د سوداګرۍخونه: په کنګل شویو پیسو کې ۲ میلیارده ډالره د خصوصي سکټور دي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د امریکا له لوري د افغانستان په کنګل شویو پیسو کې ۲ میلیارده ډالره یې د خصوصي سکټور دي.
دې خونې پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې ویلي چې امریکا په هېڅ صورت سره نشي کولای د افغانستان د سوداګرو نقدي پانګه په نورو کسانو وویشي.
د خبرپاڼې په حواله، که امریکا د افغان سوداګرو دغه پېسې ور نه کړي لیرې نه ده چې خصوصي سکټور له ګڼو اقتصادي او مالي ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان د کنګل شویو پیسو په تړاو د امریکا د جمهور رئیس وروستۍ پرېکړې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا د افغانستان شااوخوا ۱۰ میلیارده ډالره پېسې کنګل کړې چې د اقتصاد پوهانو په وینا دغه پېسې په نړېوالو بانکونو کې د افغانستان د مالي ملاتړ لپاره بنسټیزه ستنه بلل کېده.