کرکټ؛ له بنګله دېش سره د سیالیو لپاره افغانه لوبډله اعلان شوه
![کرکټ؛ له بنګله دېش سره د سیالیو لپاره افغانه لوبډله اعلان شوه](https://gdb.rferl.org/c3750000-0aff-0242-66e0-08d9efb191a2_cx0_cy1_cw0_w800_h450.jpeg)
افغان کرکټ بورډ د بنګله دېش هېواد سره سیالیو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې ملي لوبډله د پوره چمتوالي سره د سیالیو ډګر ته ځي.
افغان کرکټ بورډ د پنځوس اوریزو او شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ" سکواټ" هم خپور کړی چې هشمت الله شاهدي په کې د درې پنځوس اوریزو او محمد نبي د دوو شل اوریزو سیالیو لوبډل مشران دي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله اوس مهال په بنګله دېش کې په تمرینونو بوخته ده او ټاکل شوې چې د روانې مېلادي میاشتې په ۲۳ مه درې پنځوس اوریزې او د بلې میاشتې له لومړۍ نیټې تر پنځمې دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.