Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Апрель
2022

Новости за 09.04.2022

Mashaalradio.com 

ریحام خان: د عمران خان وخت نور تېر دی

د عمران خان مخکنۍ مېرمن رېحام خان وايي، د عمران خان وخت نور تېر دی؟ د وزيراعظم عمران خان پرضد نن په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد رای ورکول کيږي، رېحام په پارلیمنټ کې د وي او اې ډیوه سره خبرې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د کوکنارو ګلان سم په اوج کې دي

سره له دې چې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو د مشر له لوري د کوکنارو د کښت د بندولو امر وشو، خو په ارزګان کې د کوکنارو کروندې لا هم شنې او ډکې دي. کروندګر وايي، تر هغه به د کوکنارو کښت پرې نه ږدي چې بدیل حاصلات ورته نه وي برابر شوي. د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده یو فرمان صادر کړ او د کوکنارو په کښت یې بندیز ولګاوه. طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې هم د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د کوکنارو کښت صفر ته نږدې کړی و، خو د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو سازمانونو په تېر کې ویلي چې تریاک او نشه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ماریوپول د اوکراین یو ویجاړ شوی ښار

د اوکراین مهم بندري ښار ماريوپول له روسي بمباریو وروسته ویجاړ شوی دی. د ماريوپول ښاروال وایي،هلته لا هم د یو لاکو نه زیات خلک له سختو بحراني حالاتو سره مخامخ دي.بلخوا اوکرایني چارواکي وایي،دوی هلته د پاتې شویو خلکو په اړه اندېښمن دي. په دې اړه د رویټرز اژانس دا ویډیو وګورئ.

Mashaalradio.com 

سعودي عرب: سږ کال به یو میلیون خلک د حج کولو اجازه ولري

سعودي عرب اعلان کړی دی چې سږکال به حج ته د ورتلونکو خلکو په شمېر کې اضافه وکړي. خو حج ته د ورتلونکو خلکو لپاره ځینې شرطونه هم ایښودل شوي دي. دا له هغه وروسته ده چې تېر دوه کاله له بهر هیوادونو خلک حج ته نه وو ورغلي. بوریوال کاکړ د رویټرز خبري اژانس د ویډیو پر اساس رپورټ وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې چاودنې یو طالب ټپي کړی دی

په کابل کې د طالبانو امنیتي سرچینو تایید کړې چې نن غرمه مهال د سلیم کاروان په سیمه کې چاودنه شوې ده. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي،  چاودنه سړک کې د ايښودل شوي ماین له کبله وه او په کې یو طالب سرتیری ټپي شوی دی. نوموړې ویلي چې  چاودنې نوره مرګ ژوبله نه ده اړولې. ښاغلي ټکور هغه راپورونه هم رد کړل چې وايي په سیمه کې له چاودنې سره هم مهاله د ډزو غږونه هم اوریدل شوې دي. ددې چاودنې مسولیت تر اوسه کوم چا نه دی منلی. په تیره یوه اونۍ کې دا څوومه چاودنه چې د کابل ښار په مربوطاتو کې  کیږي.

Mashaalradio.com 

سپېڅلې ځاځۍ د لوڼو د زده کړو او لوبو لپاره له کابله پېښور ته کډه وکړه

سپېڅلې ځاځۍ د روان ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې له خپلو دوو لوڼو سره يو ځای له کابله پېښور ته کډه وکړه. د هغې يوه لور په افغانستان کې ورزشکاره وه او بلې لور ېې زده کړې کولې. په کور کې د سړي د نيشتوالي او د محرم د شرط پوره کولو په خاطر د دوی ژوند له ستونزو سره مخامخ وو. د سپېڅلې ځاځۍ مشرې لور رڼا اوس په پېښور کې لوبې پيل کړې او کشرې لور ثنا يې زده کړو ته دوام ورکړی. نور حال د مشال راډيو همکار وسيم سجاد په ويډيويي راپور کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

د عمران خان پرضد د بې باورۍ رايه، د قامي اسمبلۍ غونډه روانه ده

نن د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډه کې د وزيراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد په تحريک رايې اچول کېږي. د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په مشرۍ غونډه سهار لس نيمې بجې پيل شوه. غونډه د سپریم کورټ د اپریل اوومې نېټې د امر سره سمه، د سپیکر اسد قیصر په مشرۍ سهار لس نیمې بجې پیل شوه. غونډې ته د وینا پر مهال د اپوزیشن مشر شهبازشریف له سپیکر څخه غوښتنه وکړه چې د سپریم کورټ د پریکړې سره سمه دې غونډه پر مخ یوسي او د وزیراعظم پر ضد دې د بې باورۍ په تحریک رايه اچونه وشي. سپیکر وویل چې هغه د حکم تعمیل کوي او غونډه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: افغان ښځې او نجونې پر لګېدلو محدودیتونو سربېره جدي ګواښونو سره مخ دي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وضعیت سخته اندېښنه ښودلې. دې ادارې پرون پر خپل رسمي ټویټر ولیکل چې افغان ښځې او نجونې د دوی پر تګ راتګ، کار او زده‌کړو له محدودیتونو هاخوا له سختو خطرونو سره هم مخامخ دي او دا وضعیت‌یې پر خوندیتوب او سوکاله ژوند ناوړه اغېز کوي. «یو اېن اېچ سي ار» همداراز ویلي چې د افغانستان د سوکاله راتلونکې لپاره باید د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي. د دې سازمان ویاندې شابیا مانتو د دې ادارې... Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *