Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2021

Новости за 25.11.2021

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب کمېټه: د شتمنیو کنګل کېدل میلیونونه عام افغانان اغېزمن کړي

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د شتمنیو د کنګل کېدو هدف د هغو چارواکو مجازاتول وو چې پر قدرت دي، خو د دې پرځای یې په افغانستان کې په میلیونونو افغانان چې د بقا لپاره اساسي خدماتو ته اړتیا لري، اغېزمن کړي دي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا خبره د دې ادارې د عملیاتي چارو مشر، ډامنیک سټیلهارټ افغانستان ته تر سفر وروسته کړې ده. د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغانستان نهه نیم میلیارده ډالره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني: اروپايي ټولنه دې پر روسیې بندیزونو ته چمتووالی ولري

د جرمني صدراعظمه وايي، که د اوکراین یا هم د بېلاروس او پولنډ پر پوله وضعیت لا کړکېچن شي، اروپايي ټولنه دې پر روسیې بندیزونو ته چمتووالی ولري. انګېلا مېرکل چې کاري دوره یې په ختمېدو ده، پرون پنجشنبه(د لېندۍ ۴مه) دا څرګندونې وکړې. اروپايي او امریکايي چارواکو پر مسکو تور لګولی چې د بېلاروس د هغه کمپاین ملاتړ یې کړی چې د اروپايي ټولنې پر سرحد د پناه غوښتونکو په دېره کولو سره 'څو اړخیز' بحران ته لمن وهي. دغو چارواکو په عین حال کې د اوکراین په ختیځ کې د روسي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو په اړه هم خبرداری ورکړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې ماشومانو ته د فایزر-بایوانټیک واکسین ورکول تصویب کړل

د اروپايي ټولنې د درملو د تنظیم ادارې پرون پنجشنبه (د لېندۍ ۴مه) هغو ماشومانو ته چې له ۵ تر ۱۱ کلونو عمرونه لري د فایزر-بایوانټیک واکسین ورکول تصویب کړل. له دې سره وړو ماشومانو ته هم زمینه برابره شوه چې د کرونا ضد واکسینونه ولګوي. په اروپا کې په وروستیو کې د نړۍ تر بل هر وخت د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوې دي. ماشومانو ته به هغه واکسینونه چې د ډوز اندازه یې کمه ده، د ډسمبر پر شلمه برابر شي. تردې مخکې له ۱۲ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې ماشومانو ته د کرونا ضد واکسین لګول تصویب شوي وو.

Pa.azadiradio.com 

افغان ژباړونکو ته د ویزې پر نه‌ورکولو د اسټرالیا پارلمان ځینو غړو نیوکې

د اسټرالیا د پارلمان ځینو غړو په خپل حکومت تُندې نیوکې کړي چې د اسټرالیايي ځواکونو افغان ژباړونکو ته‌یې ویزې نه‌دي ورکړي.  د اسټرالیا د پارلمان غړي جولیان هیل نن د پارلمان یوې غونډې ته په دې تړاو وویل: "موږ سخت حیرانه شوو (شاک شوو) چې پوه شو ان له دې درې زره ژمنه شویو ویزو لبرال حکومت هېڅ یوه هم نه‌ده پروسس کړې." ښاغلي جولیان وویل چې د حکومت دې بې‌غورۍ ټول په تېره افغان اسټرالیایان او د اسټرالیايي ځواکونو افغان همکاران او ژباړونکي خواشیني کړي دي. د اسټرالیا حکومت تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې یو‌ شمېر افغان هزاره‌ګانو د طالبانو حکومت ملاتړ اعلان کړ

په داسې حال کې چې اکثره افغان هزاره‌ګانو په وار وار پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې او وروسته د خپل ژوند د امنیت په اړه اندېښنې ښودلي، خو یو شمېر شیعه هزاره‌ګانو نن په کابل کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ سره راغونډ شوي وو. دا غونډه چې د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۰۴» د کابل په دشت برچي سیمه کې چېرې چې ډېری هزاره وګړي ژوند کوي جوړه شوې وه، د پوهنتون استاد جعفر مهدوي چې ځان د هزاره‌ګانو یو استازی بولي وویل چې دوی د طالبانو له راتګ هرکلی کوي او ورته خوښ دي. جعفر مهدوي وایي د تېر حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې چاودنه وشوه

نن مازدیګر شااوخوا ۴:۳۰ بجې په کابل ښار کې چاودنه وشوه. د طالبانو د ویاند مرستیال احمدلله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د کابل په کارتې پروان سیمه کې په یوه موټر کې د مقناطیسي ماین له امله شوې ده. د ښاغلي وثیق په خبره په دې چاودنه کې چاته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.  بل‌خوا د سې شنبې په ورځ هم د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې یوه رېنجر موټر کې زوروره چاودنه وشوه چې له امله‌یې دوه طالبان او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

تخار کې د هاوان سرګلولې چاودنې ۴ ماشومان ووژل او یو بل ټپي دی

په تخار کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله ۴ ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی. د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس انصارالله انصار نن ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه مازیګر مهال تالقان ښار اړوند د ګولايي باغ په سیمه کې شوې. ښاغلی انصار زیاتوي: "نن د تالقانو ښار ګولايي باغ کې یوه ناچاوده سرګلوله په ماشومانو باندې چې لوبې یې ورسره کولې چاودلې ده. څلور تنه دا ماشومان شهیدان شوي او یو یې ټپي دی."   ښاغلي انصار د وژل شویو ماشومانو عمرونه د اووه او ۱۰ کلونو ترمنځ یاد کړل.

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې نړیواله کمېټه: ۳،۱ ملیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ شدید ګواښ سره مخ دي

د ژغورنې نړیواله کمېټه (IRC) وایي چې ۳،۱ ملیون ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له شدید ګواښ سره مخ دي. د دغې کمېټې مشر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "نږدې ټول هغه افغانان چې په دې وروستیو اوونیو کې د «IRC» کلینیکونو ته ځي، هغه ښځې دي چې خپل خوارځواکه ماشومان د بېړنیو روغتیایي پالنو لپاره راوړي". دغې کمېټې د نړیوالو مرستو ځنډول، د افغانستان د زېرمو کنګلول او د کورنیو بې‌ځایه شویو د کچې زیاتېدل د دغه هېواد د اقتصادي کړکېچ لاملونه بولي او خبرداری ورکوي چې که بېړني اقدامات ونه‌شي په دغه هېواد کې به انساني ناورین رامنځته شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې یو شمېر مېرمنو د یو لاریون پر مهال د کار او زده‌کړو غوښتنه وکړه

د نومبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ، خو په دې ورځ په کابل کې یوه ډله مېرمنې راوتلي او د له طالبانو د کار او زده‌کړو د حق غوښتنه کوي. د دغه مېرمنو شمېر چې نږدې ۲۰ تنو ته رسېدې او ټولې يې د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې وې، وايي په تېرو ۲۰ کلونو کې يې مبارزه کړې او د خپلو اولادونو د نفقې ګټونکې وې. دوی ویل پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته‌يې د زده‌کړو او کار پر حقونو محدودیتونه لګېدلي دي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته پام وکړي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان کې د ګورونانک کلیزه ولمانځل شوه

د پاکستان په کرتار پور کې د سيکانو د مذهبي پېشوا بابا ګورونانک د زېږون۵۵۲ مه کلیزه ولمانځل شوه. په دې کليزه کې د ګډون لپاره زرګونه سېکان له هنده پاکستان ته ورغلي وو چې د پاکستانيانو په رويه ډېر خوشاله وو.پر دې اړه د اې اېف پي خبري اژانس راپور اسرار عالم مومند پېښتو کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

سیمه ییز کارکوونکي: روغو خلکو ته د نشه يي توکو پوهاوی، ټولنه له نشو ساتي

په جوزجان ولایت کې د معتادینو د درملنې پنځوس بستريز روغتون ساحوي کار کوونکي سهار وختي په هغو معتادینو پسې راوځي چې په سړه هوا کې د واټونو پر غاړه پراته وي او له کړاوونو ډکه شپه يې سبا کړې وي.   ډېری معتادینو ته له لومړیو وختونو څخه بيا تر اوسه پورې د نشې پرېښودو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي او کورنیو يې هم د درملنې په برخه کې خپل مسووليت پوره نه دی ادا کړی.   د جوزجان ولايت د معتادینو د درملنې پنځوس بستريز روغتون يو ټولنيز کار کوونکی عزت الله مايار وايي، دوی له همدې امله هم معتادینو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه: سایبریا کې چاودنې یو تن وژلی او ۴۳ تنه یې ژوبل کړي

روسي چارواکي وايي، د سایبریا په کمروو سیمه کې د ډبرو سکرو یوه کان ته څېرمه یوې چاودنې لږ تر لږه یو کس وژلی او لږ تر لږه ۴۳ نور یې ټپیان کړي دي.  د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت نن (د نومبر په ۲۵ مه) وویل چې د نورو ۴۹ کان کیندونکو برخلیک لاهم معلوم نه دی، ځکه چې د کوزباس په سیمه کې له کانه په سلګونو کسان ایستل شوي دي.  ځايي ژغورونکو ډلو د پنځو تنو روغتیايي حالت نازک بللی دی.   SDS-Ugol چې د روسیې د ډبرو سکرو یو له سترو شرکتونو څخه دی، ویلي چې لږ تر لږه ۲۸۷ کسان سهار وختي په کان کې دننه وو.  ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان وکیلانو اتحادیې د ثاقب نثار د مبینه غږیزې پیتې پلټنه غوښتې

د سپريم کورټ بار لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نومبر پر ۲۴مه (پرون) د دوی په غونډه کې غوښتنه وشوه چې په دې وروستيو کې د خپرې شوې غږيزې پیتې (رېکارډنګ) پلټنې دې وشي چې دارنګ په عدليه د ولس اعتماد بحال شي.

Pa.azadiradio.com 

نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ ده

نن د نوومبر پنځه ویشتمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ ده.  د دې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما ویلي چې دا هېواد د نړۍ په کچه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري.  یوناما په دې تړاو اعلامیه کې زیاته کړې چې په هرو لسو افغان مېرمنو کې نهه يې د خپل نږدې شخص له خوا له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.  د یوناما مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبرا لاینز له قوله لیکل شوي: "د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، موږ باید... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ټېکسونو او بجلۍ نرخ کمولو لپاره د ټول پاکستان پټرول پمپونو اتحادیې هړتال

له نومبر ۲۵مې څخه په ټول پاکستان کې د پټرول پمپونو د مالکانو اتحادیې د هړتال اعلان کړی دی. په خیبر پښتونخوا کې د پیټرول پمپ اسوسییېشن جنرل سیکټري ګل نواز اپرېدي د نومبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل دا هړتال به تر هغې جاري وي چې حکومت ورته ټېکسونه او د بجلۍ نرخونه کم کړي نه وي.نور حال په دې ویډیو کې.

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې کمېټه: افغانستان کې څه باندې۳ میلیونه ماشومان خوارځواکه دي 

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې  درې میلیونه او یو لک ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.  دې کمیټې په یوه بیان کې ویلي: "تقریباً ټول هغه افغانان چې په وروستیو اونیو کې د IRC کلینیکونو ته راغلي ښځې دي چې خپل خوارځواکي ماشومان یې عاجلې څانګې ته وړي دي."  دغې کمېټې د نړیوالو مرستو بندېدل، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او د کورنیو بې‌ځایه شویو ډېرېدل د دغه هېواد د کړکېچ لوی لاملونه وبلل او خبرداری یې ورکړ چې که ژر تر ژره اقدام ونه‌شي، په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي.  ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: پر سي فارم جرمني کمپنۍ د بنګو د بوټو د پلور موافقه شوې

د طالبانو حکومت وايي، پر سي فارم C-Pharm  اسټرالیايي کمپنۍ نه بلکې C-Pharm جرمني کمپنۍ باندې د بنګو د بوټو د پلور موافقه شوې.  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي دا سپیناوی نن په خپل ټوېتر وروسته له هغه ورکړ چې سي فارم په نوم یوې اسټرالیايي کمپنۍ رد کړه چې دوی دې له طالبانو سره د چرسو د کاروبار کومه موافقه کړې وي. سعید خوستي زیاته کړې چې سي فارم جرمني کمپنۍ په افغانستان کې د چرسو بوټي کري او چرسو ته تر رسېدو مخکې یې باسي. مخکې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې تمه ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بزګران وايي تاریاک زېرمه کوي ځکه بیه یې لوړه شوې ده

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم، د نورو قوانينو په څېر له نشه يي موادو سره د مبارزې قانون هم ځنډېدلی او د طالبانو حکومت هم د کوکنارو د کښت په اړه هېڅ حکم او اعلاميه نه ده ورکړې.    که څه هم بزګران اندېښنه لري چې کېدای شي د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړي، خو تر اوسه د طالبانو حکومت د کوکنارو د نه کرلو په اړه هېڅ رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې. نصرالله چې په کندهار کې د تارياکو کاروبار کوي وايي، خلکو د کوکنارو د کښت منع کولو او بازار کې د تارياکو د کمښت له وېرې تارياک زېرمه کړي دي او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یوې تاجرې افغانې سل ورځې " فکر کوم هیڅ یم"

فرشته موحد افغان تاجره ده چې د طالبانو د واکمنۍ په سل ورځو کې یې خپل تجارت په بشپړه توګه له لاسه ورکړی. هغې د یو لوژیستکي شرکت او د جامو د ډیزاین او پلور د یو بنسټ سربېره د انځورګرۍ یو مرکز هم درلود چې لسګونه ښځو په کې کار کوه. په دې راپور کې فرشته موحد د طالبانو تر واک لاندې د خپل سل ورځني ژوند په اړه وايي

Pa.azadiradio.com 

یوناما: په لسو افغان مېرمنو کې ۹ يې له تاوتریخوالي سره مخ دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما وايي چې دې هېواد کې د ښځو د کارکولو پر حق او د تګ راتګ پر ازادیو د محدودیتونو له امله تاوتریخوالی زیات شوی دی. په اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې خدماتو ته اړتیا ډېره شوې، د تاوتریخوالي قربانیانو لپاره اړینو خدماتو ته لاس رسی خورا اغېزمن شوی دی. د یوناما په اعلامیه کې افغانستان  د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړې کچې هېواد یاد شوی او په کې راغلي دي چې په هرو لسو افغان مېرمنو کې نهه يې د خپل نږدې شخص له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې غنم او درمل افغانستان ته ولېږدوي

پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې له افغانستان سره مرسته شوی ۵۰ زره ټنه غنم او درمل د دغه هیواد د واګې بندر له لارې افغانستان ته انتقال کړي.   د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي د واګې بندر له لارې د دغو مرستو د انتقال جواز تېره ورځ د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د هند شارژدافیر ته وسپارل شو.   د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد دغه پرېکړه د "بشر دوستانه استثنایي اقدام" په توګه یاده کړې، ځکه وړاندې له دې پر هندي سوداګریزو توکو بار هېڅ لارۍ له واګې بندر څخه د تیرېدو اجازه نه درلوده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ خونه: د افغانستان د صادراتو کچه ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په روان میلادي کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۹۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.   د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند نن ازادي راډیو ته وویل، تېرکال افغانستان ۷۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو سږکال دا کچه ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې او تر ټولو ډېر صادرات په تېرو درېیو میاشتو کې شوي دي.   ښاغلي مهمند د سپین بولدک د لارې بندیدو خبره ردوي او وایي چې د سپین بولدک سربېره اوس د تورخم، ډڼډپټان، غلام خان او نورو بندرونو له لارې هم د صادراتو په وړاندې کوم خنډ نشته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې پولیسو د وژل شوي افغان اجمل اماني ویډیو خپره کړه

په امریکا کې پولیسو د هغې پېښې ویډیو خپره کړې چې یو پولیس افسر په هغه کس باندې ډزې کوي چې یوه اوږده چاړه یې په لاس کې ده.  دا ویډیو د نوومبر د نولسمې پېښې ده چې د سان فرانسېسکو په یوه سیمه کې ثبت شوې.  د سان فرانسېسکو د پولیسو مشر بېل سکاټ ویلي چې وژل شوی کس ۴۱ کلن افغان اجمل اماني و چې په خېټه او پښه په مرمیو لګېدلی او په روغتون کې یې ساه ورکړې.  هغه د پولیسو له خوا په دې پېښه کې د زور د کارولو له امله د اجمل اماني له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *