Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2021

Новости за 16.11.2021

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې اندونیزیا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د اندونیزیا له لوبډلې سره په تدارکاتي لیدنه کې بریا ترلاسه کړه. امېد پوپلزي په ۸۵مه دقیقه کې د افغانستان د پریا لپاره لومړنی ګول ترسره کړ. دغه سیالۍ د سې شنبې په ورځ د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره شوه. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې غړي دغې سیالۍ ته د چمتووالي لپاره څو ورځې مخکې ترکیې ته تللي وو. د زمري میاشتې په ۲۴مه/د اګسټ ۱۵مه د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته، دا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لومړنۍ سیالۍ وه.

Mashaalradio.com 

د جنسي ځورونو پرضد د پېښور پوهنتون زده کوونکو مظاهره

د پېښور پوهنتون زده کوونکو د جنسي ځورونو او د نشه يي توکیو د استعمال پرضد احتجاجي مظاهره وکړه. دغه مظاهره جمعيت طلبا تنظیم راجوړه کړې وه چې پکې د پوهنتون زده کوونکو برخه اخېستې وه او له انتظامیې يې د کارروايي غوښتنه وکړه. نور حال په دې ویډیو کې.

Pa.azadiradio.com 

نوې څېړنه: په طبیعت کې د مارغانو غږونه کم شوي

په اروپا او شمالي امریکا کې څېړونکو په نویو څېړنو کې دې ته پام شوی چې د مارغانو غږونه په طبیعت کې کم شوي دي.  د فرانسې لیمونډ ورځپاڼې ته کتونکي فاهي تیرمیناسیان ویلي دي، کله چې د ښار اوسېدونکي غواړي چې له طبیعت سره په ارتباط کې شي، نو تر هڅه مخکې باغونو ته مخه کوي او کلیو بانډو ته ځي، هلته‌یې په ځانګړي ډول د مارغانو غږونو ته ورپام کېږي، خو داسې ښکاري چې دا اوازونه له طبیعته په کمېدو دي. یوې نړیوالې څېړونکې ډلې په شمالي امریکا او اروپا کې د تېرو ۲۵ کلونو په ترڅ کې د طبیعت د غږونو په اړه څېړنه کړې ده چې نیچر کامونېکېشن مجلې خپره کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د منډوي په بازار کې اور لګېدلی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تأییدوي چې د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند د منډویو په بازار کې اور لګېدنه شوې ده. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل چې په اور لګېدنه کې څلور دکانونه سوځېدلي دي. د خوستي په وینا، د اور وژنې ډلې سیمې ته رسېدلي او اور یې کابو کړی دی. ښاغلي خوستي د اور لګېدنې له امله د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات ورنه‌کړل او ویې‌ویل چې په اړه‌یې پلټنې روانې دي. د کابل منډوي د افغانستان په کچه د سوداګریزو او خوراکي توکو تر ټولو لوی بازار دی.

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ او بلاروس په پوله ګڼ کډوال له پولنډي ځواکونو سره ونښتل

هغه کډوال چې په بلاروس کې بند پاتې دي، د پولنډ او بلاروس په پوله له پولنډي ځواکونو سره ونښتل. پر دغو کډوالو پولنډي ځواکونو، اوبه وشیندلې او له اوښکې بهوونکي ګاز او اورشیندونکو بمونو څخه کار واخیست چې دوی یې هم پر لوري ډبرې وویشتې.  د پولنډ دفاع وزارت نن په یوه ټویټ کې ولیکل چې کډوالو د ډبرو په ‌ذریعه پر افسرانو او سرتېرو حملې وکړې او هڅه‌یې وکړه چې موانع ویجاړې کړي او پولنډ ته ننوځي. د سي اېن اېن خبري شبکې له‌خوا په ژوندۍ بڼه تصویرونو کې ښکاري چې پولنډي ځواکونه له پولې سره پر راټولو شویو لسګونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او ایران ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

کرملېن وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره په ټیلیفون د افغانستان په اړه خبرې وکړې. د روسیې تاس خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو مشرانو له خبرو وروسته د کرملېن مطبوعاتي دفتر وویل چې پوتین او رئیسي په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې د خپل رول پر چمتووالي ټینګار وکړ. د روسیې او ایران ولسمشران داسې مهال د افغانستان په اړه خبرې کوي چې دواړو هېوادونو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې هېواد روان وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: د طالبانو د حاکمیت له پیل راهیسې ۷ خبریالان وژل شوي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) اعلان کړی چې پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت د پیل راهیسې په دغه هېواد کې اووه خبریالان وژل شوي دي. دغه فدراسیون د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۵» د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اریانا نیوز د پخواني خبریال حمید سیغاني وژل کېدل غندلي او ویلي یې دي چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې ۱۴ خبریالان وژل شوي دي. په دغه اعلامیه کې د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د رئیس انتوني بلانګر په حواله ویل شوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولو خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بلدیاتي ټاکنې به پر وخت ترسره شي؟

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ضلعو کې د ډسېمبر پر ۱۹مه بلدیاتي انتخابات کېږي، پېښور های کورټ حکومت ته ویلي چې د کلیو په کچه هم انتخابات په جماعتي بنیادونو وکړي. بلخوا صوبايي حکومت د های کورټ د پرېکړې پرضد سپریم کورټ ته خواست کړی دی. نو په داسې حالاتو کې به انتخابات په وخت ترسره شي او که نه؟ د کرښې پر غاړه کې په دغه موضوع بحث کوو.

Mashaalradio.com 

افغانان کډوال وايي، ایران کې ورسره ناوړه چلند کېږي

په وروستیو کې ایرانیو چارواکو له هېواده په زور د افغان کډوالو ایستلو بهیر ګړندی کړی دی. د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي، سږ کال تر یو میلیون زیات افغانان له ایرانه هېواد ته ستانه شوي دي. شړي شوي افغانان شکایت کوي چې ایرانیو چارواکو ځورولي دي. په خپلواکه توګه د کډوالو د دې دعوو تصدیق نه شي کېدای. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر افغانانو غږ کړی چې هلته ته دې نه ورځي. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

نظام‌الدین قیصاري په تهران کې د کډوالو د اسنادو د جعل کولو په تور ونیول شو

د ایران د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د اسلامي جنبش د یوه پخواني قوماندان نظام‌الدین قیصاري د نیول کېدو خبر ورکوي.  د ایران د نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم د راپور له مخې د دې وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو مدیر مهدي محمودي دې اژانس ته ویلي چې قیصاري له غیر قانوني لارې ایران ته ننوتی او په دې هېواد کې یې د افغانستان د کډوالو د هویت د اسنادو په اړه چې هغه جعلي بلل شوي، غیر قانوني اقدامات کړي دي. د محمودي له قوله ویل شوي چې قیصاري په تهران، کرج او د پلازمېنې په څنډو کې په غیر قانوني توګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان څخه د کډوالو نوې څپې ته انديښمن ایران او پاکستان

د ایران او پاکستان چارواکو په وروستیو اونیو کې دا روښانه کړې چې له افغانستان څخه د کډوالو یوې نوې څپې ته چمتو نه دي. افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو راهېسې پاکستان او ایران دواړو له دې هېواد سره د تګ راتګ پر لارو محدویتونه زیات کړي. خو لا هم دې هېوادونو ته د افغانانو بهیر ورمات دی. واک ته د طالبانو په رسیدو ولې ګاونډ‌یو هېوادونو ته د کډوالو یوه نوې څپه ورماته شوې؟ افغان کډوال د ایران او پاکستان په بندرونو او ښارونو کې له کوم ستونزو سره مخ کیږي؟ ګاونډي هېوادونه ولې د نورو افغان کډوالو منلو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني د کرونا ویروس له بې‌سارې مثبتو پېښو سره لاس او ګرېوان شوی

جرمني د کرونا ویروس له بې‌سارې مثبتو پېښو سره لاس او ګرېوان دی او په اروپا کې نور هېوادونه هم د دې وبا د نوې څپې د مخنیوي لپاره د جدي ګامونو د اخیستو په هڅه کې دي. د جرمني رابرټ کوخ انستتیوت نن راپور ورکړ چې په تېرو اوو ورځو کې د کرونا وبا پېښې د مخکېنیو اوو ورځو په پرتله ۵۰ فیصده زیاتې شوې دي، یعنې په هرو یو لک کسانو کې په تېرو اوو ورځو کې ۳۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په جرمني کې د کرونا وبا څلورمه څپه د انتقال په حال کې د حکومت یوه کلیدي موضوع شوې ده. درې ګوندونه په خبرو دي چې نوې کابینه  جوړه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ځانګړي استازي له روسي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي، له روسي چارواکو سره‌یې په مسکو کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې. وېسټ پرون دوشنبه ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د روسیې د ملي امنیت د  شورا له مرستیال الکساندر وینیدیکتوف سره‌یې په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړې او هم پر دې وغږېدل چې طالبان دې ته اړتیا لري چې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې پوره کړي.  کابلوف له وېسټ سره له کتنې وروسته د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته وویل،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د اندونیزیا په وړاندې لوبې ته چمتو دی

د افغانستان د فوتبال ملي ټیم نن له اندونیزیا سره دوستانه لوبه کوي. دغه لوبه د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره کیږي. له اندونیزیا سره دا لوبه د افغانستان د فوتبال ټیم د هغو تیاریو یوه برخه ده چې هدف یې راتلونکي کال د آسیا جام لوبو ته د لارې پیدا کول دي. دا په افغانستان کې واک ته بیا د طالبانو له رسیدو راهیسې د افغانستان د فوتبال د ملي ټیم لومړنۍ لوبه ده.

