له ۱۹ کلنو کشره د فوټسال افغانه لوبډله سبا د تاجکستان سره لوبه لري
ټاکل شوې د افغانستان تر ۱۹ کلنو کشره فوټسال لوبډله سبا د تاجکستان د لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دا سیالۍ د مرکزي اسیا جام د سیالیو په سلسله کې د قرغزستان په کوربه توب ترسره کیږي.
د افغانستان لوبډلې پرون د کوربه هېواد قرغزستان لوبډلې ته ۵ د درېیو ګولونو په وړاندې ماتې ورکړه.