افغان کرکټ لوبغاړي: نړیوال دې د روان ناورین په وتلو کې مرسته وکړي
محمد نبي عیسي خېل او رحمن الله ګوربز د جګړې د پای ته رسېدو او د افغانستان د ویجاړېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
پرون راشد خان په یوه بیان کې نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې ویلي و چې هېواد یې له ناورین سره مخامخ دی، هره ورځ ښځې او ماشومان وژل کېږي، کورونه او عامه تاسیسات ویجاړېږي او افغانستان له دې ناورینه د وتلو لپاره مرستې ته اړتیا لري.