یو اېن ډي پي: ګرځنده کلینیکونو مو د کرونا ۱۲ زره ناروغانو ته مرستې رسولي
یو اېن ډي پي په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغو ناروغانو ۵۹ سلنهیې نارینه او ۴۱ سلنهیې ښځې دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې دغهراز ویلي په دې موده کې یې په دې اړه چې خلک په څه ډول کولای شي له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه ځان وژغوري، له ۱۴۶ زره زیاتو افغانانو ته عامه پوهاوی ورکړی دی.
دا اداره وایي چې په افغانستان کې به له اړو کسانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.