Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هېواد: نړیواله ټولنه پر افغانستان د پاکستان د یرغل ننداره کوي

هېواد


هېواد ورځپاڼې لیکلي، له هغه راهيسې چې پر افغانستان د جګړې تر شا د پاکستان لاسونه بربنډ شوي او د پاکستان ملېشې، پوځ او څارګرې ډلې او همدارنګه د هغوی له خوا روزل شوې ترهګريزې ډلې هم له طالبانو سره يوځای افغانستان ته راغلي، نو د پاکستان پر ضد د افغانانو سخت حساسيتونه هم راپارېدلې دي.


د لېکوال په اند،  د پاکستان پر ضد دا مفکوره نه يوازې دلته په افغانستان کې اوج ته رسېدلې، بلکې له کرښې هغې غاړې ته محکوم افغانان هم را پورته شوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ په چوکاټ کې د پاکستان د يرغلونو، د پاکستان د ترهګرۍ او د پاکستان د تپل شوې جګړې پر ضد سره منسجم شوي دي.


لیکوال د پاکستان پر وړاندې هغه کمپاین ته اشاره کړې چې له تېرو دوو ورځو راهيسې پر خواله رسنيو افغانانو د "پاکستان دې په نړيواله کچه تحريم شي" کمپاين روان کړی دی.


خو لېکوال نېوکه کړې چې نړيواله ټولنه له بده مرغه د پاکستان د دغه يرغل يوازې ننداره کوي چې په وینا یې، دا د افغانانو ستره اندېښنه ده او په ټول وس به زور راوړي چې نړيواله ټولنه بايد د افغانانو دغه غږ واوري اوله دې تپل شوې جګړې يې وژغوري.



ويسا


وېسا ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان په دې وروستیو کې د ډراماټیکو پېښو شاهد دی.


لیکوال وړاندې د روانو جګړو په تړاو په طالبانو نیوکه کړې چې تل د نظم دعوا درلودله خو په وینا یې اوس چې کومې سیمې دوی لاندې کوي برخلاف په کې چور او چپاول ترسره کېږي.


ورځپاڼې لیکلي چې دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې سېمو کې کورونه او دوکانونه سوځول کېږي، عام المنفعه ودانۍ لکه مکتبونه، پلونه او سړکونه ویجاړیږي او خلک په موخه ییز ډول له کورونو را ایستل کېږي او وژل کېږي.


لېکوال پر ولسمشر غني هم تُندې نېوکې کړي چې تر قوماندانۍ لاندې یې زیات شمېر ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ،  خو سیمې هم د طالبانو لاس ته ورغلې.



اطلاعات روز


اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي چې د ختېځ له نورو ولایتونو سربیره جګړو د کونړ په غازي اباد، ناړۍ او ځينو نورو ناامنه سیمو کې ګڼ شمېر د ښوونځیو زده کوونکي له زده کړو بې برخې کړي او مرکز اسداباد او د کونړ نورو سیمو ته کډه شوي دي.


ورځپاڼې لیکلي، د دې ولایت له غازي اباد، ناړۍ او ځینو نورو ناامنه سیمو څخه د جګړو له امله شااوخوا زر زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي.


لېکوال د جګړې له ښکېلو خواوو د جنګ درېدو ترڅنګ غوښتنه کوي چې د جګړو پر مهال دې ښوونځي او نور عامه شتمنۍ خپل هدف نه ګرځوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *