جنوبي کوریا خلکو ته د کرونا ضد واکسین ۴ ډوز پیلوي
د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د روانې فبرورۍ میاشتې تر پای پورې به خلکو ته د کرونا ضد واکسین د څلورم ډوز یا ستن لګول پیل شي.
په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
د جنوبي کوریا د ۵۲ ملیونه نفوس له جملې څه باندې ۵۷ فیصده وګړو د کرونا ضد واکسین لومړي ډوزونه لګولي چې ورسره د مړینو او سختې ناروغۍ اندازه کمه شوې ده.
تراوسه جنوبي کوریا کې د کرونا ویروس څه باندې یو ملیون او ۴ لکه مثبتې پېښې او تر ۷۰۰۰ او ۱۰۰ د ډېرو کسانو مړینه ثبت شوې ده.