Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې یو‌ شمېر افغان هزاره‌ګانو د طالبانو حکومت ملاتړ اعلان کړ

په داسې حال کې چې اکثره افغان هزاره‌ګانو په وار وار پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې او وروسته د خپل ژوند د امنیت په اړه اندېښنې ښودلي، خو یو شمېر شیعه هزاره‌ګانو نن په کابل کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ سره راغونډ شوي وو.


دا غونډه چې د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۰۴» د کابل په دشت برچي سیمه کې چېرې چې ډېری هزاره وګړي ژوند کوي جوړه شوې وه، د پوهنتون استاد جعفر مهدوي چې ځان د هزاره‌ګانو یو استازی بولي وویل چې دوی د طالبانو له راتګ هرکلی کوي او ورته خوښ دي.


جعفر مهدوي وایي د تېر حکومت نه تر اوسه دغه قوم له محرومیتونو سره مخ و او ګڼې قربانۍ یې ورکړې دي.


ښاغلی مهدوي زیاتوي: "هزاره خلک تل د تاریخ په لړ کې د افغانستان د محروم قوم په توګه د تعبیض او بې‌عدالتیو قرباني وو او له زیاتو مصیبتونو سره مخ شوي دي، له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا په دولتي او حکومتي جوړښت کې یې یوازې یوه سلنې ته کچه ور رسېده."




په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد هم ګډون کړی و.


ښاغلي مجاهد د ناستې ګډونوالو ته وویل که قومي مشران او خلک خپل ملي یووالی وساتي، د هېواد اوسنۍ اکثره ستونزې به حل شي.


ښاغلي مجاهد په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې جګړه ختمه شوې او له دې وروسته به طالبان د هېواد د رغولو په برخه کې کار کوي.


د طالبانو د حکومت دغه چارواکي خلکو ته ډاډ ورکړ چې تر شپږو میاشتو به د ټولو سترو ملي پروژو په پلي کولو سره د هېواد اقتصاد په پښو ودروي.


ښاغلی مجاهد وايي: "د افغانستان اسلامي امارت له خلکو غواړي چې له موږ سره دې حوصله وکړي، ژمنه کوم اوس چې د امریکا د اشغال پر وړاندې زموږ ستر جهاد پای ته رسېدلی له دې وروسته د خپل هېواد د جوړولو جهاد به پیلوو."




یو شمېر هزاره‌ګانو داسې مهال له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړ چې ځیني عام هزاره‌ګان وایي لا یې هم وېرې پر ځای دي او د ژوند د خوندیتوب په اړه خورا اندېښنه لري.


له دې ډلې د کابل ښار اوسېدونکي حسین رحیمي او محمد اصف لعلي تازه روېټرز خبري اژانس ته ویلي: "دا طبیعي خبره ده چې لا هم وېره شته، زه خپله هم وېرېږم او کورنۍ مې هم کله چې جومات ته ځو لومړی مو خپله کلمه وایو، ځکه کور ته د بېرته راګرځېدو هیله مو نه‌وي."


"په هر لحاظ ډارېږو ان دا چې ډېر کله زه له کوڅو بهر ځم سړکونو نه‌وېرېږم، تل هڅه کوم چې فرعي لارو نه تېر او بېر شم ځکه هره شېبه دا وېره راسره وي چې په کوم سړک کې انتحاري ونه‌شي."


دا خلک داسې مهال د خپل امنیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې په وروستیو کې په دې افغان توکمو بمي حملې زیاتې شوې دي.




په کندز ، کندهار او څو نورو ولایتونو کې د شیعه‌ګانو پر جوماتونو خونړۍ حملې چې مسؤلیت‌يې داعش وسله‌والې ډلې ومانه د یادولو وړ دي.


د تېر جمهوري حکومت د چارواکو نیوکې تل دا وې چې طالبانو په جګړو او نا امنیو نورو ترهګرو ډلو ته د حملو زمینه برابره کړې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *