هندوستان کرکټ غوره ليګ؛ نن دوه لوبې ترسره کېږي
ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ ای پی ایل سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره شي.
په لومړۍ لوبه کې ګجرات او کلکتې لوبډلې سره مخامخ دي او دوهمه اوبه بیا د دبنګلور او حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا راجستان ډیلي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دې لوبه چې په ممبي کې ترسره شوه راجستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته د ۲۲۲ منډو هدف ورکړو خو د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې ډيلي لوبډله ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دا لوبه يې د پنځلس منډو په توپیر وبایلله.