Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2022

Новости за 14.04.2022

Pa.azadiradio.com 

"ژوند مې تباه شو" د کم عمره ایرانیو ناویو تریخ برخلیک

رسمي شمېرنې ښيي چې په ایران کې تر ۱۸ کلونو د کشرو نجونو ودونه په زیاتېدو دي. د ایران د احصایې د مرکز له لوري د خپرو شویو شمېرو له مخې، له کم عمرو نجونو سره اکثره ودونه په طلاق پای ته رسېږي. هغه نجونې چې تر ۱۸ کلنۍ وړاندې واده کوي، اکثره یې ښوونځی او زده کړې نه بشپړوي او په کورنۍ کې ورسره زور زیاتی کېږي. په دې راپور کې دوې ایرانۍ د هغې صدمې یادونه کوي چې په کم عمر واده د دوی روحیاتو ته اړولې ده.

Mashaalradio.com 

په متحده عرب اماراتو کې په موسیقۍ د روژې هرکلی وشو

په متحده عرب اماراتو کې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې تېر دوه کلونه روژه بې له هغې کلنۍ تفريحي مېلې تېره شوه چې هلته رواج ده. اوس د دوبۍ ګلوبل وېلېج يو ځل بيا د خلکو د هوساینې او سیلګرو زیاتولو لپاره دا پروګرامونه پيل کړي. هلته د روژې هره ورځ په صوفيانه رقص او نرمې موسیقي لمانځل کېږي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

جليل شبنم وايي سلګونه سندرې یې ویلي خو حکومتي انعام یې نه دی ګټلی

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نوميالی سندرغاړی جليل شبنم دی. نوموړی وايي، په قوم خټک دی او د سندرې ويلو يې څه د پاسه ۴۰ کاله وشول. شبنم په خپګان زياتوي چې د پېښور راډيو او ټېلېوېژن لپاره د سلګونه سندرو ثبتولو باوجود تر دې دمه حکومتي جايزه نه ده ورکړل شوې. د ده دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د اوکراین جګړې ډېرو هېوادونو ته د لا ویجاړېدو ګواښ رامنځته کړی

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د اوکراین جګړې ډېرو بې‌وزله هېوادونو ته د لا ویجاړېدو ګواښ رامنځته کړی. د دغه سازمان یوې کاري ډلې په خپل راپور کې ویلي چې دغې جګړې د ۱۰۷ هېوادونو وګړي له اقتصادي اړخه ځپلي او دې ډله کې د ۶۹ هېوادونو وضعیت همدا اوس کړکېچن دی. دغه نوی راپور ښيي چې د اوکراین زیاتېدونکې جګړې په بې‌وزله هېوادونو کې د خوراکي موادو، انرژۍ او مالي سیستم ناورین رامنځته کړی. د سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش پرون (د اپرېل ۱۳مه) د دغه راپور د خپرېدو پر مهال وویل، دا هغه هېوادونه دي چې لا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر او د عدالت او پراختیا ګوند اعتراض: د نجونو ښوونځي پرانیزئ

له شپږمو ټولګیو پورته د افغان نجونو زده‌کوونکو ښوونځي ولې تړلي دي؟ د طالبانو دا اقدام په افغانستان کې او له دغه هېواده بهر بېلابېل او پراخ غبرګونونه لري او ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي. تازه مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر د یوې اعلامیې په خپرولو د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د بندوالي په دوام طالب چارواکي پوښتلي چې ولې یې د دغو نجونو ښوونځي بند ساتلي دي؟ او له طالبانو یې غوښتي چې د دغو نجونو پر مخ ژر تر ژره د ښوونځیو دروازې پرانیزي. دغه بنسټ چې له ۱۴ کلونو را... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو اېن ډي پي: ګرځنده کلینیکونو مو د کرونا ۱۲ زره ناروغانو ته مرستې رسولي

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره (یو اېن ډي پي) وایي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې یې په افغانستان کې روغتیایي ګرځنده کلینیکونو د 'کووېډ-۱۹' ۱۲ زره ناروغانو ته مرستې رسولې دي. یو اېن ډي پي په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغو ناروغانو ۵۹ سلنه‌یې نارینه او ۴۱ سلنه‌یې ښځې دي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې دغه‌راز ویلي په دې موده کې یې په دې اړه چې خلک په څه ډول کولای شي له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه ځان وژغوري، له ۱۴۶ زره زیاتو افغانانو ته عامه پوهاوی ورکړی دی. دا اداره وایي چې په افغانستان کې به له اړو کسانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا غږ راډیو خپلې خپرونې ودرولې

په پکتیا کې د پکتیا غږ راډیو خپلې خپرونې ودرولې.  د پکتیا غږ راډیو د خپرونو مدیر ذبیح‌الله ایوبي نن ازادي راډیو ته وویل چې د اقتصادي مشکلاتو په ګډون د یو شمېر ستونزو له کبله‌یې نور نه‌شوی کولای چې خپل فعالیت مخ ته یوسي.  ښاغلی ایوبي زیاتوي: "په دې وروستیو کې د یو شمېر ستونزو او اقتصادي مشکلاتو له کبله دې راډیو نه‌شوی کولای چې خپلو نشراتو ته دوام ورکړي، اوس د موقت وخت لپاره دې راډیو خپلې خپرونې ودرولې، نو که په راتلوکي کې بیا زمینه برابره شوه، ان‌شاءالله خپل فعالیت به پیلوو." د ښاغلي ایوبي په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ جانیخېلو کې د امنیت غوښتنې لپاره لاریون کړی

پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه کړې چې د بنو په جانیخېلو او شاوخوا سیمو کې دې د هدفي وژنو او ناامنیو مخنیوی وکړي. د غورځنګ یوشمېر پلویانو د اپرېل پر ۱۳مه ماخوستن مهال په بنو کې په لاریون او مظاهره کې دعوه وکړه چې په تېرو ۱۰ ورځو کې په جانیخېلو کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي. حکومت د غورځنګ د احتجاج او څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو د بنو انتظامي مشر د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت په جانیخېلو کې د امن ټینګښت ته ژمن دی او په دې لړ کې یې هڅو ته دوام ورکړی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

عمران خان وايي تر نویو انتخاباتو پورې احتجاجي جلسو ته دوام ورکوي

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي په هېواد کې تر نویو انتخاباتو کېدو پورې د خپلو ګوند جلسو او مظاهرو ته دوام ورکوي. نوموړي د اپرېل پر ۱۳مه ماخوستن مهال په پېښور کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو جلسې ته په وینا کې تور پورې کړ چې په "اداري فساد ککړ" کسان واکمن شوي دي. خو د پاکستان اتحادي ګوندونو چې نوموړی یې د اپرېل پر ۱۰مه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له لارې له دندې ګوښه کړ، دا تورونه رد کړي دي. د پېښور جلسې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ظریفې غفاري پر طالبانو د بندیزونو غوښتنه کړې

د افغانستان یوې وتلې ښځینه فعالې او د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري له نړیوالو غوښتي چې پر طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په خاطر د سفر بندیزونه ولګوي.  دې خپله دا غوښتنه په یوه لیک کې بېلابېلو نړیوالو مشرانو او ادارو ته رسولې ده. ظریفه غفاري پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ سره هم‌مهاله له هېواده ووتله، خو د تېرې فبروري میاشتې په وروستیو کې بېرته کابل ته ستنه شوه.  نوموړې اوس بېرته جرمني ته تللې او له هغه ځایه‌یې نړیوالو ته پر طالبانو د فشار خبره راپورته کړې ده. له مېرمن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د تریاک خرڅولو بازار

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې مخکې په اوونۍ کې دوه ورځې د تریاکو بازار جوړېده، خو تېره یوه اوونۍ کې دا بازار هره ورځ د تریاکو د پېر او پلور شاهد دی. د تریاکو کاروباریان ادعا کوي چې د تېرې یوې اوونۍ په پرتله د یو من تریاک بیه څه باندې یو لک پاکستاني کلدارې لوړه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلانو د نوم‌لیکنې پيل؛ زده‌کړې به چېرته کېږي؟

د افغانستان امریکايي پوهنتون د ۲۰۲۲ تحصلیي کال لپاره د محصلانو نوم‌لیکنه پیل کړې ده.  دغه پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي چې نویو جذب شویو محصلینو ته به د عراق د کردستان په سلیمانیه، په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا په امریکايي پوهنتون او دغه‌شان د امریکا په بارد کالج کې د زده‌کړو زمینه برابره شي. په اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستانه هم د انلاین زده‌کړو مینه‌وال مني. په اعلامیه کې دغه‌شان راغلي چې راتلونکی کال به د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان امریکايي پوهنتون څانګه پرانیستل شي. له دې نه وړاندې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د لیبیا دودیز خواړه بازین پېژنئ؟

په لیبیا کې یو ډول دودیز خواړه پخېږي چې بازین نومېږي او د اوربشو له اوړو جوړېږي. د سیمې خلک د دې خوړو پخلي لپاره ټول شیان وړیا ورکوي او عموماً په روژه کې زیات خوړل کېږي. په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

پکتیکا کې دیني عالمانو له طالبانو د نجونو د ښوونځيو پرانیستل وغوښتل

په پکتیکا کې دیني عالمانو له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي. دغو عالمانو پرون په ښرنه کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې زده‌کړې پر نارینه او ښځو فرض دي، نو لکه څرنګه چې د هلکانو تعلیم ته پاملرنه کېږي د نجونو زده‌کړو ته دې هم توجه وشي. تر دې مخکې په کابل، مزار شریف او هرات ښار کې دیني عالمانو له طالبانو څخه ورته غوښتنه کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان مشر: نړیوالو د افغانستان په څېر ځیني هېوادونه هېر کړي

د روغتیا نړیوال سازمان مشر له نړیوالو ګېله کړې ده چې د اوکراین پر جګړې دومره تمرکز کوي چې د افغانستان په څېر یې یو شمېر هېوادونه هېر کړي دي. تدروس ادهانوم ګبریاسوس دا خبره پرون له جنوا څخه خبریالانو ته د وېډیو کنفرانس له لارې وکړه. دا په داسې حال کې ده چې پرون په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ټویټر کې ولیکل چې خپلو هڅو ته به په افغانستان کې دوام ورکړي. سور صلیب په افغانستان کې له ۳۳ روغتونونو سره مرسته کوي او تر ۱۰ زره ډېرو روغتیايي کارکوونکو ته معاشونه ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

روسیې د امریکا او کاناډا د پارلمان پر سلګونه غړو بندیزونه ولګول

روسیې د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس پر ۳۹۸ غړو بندیز ولګاوه. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا بندیزونه د واشنګتن د تېرې میاشتې په ځواب کې لګېدلي چې د روسیې د پارلمان پر ۳۲۸ غړو یې د بندیزونو د لګېدو اعلان کړی و. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې نور بندیزونه په پام کې دي. د کانګرس پر دې غړو مسکو د سفر بندیزونه لګولي دي. په ورته وخت کې روسیې د کاناډا د سنا پر ۸۷ غړو ورته بندیزونه ولګول او ویې‌ویل چې نور اقدامات هم په نظر کې نیول شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

جو بایډن له اوکراین سره د ۸۰۰ ملیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د ۸۰۰ ملیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ. په دې مرسته کې هلیکوپټرې هم شاملې دي. ښاغلي بایډن د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره پرون پر ټیلیفون خبرې وکړې او هغه‌یې له دې مرستو خبر کړ.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان نوي صدراعظم د هند په لور د دوستۍ لاس اوږد کړ

د پاکستان نوی صدراعظم شهباز شریف وایي چې اسلام‌اباد له هند سره د سوله‌ییزو او ګټورو اړیکو غوښتونکی دی. د ده له دې خبرو سره د جرمني اژانس په وینا دا هیلې زیاتې شوي چې د ده له ټاکلو سره د دوو اټمي سیالو هېوادونو ترمنځ ښایي ډیپلوماتیک روابط ښه شي. شهباز شریف وروسته تر دې چې له نرېندرا مودي څخه د ده د صدرات د مبارکۍ پیغام ترلاسه کړ، په ځواب کې یې وویل، پاکستان له هند سره د ښو ګټورو اړیکو پلوي کوي او د ټولو ستونزو لپاره د جمو او کشمیر په ګډون د سوله‌ییز حل ملاتړی دی. شهباز شریف په خپل پیغام کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپا پارلمان یوه غړې: تر هغو به طالبان ونه‌پېژندل شي چې د خلکو حقوق ورنه‌کړي

د اروپایي پارلمان یوه جرمنۍ غړې چې په کابل کې ده وایي دې ته سخته اړتیا شته چې طالبان د نورو افغانانو خبرو ته غوږ کېږدي، کنه د دې په وینا د افغانانو ستونزې به پسې زیاتې شي. هنا نویمن د اروپایي پارلمان غړې په خپل ټویټر کې په یوه پيغام کې ویلي دي چې تر هغو به اروپایي ټولنه طالبان په رسمیت ونه‌پېژني چې دوی د دې په وینا خپلو خلکو ته حقوق نه‌وي ورکړي. دا زیاتوي: "موږ دلته په کابل کې یو وړوکی استازیتوب لرو چې زما په څېر خلکو ته زمینه برابروي چې سفر وکړي او وضعیت ته وګوري، زه فکر کوم چې دا د تعامل لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک: د افغانستان اوسنی حالت وېروونکی دی، اقتصاد به‌یې ډېر پسې خراب شي

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې څرګنده کړې ده چې اوسنی حالت وېروونکی دی، که‌یې مخه ونه‌نیول شي د کال تر پایه به اقتصاد ډېر پسې خراب شي. د نړیوال بانک په وینا د ۲۰۲۱م کال په وروستیو څلورو میاشتو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د سړي سر عواید له درېیو څه باندې یوه برخه کم شوي دي. د نړیوال بانک په باور د افغانستان اقتصادي انزوا او د اګسټ په میاشت کې سیاسي بحران د دې فقر سبب شوی دی. د افغانستان لپاره د نړیوال بانک جګپوړی اقتصاد پوه توبیاس هاک پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولیټیکو: طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پيله د بشري حقونو جدي سرغړونې کړي

پولیټیکو پولیټیکو خپرونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر هغه راپور لیکنه کړې چې افغانستان کې یې د ناوړه بشري وضعیت په اړه خپور کړی دی. په مطلب کې راغلي، امریکا په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې خپل پوځي مأموریت داسې پای ته ورساوه چې د لیکوال په ټکو د ډېرو په باور ناکام و، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن تل د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې ده. مطلب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور جزئیات را اخیستل شوي او ویل شوي چې د تېر کال له اګسټ میاشتې وروسته افغانستان کې بشري وضعیت شاتګ کړی دی. Читать дальше...




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *