د فوټسال له ۱۹ کلنو کم عمره افغانې لوبډلې قرغزستان ته ماته ورکړه
د افغانستان د فوټسال له ۱۹ کلنو کم عمره ملي ټيم قرغزستان ته ماته ورکړه.
د دوی لوبه د منځنۍ اسیا د فوټسال اتلولۍ جام په لړ کې پرون ماښام د قرغزستان په کوربه توب وشوه چې په پایله کې افغانستان ۵ پر درې بریا خپله کړه.
د افغانستان د فوټسال کمېټې د معلوماتو له مخې په دې لوبه کې د افغانستان د ۱۹ کلنو یوه مخکښ لوبغاړي امید قنبري هټریک وکړ یعني درې ګولونه یې ووهل.
پاتې دوه نور ګولونه سید مجتبی او نورالله نظري ترسره کړل.
تمه ده د افغانستان راتلونکې لوبه سبا سې شنبه د تاجکستان په وړاندې ترسره شي.
افغان ټیم د اسیا د نولس کلنو فوټسال اتلولۍ جام کې تر دې دمه له ایرانه ماته خوړلې خو د فوټسال افغان روزونکي هیله من دي چې وړاندې به لا ښې سیالۍ وکړي