په پاکستان کې یو ښوونکی په عمري قید او ۳ سوه ډالره نغدي جریمې محکوم شو
ناوټن لال د ۲۰۱۹کال په سپټمبر کې وروسته له هغې توقیف شو چې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوه چې په کې یو محصل دغه هندو استاد تورنوي چې د اسلام د پیغمبر ضد یې مقدساتو ته سپکاوی کړی دی.
د ناوتن لال یوه خپل ازادي راډیو ته ویلي چې له دغه تور پرته په محکمه کې د هغه پرضد هېڅ یو شاهد نه و.
دغه محصل په دې ویډیو کې ویلي چې ده لیدلې چې لال مقدساتو ته سپکاوي کړي او له هغه وروسته چې دغه ویډیو خپره شوه یوه سیمه ییز ملا له پولیسو سره د هغه ضد دوسیه پرانیسته.
سیمه ییز هندو مدافع وکیل رامش کومار وویل، د محکمې دغه پریکړه به چې د اکثریت مسلمانانو تر فشار لاندې شوې، استیناف ته وړاندې کړه.
کومار ازادي راډیو ته وویل چې له لوړې محکمې به وغواړي چې دغه قضیه په عادلانه توګه وڅیړي.