Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سوېس کې د 'جنیوا کال' ناسته دوام لري؛ نصرتي: ډېر تمرکر د مېرمنو پر حقونو دی

په سوېس کې د افغانستان په تړاو د 'جنیوا کال' ناسته نن پنجشنې هم دوام کوي.  


د افعانستان د "حرکت ملي خط سوم" رییس، بریالی نصرتي چې د دې ناستې له ګډون والو دی ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت له استازو سره د تړلو دروازو تر شا افغانستان سره په نړیوالو مرستو، بشر حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو باندې بحث شوی او دغه بحثونه دوام لري.  


ښاغلي نصرتي وویل، د غونډې تر پایه، د بحثونو او خبرو جزییات محرم دي خو وروسته به رسنیو سره شریک شي: "د بشري حقونو، مرستې رسونې، د بشرحقونو په مبادي خبرې وشوې او ډېرې مطرح شوې؛ زموږ له خوا د ښځو او نجونو په زده کړو بحث وشو، خو د جمعې په ورځ به ډیر نور جزیات له رسنیو سره شریک شي."  




خو ښاغلي نصرتي د طالبانو د حکومت له پلاوي سره د خبرو د نورو اړخونو او ګډون کوونکو په اړه جزئیات نه ورکوي او نه هم بل ځای په دې اړه معلومات خپاره شوي دي. 


د سوېس غیر دولتي بنسټ "جنیوا کال" چې د جګړې پرمهال د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره کار کوي، د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د تړلیو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه توب کوي چې هدف یې د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو د بهیر چټکول دي. 


د سوېس د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې هېواد کې د طالبانو د پلاوي شتون، د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په معنی نه دی. 


د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم پرون ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پر همدې موضوعاتو به بحث کېږي.




د نوموړي په خبره، د طالبانو د حکومت پلاوی د روغتیا د سرپرست وزیر قلندر عباد په مشرۍ سوېس ته تللی دی چې د دوی د دفاع، کورنیو چارو او عدلیې وزارت استازي هم په کې غړیتوب لري. 


دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګیبروس د چهارشنبې په ورځ د فبروري په نهمه په خپله ټوېټرپاڼه ولیکل، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره یې په افغانستان کې د ناوړه روغتیایي او بشري وضعیت په اړه خبرې اترې کړي دي. 




ښاغلي ټېډروس په دې لیدنه کې ټینګار کړی: "د یو شمېر پرمختګونو سره-سره، په افغانستان کې روغتیايي وضعیت تراوسه هم ناوړه دی او بشري وضعیت لاهم د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي، په افغانستان کې ډېره اړتیا د کووېډ-۱۹ او په ځانګړي ډول اومېکرون د تشخیص لپاره د تشخصیه وسایلو مهیا کېدو ته ده، ځکه د مواردو شمېر مخ په زیاتېدو دی." 


خو په ورته وخت کې پرون په سوېس کې یو شمېر ښځو د هغه هوټل مخې ته چې د طالبانو استازي په کې استوګن دي مظاهره کړې. 


مظاهره کوونکو ښځو په کابل کې د نیول شوېو معترضو ښځو د ځای ځایګي معلومولو او خلاصون په اړه وه. 


فرزانه مرسل علي چې د دې لاریون له ګډون کوونکو څخه ده، ازادي راډیو ته یې وویل: "زموږ د نن ورځې د لاریون موخه معلومه وه او زموږ غوښتنې له طالبانو افغان ښځو ته د کار، تحصیل او ازادۍ حق ورکول دي او همدارنګه غواړو چې معترضې ښځې خوشې شي." 


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرېش هم د چهارشنبې په ماښام فبروري نهمه (سلواغې ۲۰) د اندېښنې په څرګندولو له طالبانو وغوښتل چې نیول شوي افغانې ښځینه مدني فعالانې ازادې کړي. 


ښاغلي ګوتیرېش پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:"زه په ژوره توګه د ښځو د ورکو شوېو فعالانو د سلامتیا په اړه اندېښمن یم."  




نوموړي لیکلي، یو شمېر فعالانې لادرکه شوي او له اونیو راهیسې ورسره تماس نشته.  


طالبانو د دغو ښځینه فعالانو توقیف یا نیول رد کړي دي، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې ته پرون ډاډ ورکړی چې دې برخه کې هلې ځلې کوي.  


لا درکه شوې مېرمنې هغه فعالانې دي چې وروستیو کې يې د طالبانو ضد مظاهرو کې برخه اخېستې وه.  


د یادونې ده چې سوېس ته د طالبانو پلاوی داسې مهال سفر کوي چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوي ناروی ته هم تللی و چې د امریکا، اروپايي ټولنې غړو هېوادونو استازو او دغه شان د افغانانو یو شمېر استازو سره یې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د بشري حقونو په اړه خبرې او بحثونه درلودل. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *