د کابل ښار د منډوي په بازار کې اور لګېدلی
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل چې په اور لګېدنه کې څلور دکانونه سوځېدلي دي.
د خوستي په وینا، د اور وژنې ډلې سیمې ته رسېدلي او اور یې کابو کړی دی.
ښاغلي خوستي د اور لګېدنې له امله د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات ورنهکړل او ویېویل چې په اړهیې پلټنې روانې دي.
د کابل منډوي د افغانستان په کچه د سوداګریزو او خوراکي توکو تر ټولو لوی بازار دی.