Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جرمني د کرونا ویروس له بې‌سارې مثبتو پېښو سره لاس او ګرېوان شوی

جرمني د کرونا ویروس له بې‌سارې مثبتو پېښو سره لاس او ګرېوان دی او په اروپا کې نور هېوادونه هم د دې وبا د نوې څپې د مخنیوي لپاره د جدي ګامونو د اخیستو په هڅه کې دي.


د جرمني رابرټ کوخ انستتیوت نن راپور ورکړ چې په تېرو اوو ورځو کې د کرونا وبا پېښې د مخکېنیو اوو ورځو په پرتله ۵۰ فیصده زیاتې شوې دي، یعنې په هرو یو لک کسانو کې په تېرو اوو ورځو کې ۳۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.


په جرمني کې د کرونا وبا څلورمه څپه د انتقال په حال کې د حکومت یوه کلیدي موضوع شوې ده. درې ګوندونه په خبرو دي چې نوې کابینه  جوړه کړي.  


په جرمني کې په سپټمبر کې انتخابات وشول. 




سوسیال ډیموکرات ګوند، زرغون ګوند او ډیموکرات خپلواک ګوند (اېف ډي پي) پر دې غور کوي چې کله حکومت جوړ کړي جدي ګامونه واخلي، خو تر اوسه دا څرګنده نه‌ده چې دوی به څه کوي.


ټاکل شوې ده چې هغې لایحې لپاره رایې واچول شي چې «درې جي» رول ورته ویل کېږي او هر څوک چې له عامه ترانسپورټ څخه کار اخلي باید د 'کووېډ-۱۹' منفي ټسټ ورسره وي یا یې واکسین کړی وي، همداراز د کار په ځای کې یا د واکسین پاڼه ورسره وي یا د 'کووېډ-۱۹' منفي ټسټ.


د جرمني پارلمان به دې لایحې ته رایې ورکړي چې مخکې تر دې په قانون بدله شي چې په جرمني کې بېړنی حالت چې د نومبر په ۲۵مه ختمېږي، نافذ شي. 


د دې عام قانون ترڅنګ د نوي قانون له مخې به د جرمني په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې شي. 


په دې اړه هم په جرمني کې خبرې روانې دي چې پر هغو کسانو بندیزونه ډېر شي چې واکسین شوي نه‌دي، د زرغون ګوند مشر ویلي دي چې پر هغو کسانو دې یو مخ بندیز ولګول شي چې واکسین شوي نه‌وي.




په جرمني کې د واکسین شویو کسانو شمېر ۶۷ فیصدو ته رسېږي. 


په یوه میاشت کې به په ایټالیا کې هم د کار په ځای کې واکسین حتمي شي او استریا لومړی اروپایي هېواد دی چې پر هغو کسانو یې بندیز لګولی دی چې واکسین شوي نه‌وي. 


په ورته وخت کې فرانسې د ماسک اغوستل اجباري کړي او له بهرنیو هېوادونو یې د خلکو ورتګ سخته کړی دی، هالنډ د ژمي په لومړیو کې د محدودیتونو د لګولو اعلان کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *