یو شمېر افغانان د متحده عربي اماراتو سفارت ته: زموږ ویزې تمدید کړئ
یو شمېر هغه افغانان چې په متحده عربي اماراتو کې استوګن دي او د طالبانو له واکمنېدو مخکې د خپلو کورنیو د لېدنې لپاره افغانستان ته راغلي وایی، د ویزو د اعتبار نېټه یې پوره شوی ده او نه شې کولای بېرته متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.
لسګونه دغو افغانانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې اعتراض وکړ او د متحده عربي اماراتو له سفارته یې وغوښتل چې د دوی ویزې تمدید کړي.
د اعتراض کونکو په استازیتوب مومنیار رحماني ازادي راډیو ته وویل:" زموږ د ویزو نېټه پوره شوی، زموږ کورونه په متحده عربي اماراتو کې دي او هلته مو کار و سوداګري پاتی ده. له همدی امله له ستونزو سره مخ شوي یو او اعتراض مو وکړ ترڅو د متحده عربي امارات ویزې راکړي."
د ښاغلي مومن یار په خبره، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې متحده عربی اماراتو ته الوتنې نه کېدې خو اوس چې الوتنې پیل شوي، د دوی ویزې ختمې شوې دي.
ومو غوښتل په دې اړه په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت او دغه شان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو بریالي نه شوو.
اعتراض کوونکي وايي، کوم کسان چې دا ستونزه لري شمېر یې سلګونو تنو ته رسېږي.
په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او ملکي هوايی چلند وزارت وايي، متحده عربی اماراتو ته الوتنې خپل عادی حالت ته ګرځېدلې دي.
د دغه وزارت ویاند امام الدین غوریاني ازادی راډیو ته وویل، الوتنې هر ورځ کېږي او کوم کسان چې ویزه لري، له کومې ستونزې پرته سفر کولای شي.