Pa.azadiradio.com 

د فوتبال افغان ملي لوبډله ترکیه کې د اندونیزیا سره لوبه لري

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن سې شنبه (د لړم ۲۵مه) د ترکیې په انتالیا ښار کې د اندونیزیا له ټیم سره دوستانه لوبه وکړي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دغه لوبه نن د افغانستان په وخت د ماښام ۶ نیمې بجې ترسره کېږي. د افغانستان د ملي ټیم غړي څو ورځې مخکې د دغې لوبې لپاره د تیاریو لپاره ترکیې ته تللي. د اګسټ د میاشتې له نیمایي وروسته چې طالبانو کابل نیولی، دا د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم لومړنۍ لوبه ده.

Pa.azadiradio.com 

اردن: د ایران د ښځینه فوټبالرانو د ګول ساتونکي قضیه دې وڅیړل شي

اردن د فوټبال له اسیايي فدارسیون څخه غوښتي چې د ایران د ښځینه لوبغاړو د ګول ساتونکي قضیه وڅېړي.  د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون ویلي، د اسیا فوټبال فدراسیون باید د ایران د ښځنیه لوبغاړو د ګول ساتونکي د جنسیت په اړه پلټنې وکړي او پایلې یې شریکې کړي.   د اردن د فوټبال فدراسیون مشر په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، داسې ښکاري چې د ایران ښځینه لوبډلې ګول ساتونکی نارینه دی.   خو د ایران د ښځو د فوټبال لوبډلې روزونکې مریم ایران دوست بیا دغه ادعاوې رد کړي دي.  د ایران د ښځو د فوټبال لوبډلې د میزان په پنځمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې

په کابل کې نن سې شنبه (د لړم ۲۵مه) د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې.   د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست رسنیز غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، په دې سیالیو کې د کابل له کلپونو څخه ۱۸۰ لوبغاړو ګډون کړی.   د ښاغلي قاري زاده د معلوماتو له مخې دغه لوبې د بدني روزنې او ورزش ریاست د سوک وهنې په لوبځای کې د ۶ ورځو لپاره ترسره کېږي.  نوموړی وايي، د دې لوبو هدف د کابل غوره لوبډلې ته د ښه لوبغاړو انتخابول دي.   دا سیالي هرکال په کابل کې د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست له خوا ترسره کېږي چې په پای کې ۲۶ غوره لوبغاړي ترې انتخابېږي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني په بې ساري توګه د کرونا ویروس له نوېو پېښو سره مخ دی

جرمني په بې ساري توګه د کرونا ویروس له نوېو پېښو سره مخامخ دی.  دا په داسې حال کې ده چې په ټوله اروپا کې هېوادونه د دغه ویروس د نوې څپې په وړاندې پر سختو اقداماتو غور کوي.  د جرمني د 'ډي. پي. اې' خبري اژانس د راپور له مخې په  جرمني کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له ۲۳ زره او شپږ سوو زیاتې پېښې ثبت شوې او له امله یې ۴۳ مړه شوي دي.  په اتریش کې پر هغو کسانو چې د کرونا پر وړاندې نه دي واکسین شوي، محدودیت وضع شوی دی.  په فرانسه کې ماسک اغوستل اجباري شوي او دې هېواد ته د هغو هېوادونو پر اتباعو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه او ازبیکستان ترمز کې افغانانو سره د مرستو مرکز جوړوي

اروپایي ټولنه او ازبیکستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو مرکز په ترمز ښار کې پرانیزي.  د ازبیکستان د اکي پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او ازبیکستان ځانګړیو استازیو توماس نیکلسن  او عصمت الله ایرګاشییف د افغانستان په اړه پرون دوشنبې په بروکسل کې خبرې وکړې. د خبر له مخې توماس نیکلسن له افغانستانه د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو د اتباعو په ایستلو کې د ازبیکستان د هڅو ستاینه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اروپا ته اوړېدونکي کډوال تر سختو کړاونو تېرېږي

په افغانستان، عراق، شام او لبنان کې له روانو کړکېچونو څخه اروپا ته پناه وړونکي له سختو حالاتو تېرېږي. نیزدې ۲۰۰۰ کډوال د پولېنډ پر پوله د بیلارورس په ځنګلونو کې د سختې یخنۍ او خوراک له کمي سره مخامخ دي. بلخوا پولېنډ د کډوالو مخنيوي لپاره پر خپلو پولو د امنيتي ځواکونو شمېر زیات کړی دی. د کډوالو دا حالت د بشيرګواښ په دې راپور کې وګورئ چې د رويټرز او اې ايف پي له ويډيوګانو یې جوړه کړی.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا چهارشنبه(د لړم ۲۶مه) د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به چې د کابل پر وخت سبا د شپې په ۱۲ نیمو جوړیږي، د دې هېواد روان وضعیت وڅیړل شي. د امنیت شورا دې غونډې ته به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازي او د یوناما مشره ډیبرا لاینز د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال د افغانستان وضعیت څېړي... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *