روسیې ته د بریټانیې خبردارۍ؛ پر اوکراین برید به غمیزه وي
مېرمن ټرس نن پنجشنبې په مسکو کې له لاوروف سره له کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، اساساً په اوکراین کې یوه جګړه به د روسیې او اوکراین د خلکو او د اروپا د امنیت لپاره یوه غمیزه وي او ناتو هم دا واضح کړې چې پر اوکراین هریرغل به پراخې پایلې ولري او هغه به ډېره ګرانه تمامه شي.
ښاغلي لاوروف د ټرس د دغو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې د مسکو په وړاندې د لوېدیځ چلند به یوازې په سیمه کې کړکېچ لا زیات کړي.