوي. په دوی کې یې ډېری د افغان ملي امنیتي سرتېرو یتیمان دي. بشپړ حال یې د ازادۍ راډیو په ویډیويي راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

جرمني او هالنډ د افغان پناه غوښتونکو د بېرته استولو بهیر دروي

جرمني او هالنډ چې خپل هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته استولو بهیر دروي.  د جرمني د کورنیو چارو وزیر نن دوېچې‌وېلې ته وویل چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله په موقت ډول د رد شویو پناه غوښتونکو بېرته ستنول ځنډوي. تر دې مخکې هالنډ وویل چې د شپږو میاشتو لپاره د افغان پناه غوښتونکو استول ځنډوي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر پخوانی ډیپلومات اموس هوچتین خپل سلاکار وګوماره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پخوانی ډیپلومات اموس هوچتین د انرژۍ د امنیت په برخه کې خپل سلاکار وګوماره. هوچتین به د هغو خطرونو د کمېدو پر اقداماتو تمرکز وکړي چې د روسیې-جرمني نوردسټریم ۲ نل‌لیکې رامنځته کړي دي.  په ختیځه اروپا کې د انرژۍ د امنیت ملاتړ به هم د ښاغلي هوچتین په دندو کې شامل وي.

Pa.azadiradio.com 

لیونل میسي له پاري سن جرمن ټیم سره دوه کلن قرارداد لاسلیک کړ

د ارجنټاین د فوټبال نامتو لوبغاړي لیونل میسي له پاري سن جرمن ټیم سره دوه کلن قرارداد لاسلیک کړ. پاري سن جرمن ویلي چې له میسي سره‌یې پرون قرارداد وکړ. د میسي او پاري سن جرمن ترمنځ له قرارداده یوې خبري سرچینې اسوشیټډ پرس ته ویلي چې میسي به د دې قرارداد په بدل کې د ۴۱ ملیون یورو معاش ترڅنګ نږدې ۳۵ ملیون یورو مخکې تر مخکې ترلاسه کړي.

Pa.azadiradio.com 

افغان پولې ته نږدې د روسیې، تاجکستان او ازبکستان پوځي تمرینونه بشپړ شول

روسیې، تاجکستان او ازبکستان د افغانستان پولې په ۲۰ کیلومترۍ کې خپل پوځي تمرینونه بشپړ کړل. د تاجکستان دفاع وزیر شېر علي میرزا پرون د دغو تطبیقاتو په پای کې وویل: "په داسې حال کې چې تر دې وروستیو پورې د امنیت په برخه کې د نړیوالو ځواکونو حضور د واک انډول او د حالاتو پوځي او سیاسي کنټرول ممکن کړی و، له افغانستانه د کابو ټولو نړیوالو ځواکونو وتل د ترورېستي ډلو د ویجاړوونکو فعالیتونو د زیاتېدا سبب شوي دي." د روسیې دفاع وزارت ویلي چې په دې پوځي تطبیقاتو کې ټانکونه، زغر ګاډي، سوُ-۲۵ ډوله جټ الوتکې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مارشال دوستم: طالبان به د افغانستان په شمال کې وځپل شي

د افغانستان ولسمشر پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبان به د افغانستان په شمال کې وځپل شي. ده چې په شمال کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو مسؤلیت په غاړه اخیستی، وايي چې په تخار، فاریاب او جوزجان کې به عملیات پیل شي.  دوستم نن/ چهارشنبه په بلخ ولایت کې له ولسمشر اشرف غني سره له کتنې وروسته وویل: "دوی څو ځلې شمال ته راغلل او په لومه کې کېوتل. دا ځل هم که خدای کول له شماله ورته وتل اسانه نه‌دي." په وروستۍ یوه اوونۍ کې طالبانو ۹ ولایتونه چې اکثره‌یې په شمال کې دي، نیولي دي.

Pa.azadiradio.com 

ارګ: ولسمشر غني په شمال کې د طالبانو ضد جګړې لپاره ګډ امنیتي کمېسیون جوړ کړ

افغان ولسمشر اشرف غني بلخ ته په خپل سفر کې د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره دغه ولایت کې یو ګډ امنیتي کمېسیون جوړ کړ. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند محمد امیري نن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د زمري ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې دا کمېسیون به په شمال زون کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو د مرکز په توګه کار کوي. هغه وویل چې دغه کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې ولسي پاڅون کوونکي جذب، افغان امنیتي ځواکونه تجهیز او د طالبانو پر ضد په ټول شمال کې عملیات پلان او رهبري کړي. ښاغلی امیري زیاتوي: "یاد کمېسیون به سر له نن څخه خپل کار پیلوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان جمهوري غورځنګ به بیا پیاوړی شي؟

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د یو شمېر اپوزیشن ګوندونو تحریک هڅه کوي چې بيا په يوه قوت خپل ځان د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف د حکومت پرضد پیاوړی کړي. په ۲۰۲۰ز کال کې په جوړ شوي دې غورځنګ کې ۱۱ ګوندونه شامل ول چې د هېواد په يوشمېر ښارونو کې یې د حکومت ضد لويې جلسې کړې وې خو د پيپلز پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند تر وتو وروسته غورځنګ خپل پخوانی زور له لاسه ورکړ. پوښتنه دا ده چې پي ډي اېم اوس دا توان لري چې د پخوا په شان زورور شي او د حکومت لپاره مشکلات پیدا کړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ ۱۹ کلنه افغان لوبډله د لوبو لپاره بنګله دېش ته ځي

د کرکټ لوبې افغان ۱۹ کلنه لوبډله د لوبو لپاره بنګله دېش ته ځي. دا لوبډله راتلونکې سېپټمبر مياشت کې هغه هېواد سفر کوي. افغان لوبډله به له کوربه لوبډلې سره پنځه يوه ورځنۍ او يوه څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي. دا لوبې د سېپټمبر له ۵مې نېټې پيل او د همدې مياشتې پر ۲۰مه نېټه پای ته رسېږي. افغان کرکټ بورډ ويلي دي چې په نږدې راتلونکې کې به د بنګله دېش پر وړاندې لوبو ته لوبډله غوره او د یاد روزنیز کمپ دویم پړاو به ترسره کړي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د اس ځلغونې فدراسیون خپل تمرینونه پیل کړل

د اس ځلغونې فدراسیون نن په کابل کې خپل تمرینونه پیل کړل. د افغانستان د المپیک ملي کمېټې غړي مجیب قاري زاده ازادي راډیو ته وویل چې دغه تمرینونه د کابل غوره لوبډلې او د اس ځغلونې ملي ټیم ته د چمتوالې په هدف ترسره کېږي. نوموړي وویل چې په یادو تمرینونو کې له بېلابېلو برخو څخه لسو ځوانو لوبغاړو برخه اخیستې او راتلونکو سیالیو ته چمتووالی نیسي. ټاکل شوې چې د اس ځغلونې ملي لوبډلې او د کابل غوره لوبډلې ته د لوبغاړو د ټاکلو لپاره یاده سیالي په نږدې راتلونکي کې وشي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې جګړې؛ خلک کابل ته کډوال شوي او پر واټونو سختې شپې تېروي

له شمالي او شمال ختیځ ولایتونو جګړه ځپلي خلک کابل ته کډوال شوي او پر واټونو سختې شپې او ورځې تېروي. ‎دغه بې ځایه شوي کورنۍ وایي، له جګړو راتښتېدلي او د ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دي. ‎اته ویشت کلنه نور بي بي چې د څو وړو ماشومانو مور ده وایي، له خپلو ماشومانو سره د جګړو په سرو لمبو کې له کندز ښاره په یوه جوړه جامو او چادرۍ کې راوتلې او د کورنۍ پاتې غړي یې لاهم د جنګ په سیمو کې پاتې دي. ‎نوموړې وايي: "ماشومان مې او خپله بُرقه مې راواخیسته، کور، مال هر څه مو هلته پاتې شول، د مرمیو لاندې مو ځان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"د پروژو ساتنه د ټولو مسوولیت دی، مخالفین دې د خلکو قضاوت سره ځان نه مخ کوي"

د ملي پروژو او عامو تاسیساتو د ساتنې لپاره د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم د ملي اداره وايي، د هېواد یې ځینې مهمې او لوېې پروژې لکه د سلما، کجکي، غلام خان او شاه او عروس بندونه او داسې نور ګټې اخېستنې ته چمتو کړي او د عامه تاسیساتو په توګه باید وساتل شي . د دغې ادارې د مالي او فني چارو رییس احمد رشاد حکیم د چهارشنبې (د زمري ۲۰مه) په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، پر حکومت سربېره، وسله وال مخالفین او عام خلک مسوولیت لري چې عامه تاسیسات وساتي. حکیم زیاته کړه: "زموږ غوښتنه دا ده چې د عامه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

افغانستان او پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو د یوه بل په اړه کیمپېنونه

د افغان هیشټګ کارونکو په باور د افغانستان په جګړه کې پاکستان د طالبانو اصلي ملاتړی هېواد دی. خو د دې په غبرګون کې په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم یو هیشټیګ پیل کړی چې پاکستان د افغان سولې ملاتړی (#paksupportingAfghanpeace) دی.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني دوستم ته: طالب ضد جګړې ته افغان ځواکونه او پاڅونوال بسیج کړه

افغان ولسمشر اشرف غني بلخ ته په خپل سفر کې د ولسي پاڅون کوونکو د ځواکونو په همغږۍ او تجهیز تاکید کړی.  د ولسشر مرستیال ویاند، لطیف محمود ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي غني په دغه سفر کې د سیاسي شخصیتونو او د مختلفو احزابو له مشرانو سره وکتل. ښاغلي محمود زیاته کړه چې ولسمشر غني له مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، جمعه خان همدرد او محمد محقق سره په مزارشریف کې فوق العاده غونډه وکړه. ولسمشر په یاده غونډه کې د ولسي پاڅون کوونکو د همغږۍ او تجهیز پر څرنګوالي بحث کړی.  هغه وویل: "ولسمشر له هغوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوحه کې پر افغان سولې غونډه؛ طالبان: د پرمختګ هیله یې نه لرو

په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه درې ورځنۍ غونډه، هغه خبرې چې له پای وړاندې یې د پایلو په اړه ناهیلي څرګندېږي. طالبان وایي، افغان حکومت د سولې خبرو ته لېوال نه دی، د دوی ضد یې جګړه اعلان کړې، ځکه له دې غونډو د پرمختګ هیله‌ نه لري. په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو سره خبرو کې حکومت تورن کړ چې د سولې خبرو ته ژمن نه دی. دی وايي: "دا چې دوی دې خبرو ته ژمنتیا او سولې ته لېوالتیا نه لري، فکر نه کوم چې کوم ځانګړی پرمختګ دې وي. په لومړي سر کې باید نړیوال پر کابل ادارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ډېر ژر به د لغمان د 'وطن ګټو' بند عملي چارې پیل شي

د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي چې د لغمان، د 'وطن ګټو' بند سروې بشپړه او ډېر ژر به عملي چارې پیل شي. د اوبو ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن چهارشنبه (د زمري په ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د وطن ګټو بند د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لویه پروژه ده چې د اوبو مدیریت، د برښنا تولید، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا، د چاپېریال ساتنې، هېوادوالو ته د کار پيدا کولو په موخه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې جوړیږي. د وطن ګټو بند چې ۳۰ متره لوړوالی لري، ۳۰ میلیونه متر مکعب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اومه توکو او اوبلن غازو د بیو د لوړېدو له امله د چارواکو اندېښنې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په بازارونو کې د خامو موادو او د اوبلن غاز د بیو د لوړېدو او په بندرونو کې د حکومت د نه همکارۍ له امله اندېښمنه ده. د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن چهارشنبه (د زمري په ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې په بېلابېلو برخو کې جګړې او د مخالفینو لاسونو ته د یو شمېر مهمو بندرونو لوېدل د تیلو او مایع شوي طبیعي ګازو د واردولو پروسه له جدي ننګونو سره مخ کړې. د سوداګرۍ خونه وایي، د حکومت تر کنټرول لاندې بندرونو کې حکومت او د ګمرک چارواکي نه یوازې د اوبلن غاز واردولو لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ لوبغاړي: نړیوال دې د روان ناورین په وتلو کې مرسته وکړي

وروسته له دې چې د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان پر نړیوالو غږ وکړ چې د روان ناورین په وتلو کې له افغانانو سره مرسته وکړي، د کرکټ د ملي لوبډلې څو نورو تکړه لوبغاړو هم ورته غوښتنې وکړې.  محمد نبي عیسي خېل او رحمن الله ګوربز د جګړې د پای ته رسېدو او د افغانستان د ویجاړېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.  پرون راشد خان په یوه بیان کې نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي و چې هېواد یې له ناورین سره مخامخ دی، هره ورځ ښځې او ماشومان وژل کېږي، کورونه او عامه تاسیسات ویجاړېږي او افغانستان له دې ناورینه د وتلو لپاره مرستې ته اړتیا لري.

Mashaalradio.com 

خلیلزاد دوحه کې پر طالبانو د جګړې درولو لپاره فشار راوړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد د قطر په پلازمېنې دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره غږېږي چې پر هغوی د بریدونو درولو او د شخړې د سیاسي حل موندلو لپاره فشار واچوي چې د وزارت په وینا، د افغانستان د ثبات او پرمختګ یوازینۍ لار ده.

Pa.azadiradio.com 

هېواد: نړیواله ټولنه پر افغانستان د پاکستان د یرغل ننداره کوي

هېواد هېواد ورځپاڼې لیکلي، له هغه راهيسې چې پر افغانستان د جګړې تر شا د پاکستان لاسونه بربنډ شوي او د پاکستان ملېشې، پوځ او څارګرې ډلې او همدارنګه د هغوی له خوا روزل شوې ترهګريزې ډلې هم له طالبانو سره يوځای افغانستان ته راغلي، نو د پاکستان پر ضد د افغانانو سخت حساسيتونه هم راپارېدلې دي. د لېکوال په اند،  د پاکستان پر ضد دا مفکوره نه يوازې دلته په افغانستان کې اوج ته رسېدلې، بلکې له کرښې هغې غاړې ته محکوم افغانان هم را پورته شوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ په چوکاټ کې د پاکستان د يرغلونو، د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل 'بي بي مهرو سيمه' څه وخت په دې نوم شوه اوس په څه حالت ده؟

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو پروګرام د بي بي مهرو تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې: د بي بي مهرو سيمه څه وخت په دې نوم ونومول شوه؟ او اوس په څه حالت ده؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز: عراق کې د داعش د راټوکېدو سناریو افغانستان کې تکرارېږي

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپانې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته د طالبانو د پرمختګونو په رڼا کې پام اړولی.  د مطلب په پیل کې پوښتنه شوې چې یوه لسیزه مخکې، امریکایي ځواکونو له عراق څخه په وتلو د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته لاره پرانیستله ایا اوس به په افغانستان کې طالبانو ته هم ورته لاره پرانیستل شي؟  ورځپاڼه لیکي، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۱ کال له عراق څخه په بشپړه توګه د ځواکونو د وتلو امر ورکړ او څو کاله وروسته داعش ډله په هغو سیمو کې راوټوکېده چې امریکا ترې وتلې وه. Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *