د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې ناچاوده توکو چاودنې ۱ ماشوم وژلی دی
د ارزګان په مرکز ترينکوټ مهراباد سيمه کې له تېرو جګړو د پاتېشویو ناچاوده توکو چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی دی.
ارزګان کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ ویاند ښاغلی ولي قریشي وویل چې چاودنه تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې ده.
دی وايي:" په خواشینۍ سره مو خبر ترلاس کړی چې تېره ورځ ناوخته د ترینکوټ ښار د مهراباد په نوم سیمه کې ناپيژند چاودېدونکو چاودنه کړي چې مهال یوه ماشوم وژل شوی دی او دغه سیمه کمربندي ساحه نه وه."
نوموړي وايي چې په چاودنه کې کوم بل چاته زيان نه دی رسېدلی.
قریشي له خلکو غوښتنه کوي که په سیمه کې چاودېدونکي توکي ویني سمدستي امنیتي ځواکونو ته معلومات ورکړي.
څو ورځې وړاندې هم په ارزګان کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله ملکي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.