Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې یو شمېر مېرمنو د یو لاریون پر مهال د کار او زده‌کړو غوښتنه وکړه

د نومبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ، خو په دې ورځ په کابل کې یوه ډله مېرمنې راوتلي او د له طالبانو د کار او زده‌کړو د حق غوښتنه کوي.


د دغه مېرمنو شمېر چې نږدې ۲۰ تنو ته رسېدې او ټولې يې د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې وې، وايي په تېرو ۲۰ کلونو کې يې مبارزه کړې او د خپلو اولادونو د نفقې ګټونکې وې.


دوی ویل پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته‌يې د زده‌کړو او کار پر حقونو محدودیتونه لګېدلي دي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته پام وکړي. 


یوې اعتراض کوونکې چې نه‌يې غوښتل نوم‌يې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ یوازنۍ غوښتنه د کار او سیاسي مشارکت حق دی، موږ د ښځو چارو په وزارت کې ۲۰ کاله کار وکړ، د ښځو د حقونو لپاره مو مبارزه وکړه، اوس که طالبان د ښځو حقونه نه‌مني، نو نړیواله ټولنه دې موږ له افغانستانه وباسي ځکه موږ نه‌غواړو په داسې یو وضعیت کې ژوند وکړو."




یوه بله اعتراض کوونکې چې دا هم نه‌غواړي نوم‌يې واخیستل شي د اعتراض پر مهال وویل: "تاوتریخوالی بس دی، لطفاً ښځو ته د کار او زده‌کړو حق ورکړئ، موږ خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوو." 


دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغان مېرمنې دې نه‌هېروي.


یو له دغو معترضو مېرمنو زیاتوي: "نړیواله ټولنه باید افغان مېرمنې هېرې نه‌کړي، خو د خپل مساوي حق لپاره مبارزه کوو."


دا د زده‌کړو او د کار د حق لپاره د افغان مېرمنو لومړنی اعتراض نه‌دی، بلکې پر افغانستان د طالبانو له بشپړې واکمنۍ وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ښځو لاریونونه کړي چې ځینې يې ان د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي.


طالبانو تازه په دې اړه  څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې د اسلامي اصولو سره سم به د ښځو حقونه په پام کې ونیسي او د کار او زده‌کړو زمینه به ورته برابره کړي. 


تېره ورځ د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیس‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د جاپان له سفیر سره په کتنه کې د ټول‌شموله حکومت او په نظام کې د اړتیا په صورت کې د ښځو په ګډون ټینګار وکړ.




مولوي کبیر په دې ناسته کې دا هم وویل چې طالبان د ښځو د کار او زده‌کړو مخالف نه‌دي. 


خو تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې په دې هېواد کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *