د فوتبال افغان ملي لوبډله ترکیه کې د اندونیزیا سره لوبه لري
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دغه لوبه نن د افغانستان په وخت د ماښام ۶ نیمې بجې ترسره کېږي.
د افغانستان د ملي ټیم غړي څو ورځې مخکې د دغې لوبې لپاره د تیاریو لپاره ترکیې ته تللي.
د اګسټ د میاشتې له نیمایي وروسته چې طالبانو کابل نیولی، دا د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم لومړنۍ لوبه ده.