Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

لیک: د بایډن اداره دې له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو لړۍ اوږد مهاله کړي

په داسې حال کې چې امریکا په تېرو درېيو میاشتو کې له افغانستانه د ۸۳ زره له خطر د مخ افغانانو د ایستلو خبره کوي، خو یو شمېر همدغه کسانو د امریکا لوړ پوړو چارواکو ته د وتلو د بهیر د اوږدېدو په تړاو لیک استولی.


نقیب الله صديقي له تېرو ۷ کلونو راهیسې له امریکايي پوځیانو سره کار کړی و.


هغه چې د 'اېس. ای. وي" لپاره په ټولو شرایطو برابر دي او اسنادونه یې هم ټول پروسس شوي، خو له افغانستانه د وتلو لپاره ناهیلی شوي.


نوموړی د خپلې کورنۍ د خوندي ساتلو لپاره اندېښنه لري او له امریکا غواړي چې له یاده یې ونه باسي: "د اېس اي وي پروسه چې موږ یې کیس نمبر هم لرو او د اپروول په تمه یو، خو دغه بهیر ډېر ضعیف پر مخ روان دی، دې پروسې ته باید سرعت ورکړل شي چون زموږ ژوند له خطر سره مخ دی ."


خو تازه په افغانستان کې ۲۸۶ هغه پخواني امریکايي پوځیان او افغانان چې د امریکایانو سره کار کړی او په امریکا کې د افغان کډوالو ځینو بنسټونو د یو لیک په وسیله د بایډن له ادارې غوښتي چې د خطر سره د مخ  افغانانو د ایستلو لړۍ اوږد مهاله کړي.


په دې کسانو کې ۱۶۸ یې پوځیان او ۷۷ ملکي کسان دي چې ځینو په فردي ډول او ځینو یې د یوه ګروپ په استازيتوب دغه لیک کې لاسلیکونه هم کړي.


په دې لیک کې د بایډن له ادارې غوښتل شوي چې د افغانانو د ایستلو د لړۍ تنظیم لپاره دې خپلې هڅې سل په سلو کړي.


په دې لیک کې وړاندیز شوی چې د ایستلو بهیر د تنظیم لپاره باید راتلونکي میاشتو او کلونو پورې یو کړنلاره جوړه شي.


دغه لیک د یو افغان انتفاعي بنسټ (افغان وک) چې د افغان کډوالو په برخه کې کار کوي، د امریکا ولسمشر جو بایډن، د پارلمان مشرې ننسي پلوسي او یو شمېر نورو نفوذ لرونکو کسانو ته استول شوی.


دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې ورځې ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د سېپټمبر له لومړې نېټې تر دا مهاله ۴۷۰ امریکایان او ۴۱۷ هغه افغانان چې له خطر سره مخ و امریکا ته انتقال شوي دي: " شااوخوا ۸۳ زره افغانان امریکا ته راغلي،  څو خپل نوی ژوند پیل کړي، موږ په ګډه د بشري ستونزو ترڅنګ د امنیتي مسایلو په اړه تر سخت بحث او مبارزې  لپاره کار کوو."


له هغې وروسته چې د اګسټ په ۱۵ مه نېټه افغانستان د طالبانو له خوا ونیول شو، د امریکا له لوري په خپاره شوېو شمېرو کې یوازې په ۱۵ ورځو کې ۱۲۰ زره افغانانو افغانستان پرېښودلی دی.


د افغانانو د ایستلو لړۍ اوس هم روانه ده او ځینو هېوادونو د دې بهیر د اسانتیا لپاره ځيني شرطونه د هغه افغانانو لپاره چې دخطر سره مخ دی اسانه کړي هم دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *