Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ځیني دولتي کارکوونکي: طالبانو د ۳ میاشتو د معاشونو د ورکولو ژمنه نه‌ده عملي کړې

که څه هم د طالبانو حکومت نږدې ۱۰ ورځې وړاندې ویلي و چې ژر به دولتي کارکونکو ته د درېیو میاشتو سنبلې، میزان او عقرب معاشونه يوځای ورکوي، خو يو شمېر دولتي کارکوونکي وایي لا يې هم خپل معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي. 


دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، ورځ تر بلې يې له اقتصادي اړخه ژوند له ستونزو سره مخ کېږي. 


د دولت يو کارکوونکی چې د موضوع د حساسيت له امله نه‌غواړي نوم‌يې واخيستل شي د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱۱» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل له اقتصادي اړخه‌یې ژوند ورځ تر بلې سختېږي.


دی وایي: "درې مياشتې کېږي چې معاشونه مو نه‌دي اخيستي، په کور کې له سختو ستونزو سره مخ يو، د کور کرايه مو نه‌ده ورکړې، د کور خاوند هره ورځ راروان يي چې کرايه راکړه، له موږ لاره ورکه ده چې څه وکړو."


د دولت بل کارکوونکی چې د ښوونکي دنده پر مخ وړي وایي، طالبانو يوازې ژمنه وکړه، خو عملي بڼه نه‌لري.




دی وایي: "طالبانو چې د درېيو مياشتو د معاشونو د ورکړې خبره کړې وه، تر اوسه‌يې نه‌دي اجرا کړي، يوازې د اسد مياشتې معاش چې د تېر حکومت نه پاتې و هغه‌يې يو مياشت مخکې راکړ او د درېيو مياشتو معاشونه‌يې نه‌دي راکړي. "


دغه دولتي کارکوونکي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د سياسي بدلون وروسته ډېر افغانان د خپل د ژوند شپې او ورځې په سختۍ سره تېروي.


بې‌کاري، فقر، د اړتیا وړ خوړو ته نه‌لاسرسی هغه ننګونې دي چې نړيوالو يې په اړه جدي اندېښنې ښودلي.


د خوړو نړيوال پروګرام څو ورځې مخکې وويل، که د ژمي په راتګ سره د بشري مرستو لړۍ په افغانستان کې چټکه نه‌شي شااوخوا ۲۲ ملیونه افغانان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.


د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون هم تازه پنجشنبه خبرداری ورکړی چې سږ کال افغانستان د وچکالۍ له امله له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی او که کافي مرسته او رسېدنه ونه‌شي هېواد به له بشري ناورين سره مخ شي.


خو د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح‌الله مجاهد که څه هم کره نېټه نه‌ښيي، خو وايي د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه به په نږدې وخت کې ورکړل شي.


هغه ازادي راډيو ته وويل: "دا موضوع بېخي نهايي ده، صرف دومره چې له ماليې وزارت به معاشونه بانکونو ته انتقالېږي او بيا ټولو دولتي کارکوونکو ته ورکول کېږي. په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه‌شته."




له نن شااوخوا څلور مياشتې وړاندې طالبان په افغانستان واکمن شول.


له دغې مودې راهیسې افغانان په ځانګړي ډول دولتي کارکوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول.


په دغه موده کې د دولت ډېری کارکوونکو خپل معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي او دا چې کله به‌یې ترلاسه کړي ښايي دغه پوښتنه د وخت په تېرېدو سره ځواب شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *