Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د عمران خان پرضد د بې باورۍ رايه، د قامي اسمبلۍ غونډه روانه ده

نن د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډه کې د وزيراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد په تحريک رايې اچول کېږي. د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په مشرۍ غونډه سهار لس نيمې بجې پيل شوه.

غونډه د سپریم کورټ د اپریل اوومې نېټې د امر سره سمه، د سپیکر اسد قیصر په مشرۍ سهار لس نیمې بجې پیل شوه. غونډې ته د وینا پر مهال د اپوزیشن مشر شهبازشریف له سپیکر څخه غوښتنه وکړه چې د سپریم کورټ د پریکړې سره سمه دې غونډه پر مخ یوسي او د وزیراعظم پر ضد دې د بې باورۍ په تحریک رايه اچونه وشي.


سپیکر وویل چې هغه د حکم تعمیل کوي او غونډه یې رابللې ده خو دا سپیناوی یې ونکړ چې پر عدم اعتماد تحریک به رايه اچونه څه وخت پیلوي؟ وروسته سپیکر اعلان وکړ چې غونډه د غرمې تر دولس نیمو بجو بورې ځنډوي خو غونډه له څو ساعته ځنډ وروسته ماسپښین مهال شروع شوه او مشري یې امجد خان نیازي کوله.



اجلاس ته د وینا پر مهال د واکمن تحریک انصاف غړي شاه محمود قریشي وویل چې په ایني، سیاسي او جمهوري انداز کې به د عدم اعتماد د تحریک مقابله کوي. نوموړي قامي اسمبلۍ ته اوږه وینا وکړه او پکې یې د خپل حکومت ستاینه او د اپوزیشن د پرېکړو او احتجاجونو غندنه وکړه. 


ورپسې د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر بلاول بوټو زرداري د وینا پر مهال سپیکر ته وویل چې د عدم اعتماد په تحریک د رايه اچونې د پروسې په ځنډولو سره، د عدالت سپکاوی او د ایین نه سرغړونه کوي. نوموړي په خپله وینا کې دا هم وویل چې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د یو فرضي خط د ډرامې په جوړولو غواړي د عدم اعتماد تحریک ناکامه کړي. نوموړي وویل، د نور وخت له ضایع کولو پرته دې په اسمبلۍ کې په عدم اعتماد تحریک رایه اچونه وشي. 



اپوزیشن د وزیراعظم خلاف د بې باورۍ د تحریک د کامیابولو لپاره د اسمبلۍ په ۳۴۲ غړیو کې ۱۷۲ رایو ته اړتیا لري. 


 د پاکستان د قامي اسمبلۍسپيکر اسد قيصر، پرون (د اپریل په اتمه) د غونډې شپږ نکاتی ايجنډه خپره کړه چې پکې څلورمه هغه د بې باورۍ پر تحریک د رايو اچونه ده.


د غونډې تر پيلېدو وروسته په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو مشر شهباز شريف وينا وکړه او له سپيکر څخه يې غوښتنه وکړه چې د سپريم کورټ د اپريل اوومې له پرېکړې سره سم دې غونډه پرمخ يوسي او د وزيراعظم پرضد دې پر وړاندې کړل شوي بې باورۍ تحريک باندې رايه اچونه وشي.






په ځواب کې سپيکر اسد قيصر وويل چې هغه د عدالت د حکم تعميل کوي او غونډه يې رابللې ده خو دا يې ونه ويل چې پر عدم اعتماد تحريک به رايه اچونه څه وخت پیلوي؟



وروسته د پاکستان تحريک انصاف مرستيال مشر او د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وينا وکړه او ویې ویل چې دوی د ايين احترام کوي او د عدالت پرېکړه مني خو نوموړي د عمران خان هغه خبره بيا تکرار کړه چې د يو ليک له لارې د ده د حکومت خلاف سازش شوی دی، خو اپوزيشن دا بې بنياده ګنګوسې ګڼي.



کله چې اپوزيشن ګوندونو له سپيکر څخه په سمدستي توګه د عدم اعتماد پر تحريک د رايو اچولو غوښتنه وکړه نو په اسمبلۍ کې غږونه لوړ شول چې بيا وروسته سپیکر د غرمې تر ۱۲ نيمو بجو پورې غونډه وځنډوله، خو غونډه ماسپښين څه باندې دوې بجې بيا پيل شوه.



د حکومت مخالفو ګوندونو ته د وزیراعظم خلاف د بې باورۍ تحریک د کامیابېدو لپاره د اسمبلۍ په ۳۴۲ چوکیو کې ۱۷۲ رایو ته اړتیا ده.






د قامي اسمبلۍ ډپټي سپیکر قاسم خان سوري د اپرېل پر درېیمه د اسمبلۍ په غونډه کې د وزیراعظم خلاف د عدم اعتماد تحریک رد کړ. وروسته هم هغه ورځ سپریم کورټ د کېس ازخود نوټس واخیست. د پاکستان سپريم کورټ د اپریل پر اوومه په خپله فیصله کې د قامي اسمبلۍ د ډپټي سپېکر لخوا د وزيراعظم عمران خان پر ضد د بې باورۍ تحریک ردول غيرقانوني وګرځول او د اسمبلۍ د بحالولو حکم یې ورکړ.



مخالفو ګوندونو د مارچ پر اتمه د وزیراعظم عمران خان پرضد تحريک عدم اعتماد جمع کړ خو په رایو اچولو کې ځنډ مخې ته راغلو. وروسته د اپريل پر درېیمه مرستيال سپيکر قاسم شاه سوري عدم اعتماد تحريک د ایین د پنځمې مادې لاندې رد کړ . د دې سمدستي وروسته وزيراعظم قام ته وينا وکړه او ولسمشر ته يې د اسمبلۍ د ماتولو وړانديز وکړ. ولسمشر په هم هغه ورځ قامي اسمبلي ماته کړه خو سپريم کورټ د دې معاملې ازخود نوټس واخیست او د پنځو ورځو سماعت وروسته يې د اپریل پر اوومه ټول حکومتي اقدامات غير اييني وګرځول او اسمبلي یې بحاله کړه. سپریم کورټ په خپله پریکړه کې د اپریل پر نهمه د قامي اسمبلۍ اجلاس را وغوښتو.




بلخوا وزیراعظم عمران خان ويلي چې د ده خلاف د عدم اعتماد تحریک کامیابېدو په صورت کې به د اپوزیشن حکومت تسلیم نه کړي.



نوموړي تېره شپه (اپريل پر اتمه) ولس ته په وینا کې وویل چې یو “امپورټيډ” یا له بهره راوستل شوی حکومت به و نه مني. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د هغه د واکه لېرو کولو لپاره یو “بهرنی سازش” شوی دی. خو نوموړي وویل چې مبارزې ته تیار دی او پر ولس یې د اتوار پر ورځ د پرامنه مظاهرو غږ وکړ.



عمران خان وویل د سپریم کورټ پر پریکړه مایوسه شو خو د هیواد د عدلیې او عدالت احترام کوي نو ځکه پریکړه یې تسلیموي خو نوموړي وویل افسوس دی چې عدالت د بیروني مداخلت د یو ډېر غټ تور پلټنې و نه کړې.



وزیراعظم عمران خان د مارچ پر ۲۸مه په اسلام اباد کې په یوه جلسه کې د تقریر پر وخت د یو مبینه خط ذکر کړی وو چې د هغه په وینا یو ملک د هغه د حکومت خلاف سازش کوي. خو اپوزیشن ګوندونه دغه تورونه ردوي او وايي چې داسې هیڅ خط وجود نه لري.



تېره اوونۍ عمران خان په پارلیمان کې اکثریت له لاسه ورکړ نو ځکه ګومان کېږي چې عمران خان د بې باورۍ تحریک کې زیاتې رایې تر لاسه نه کړي. د تحریک عدم اعتماد د کامیابۍ لپاره د ۱۷۲ ووټونو ضرورت وي. په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر شهباز شریف ویلي که عمران خان ووټونه حاصل نه کړي نو متحده اپوزيشن به دی د راتلونکي وزیراعظم په توګه ونوموي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *