Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2021

Новости за 02.12.2021

Mashaalradio.com 

اڅکزی: د بلوچستان ولس ته سیاست صمد خان اڅکزي ورپېژندلی

د ډېسېمبر پر دويمه نېټه د پښتنو د يو وتلي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلين په مناسبت په کوټه کې ولسي غونډه وشوه. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا وربلل شوې دغې غونډې ته د ګوند مشرانو د عبدالصمد خان اڅکزي پر ژوند او ملي مبارزې سربېره پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په اړه ویناوي کړي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل چې د بلوچستان ولس ته سیاست عبدالصمد خان اڅکزي ورپېژندلی. نور حال له د مشال راډیو خبریال صمد شبنم راکوي.

Pa.azadiradio.com 

فاریاب کې نن د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

په فاریاب ولایت کې د وزلوبې سیالۍ نن پنجشنبه (د لېندۍ ۱۱مه) پای ته ورسېدې. دغه سیالۍ چې د چهارشنبې په ورځ د میمنې ښار، قیصار، غورماچ او چهلګزي ولسوالیو د چاپندازانو ترمنځ پیل شوې وې، دوه ورځې یې دوام وکړ.   د بدني روزنې ریاست د نشراتو رییس داد محمد ناوک ازادي راډیو ته وویل، یادې سیالۍ د فاریاب ولایت د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل او ترسره شوې.

Mashaalradio.com 

د لیونیل مسي لپاره اووم طلايي توپ

د سرو زرو د اووم توپ په ترلاسه کولو لیونیل مسي یو ځل بیا د کال غوره فوټبالر شو. په دې جایزه کې د مسي نېږدې سیال د بایرن مونیخ لوبډلې پولنډی مهاجم رابرټ لیونډفسکي و. په نجونو کې بیا د بارسلونا د نجونو د فوټبال د ټیم ستورې الیکسیا پوتیاس د سرو زرو توپ ترلاسه کړ او په ځوانانو کې د بارسلونا له لوبډلې څخه پدری د طلايي توپ ګټونکی شو. نور حال په دې ویډیو کې.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې لسګونه ښځو د عدالت غوښتنې په پار اعتراضي ناسته وکړه 

نن په کابل کې لسګونه ښځو له یوه سرپټي ځایه د عدالت غوښتنې په پار اعتراضي ناسته وکړه.  دغو ښځو په یوه ویډیو کې چې ازادي راډيو ته یې استولې ویلي چې بهر د لاریون لپاره وتلی نه شي او ادعا کوي چې د طالبانو له خوا په مرګ ګواښل شوې دي: "موږ په مرګ ګواښل شوي یو. موږ واټونو ته نه شو وتلی یعنې خپل غږ بهر نه شو پورته کولی. مجبوره یو چې د عدالت غوښتنې غږ له سرپټو ځایونو پورته کړو او له نړیوالې ټولنې وغواړو چې زموږ پیغامونه ولولي. موږ څه غواړو همدا چې ښوونځي باید پرانیستل شي او ښځې د زده کړو او کار حق لري."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د مېرمنو اعتراض: طالبان دې زموږ پر وړاندې محدودیتونه لېرې کړي

یو شمېر مېرمنې چې د خپلو کورنو مسولیت ور ترغاړې دی او د طالبانو له راتک سره یې خپلې دندې له لاسه ورکړي اوس د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري. دغو مېرمنو په کابل کې د یو اعتراض په ترڅ کې د ځان پر وړاندې د محدودیتونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه. ۲۸ کلنه بصیره چې له دې وړاندې یې د ښار جوړونې په وزارت کې دنده درلوده او د خپلې ۷ کسیزه کورنۍ مشره کوي اوس د بې دندۍ له امله د ژوند سخت حالات تیروي او ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی. هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: "اوس د خپل ژوند په سختو شرایطو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د فوټبال لیګ د ب ګروپ لوبډلو دوه لوبې وشوې

په کابل کې د فوټبال لیګ د ب ګروپ لوبډلو ترمنځ  نن دوه لوبې ترسره شوې. د بدني روزنې ریاست د نشراتو رییس داد محمد ناوک ازادي راډیو ته وویل، د فوټبال د ب ګروپ د لوبډلو ترمنځ د لوبو په دوام نن چهارشنبه د مخابراتو لوبډلې له افغان ایلیټ سره د لوبې ډګر ته لاړه او لوبه ۳ د صفر پر وړاندې د مخابراتو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده. دوهمه لوبه د چهاراسیاب او توحید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په دې لوبه کې چهار اسیاب وکړای شول یو د صفر پر وړاندې توحید لوبډلې ته ماتې ورکړي.   ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان کې د اليکټرانکي مشينانو کارولو پرسر د حکومت او انتخاباتي کمیشن ناندرۍ

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير په لومړي ځل د دې هېواد انتخاباتي کميشن له خوا په ټاکنو کې د اليکټرانکي مشين د استعمال په اړه د درې تخنيکي کميټيانو د جوړولو ګام ستايلی دی. د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت او انتخاباتي کميشن ترمنځ له شاوخوا یو کال راهيسې په ټاکنو کې د رايې اچونې لپاره د اليکټرانکي مشينانو د استعمال پر سر اختلافات دي. حکومت د نومبر پر ۱۷مه نېټه د پارلمان په ګډه غونډه کې د ۲۰۱۷ز کال انتخابي اصلاحاتو قانون کې په ترميم کولو سره په راتلونکو ټاکنو کې د اليکټرانکي مشينانو د کارولو قانون منظور کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'IRC' موسسې لوګر کې له بزګرو سره نغدي مرستې کوي

د 'IRC' موسسې په لوګر ولایت کې پر بزګرو څه باندې لس میلیونه افغانۍ د نغدي وېش لړۍ پیلوي. د کرنې وزارت ویاند مستعین عمري ازادي راډیو ته وویل، دغه لړۍ د لوګر ولایت د کرنې ریاست په مرسته پیل شوی او په ترڅ کې به یې هر بزګر ته ۱۷ زره او ۵۸۰ افغانۍ ورکړل شي. د دغو مرستو هدف په لوګر ولایت کې د کرنې وده بلل شوی. د لوګر ولایت اکثریت اوسیدونکی په کرنه بوخت دي او هرکال مڼې، انګور، زردالو، شفتالو، غنم، جوار او لسګونه نور کرنیز توکي نورو ولایتونو ته لېږي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي لپاره خوست ته یو پلاوی تللی

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د ځنګلونو د پرې کولو او بهر ته د هغو د قاچاق د څېړلو او مخنیوي لپاره یې یو پلاوی خوست ولایت ته لېږلی دی. د کرنې وزارت ویاند مستعین عمري ازادي راډیو ته وویل، دغه پلاوی د یاد وزارت د اوبو لګولو او طبیعي زېرمو معین په مشرۍ خوست ته تللی. ښاغلی عمری وایي: "ځنګلونه د افغانستان طبیعي شتمني ده او د طالبانو حکومت د دغې شتمني ساتلو ته ژمن دي، له همدې امله به ډېر ژر د ځنګلونو د غیرقانوني پرېکولو او بهرته د هغو د قاچاق مخنیوي طرحه جوړه او کابینې ته وړاندې شي." د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سور صلیب: وچکالۍ افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ کړی

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون خبرداری ورکوي چې سږکال افغانستان د وچکالۍ له امله له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی.   د دغه فدراسیون په یوه اعلامیه کې راغلي، چې همدا اوس څه ناڅه ۲۲ میلیونه افغانان د خوراکي موادو له جدي کموالي سره مخ دي، ځکه وچکالي ۸۰ سلنه کرنېزې ځمکې اغېزمنې کړي، خلک یې د خپلو سیمو پریښودو ته اړ کړي. د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون ویلي چې دوی هڅه کوي په روان ژمي کې درې زره ټنه خوراکي توکي په دوه لکه او لس زره اړمنو افغانانو وویشي. په اعلامیه کې د دغه فدراسیون... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د باربډوز هیواد نوې جمهوریه جوړه شوه

د نومبر پر ۳۰مه نېټه له نېږدې ۴۰۰ کلني نیواکه پس کېرېبیين هېواد باربډوز یوه نوې جمهوريه اعلان شوه او له دې سره هلته د برېتانیا استعماري کنټرول هم پای ته ورسېد. د رويټرز خبري اژانس راپور اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د هند اسام ایالت کې یوه رېلګاډي دوه فیلان وژلي دي

د هند په اسام ایالت کې یوه رېلګاډي دوه فیلان وهلي او مړه کړي یې دي.  د هندي رسنیو د راپور له مخې دا فیلان پرون د مورېګاوو په سیمه کې له ځنګله نه د خوړو په لټه بهر وتلي و چې د یوه ریل سره ولګېدل او ځای پر ځای شول.  د اسام په ځنګلونو کې شااوخوا شپږ زره فیلان اوسي چې په وروستیو کلونو کې د خوړو په لټه هستوګنو او ښاري سیمو ته هم راوځي.  د هند د ځنګلاتو د ساتنې د ادارې د راپور له مخې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۰ پورې ۱۱۳ فیلان په طبیعي یا ټرافیکي پېښو کې مړه شوي.

Pa.azadiradio.com 

لیک: د بایډن اداره دې له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو لړۍ اوږد مهاله کړي

په داسې حال کې چې امریکا په تېرو درېيو میاشتو کې له افغانستانه د ۸۳ زره له خطر د مخ افغانانو د ایستلو خبره کوي، خو یو شمېر همدغه کسانو د امریکا لوړ پوړو چارواکو ته د وتلو د بهیر د اوږدېدو په تړاو لیک استولی. نقیب الله صديقي له تېرو ۷ کلونو راهیسې له امریکايي پوځیانو سره کار کړی و. هغه چې د 'اېس. ای. وي" لپاره په ټولو شرایطو برابر دي او اسنادونه یې هم ټول پروسس شوي، خو له افغانستانه د وتلو لپاره ناهیلی شوي. نوموړی د خپلې کورنۍ د خوندي ساتلو لپاره اندېښنه لري او له امریکا غواړي چې له یاده یې ونه باسي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د نړۍ ډېرو زیانمنونکو لپاره مرستې غوښتې

ملګرو ملتونو د نړۍ له ډېرو زیانمنونکو سره د مرستې لپاره د ۴۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.   د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د راتلونکو اړتیاوو په کلني سند کې چې نن یې خپور کړی ویلي، دا ۴۱ میلیارد ډالره د ۲۰۲۲ میلادي کال په مخه په شااوخوا ۶۳ هېوادونو کې ۱۸۳ میلیونو سختو اړمنو او زیانمنونکو کسانو ته د ژوند ژغورونکو لاسنیویو لپاره اړینې دي.   ملګري ملتونه معمولاً د خپلو مرستندویه پروګرامونو لپاره د نړۍ له بډایه هېوادونو او تمویلونکو خیریه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.   د اوچا په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د عبدالصمد خان اڅکزي ژوند او مبارزه

نن (ډېسېمبر دويمه) د پښتنو د يو وتلي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۸م تلين دی. نوموړي د پاکستان له جوړېدو مخکې او بيا وروسته د پښتنو په ملي او سياسي مبارزه کې ځانګړې رول لوبولی و. هغه په بېلا بېلو وختونو کې د سرکار لخوا شاوخوا ۳۰ کاله په زندان کې هم تير کړي ول او خپلې زياتره زده کړې يې هم هلته کړې وې. عبدالصمد خان اڅکزي پر دې سربېره د پښتو ادب او صحافت په ډګر کې هم فعاله رول لوبولی او يوشمېر کتابونه يې ليکلي او ژباړلي دي. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي کلونه مخکې د نوموړي پر ژوند او مبارزه راپور جوړ کړی چې تاسو ته يې يو ځل بيا وړاندې کوو.

Mashaalradio.com 

هاشم بابر: غني خان راته د مايوسي خليفه لقب راکړی وو

د مشال مرکه کې مو د قامي وطن ګوند يو مشر سياستوال هاشم بابر مېلمه دی. هاشم بابر په ۲۰۰۵ز کال کې عملي سياست له عوامي نيشنل پارټۍ سره پیل کړی وو خو وروسته قامي وطن ګوند کې شامل شو. نوموړی شاعر هم دی او د شاعري څلورې مجموعي يې چاپ شوي. نوموړی ته دا اعزاز ترلاسه دی چې د شاعري لومړي کتاب سريزه د پښتو وتلي شاعر غني خان ليکلي وه. هاشم بابر وايي، غني خان ورته د مايوسي خليفه لقب ورکړي وو. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.

Mashaalradio.com 

دوستین خان: ګوادر بندر يو له مهمو پروژو دی

په مشال مرکه کې د بلوچستان ځنګلاتو محکمې سېکرېټري دوستين خان جمالديني مېلمه دی. نوموړی د ګوادر پورټ اتارټي مشر هم پاتې شوی وو. جمالديني له بلغاريه او اسټراليا لوړې زده کړې کړی. نوموړی وايي، ګوادر پورټ يو له مهمو پروژو دی او دا به بلوچستان په ګډون د ټول هېواد لپاره ډېره ګټه ور وي. ده وويل چې په بلوچستان کې په درې فيصده رقبه ځنګلونه دي او د بوټو لګولو لپاره اوږد مهاله سټراتيجي لري. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د ټېنس ټولنې په چین کې خپل ټول ټورنمنټونه وځنډول

د ښځو د ټېنس ټولنه وايي چې په چین کې یې خپل ټول ټورنمنټونه وځنډول. په هغه اعلامیه کې چې د ښځو د ټېنس ټولنې له‌خوا خپره شوې راغلي، دغه ټولنه د چین د ټېنس ستوری پنګ شوای له‌خوا د دغه هېواد د کمونېست ګوند پر یوه مخکښ غړي د جنسي ځورونې د تورونو پر وړاندې د بیجنګ د چوپ پاتې کېدو له امله، په چین او هانک کانګ کې خپل ټول ټورنمنټونه ځنډوي. د چین د ټېنس ستوری اغلې پنګ شوای د نومبر میاشتې په ۲مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې درې کاله وړاندې د کمونېست ګوند یوه مخکښ غړي او د چین د صدراعظم مرستیال له هغې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

جسټس اطهر من الله: د ورکو کسانو زمه واري پر وزیر اعظم او د هغه پر کابینه راځي

په پاکستان کې د لادرکه کسانو لپاره کارکونکي مبارزین تور پورې کوي چې د دې هېواد د پوځ استخباراتي ادازو دا خلک لادرکه کړي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېداشي دا کسان د بلوڅ بېلتون پاله ډلو سره ملکري شوي وي او د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي وي او یا افغانستان ته اووښتي وي

Pa.azadiradio.com 

بلېنکن: ناټو افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو سره په مبارزې تمرکز لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي د ناټو متحدین په افغانستان کې د داعش خراسان په شمول له ترهګرو ډلو سره په مبارزې باندې تمرکز لري. انتوني بلېنکن دا خبره پرون د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته کړې ده. بلېنکن ویلي: "په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت له ختمېدو درې میاشتې وروسته متحدین د داعش خراسان په شمول له ترهګرۍ سره په مبارزې باندې متمرکزه دي او موږ هڅه کوو چې د ناټو لپاره یوه نوې ستراتېژيکه تګلاره برابره کړو څو ډاډمنه شي چې متحدین په یوه بدلېدونکې نړۍ کې نویو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځیني دولتي کارکوونکي: طالبانو د ۳ میاشتو د معاشونو د ورکولو ژمنه نه‌ده عملي کړې

که څه هم د طالبانو حکومت نږدې ۱۰ ورځې وړاندې ویلي و چې ژر به دولتي کارکونکو ته د درېیو میاشتو سنبلې، میزان او عقرب معاشونه يوځای ورکوي، خو يو شمېر دولتي کارکوونکي وایي لا يې هم خپل معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي.  دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، ورځ تر بلې يې له اقتصادي اړخه ژوند له ستونزو سره مخ کېږي.  د دولت يو کارکوونکی چې د موضوع د حساسيت له امله نه‌غواړي نوم‌يې واخيستل شي د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱۱» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل له اقتصادي اړخه‌یې ژوند ورځ تر بلې سختېږي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې په لومړي ځل د کوترو ښکلا سیالي

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د يو خاص قسم کوترو د ښکلا سيالۍ وشوې چې پکې برګۍ کوترې لومړۍ مقام واخیست. پر دې اړه د اې پي خبري اژانس راپور اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *