Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2022

Новости за 23.04.2022

Mashaalradio.com 

د بوسنیايي مسلمانانو د روژه ماتي ځانګړی رواج

د بوسنیا مسلمانان اکثر له کورونو بهر روژه ماتی خوښوي. د هغه هېواد په زېنیچا وړوکي ښار کې د روژه ماتي پر وخت د توپ ډز کېږي. هغه سیمه د غرونو او غونډیو په منځ کې پرته ده او اوسېدونکي یې د اوونۍ د چوټۍ پر ورځ غونډۍ ته ورخېژي او په ګډه روژه ماتی کوي. پر دې مهال ښځې او سړي په ګډه د مازیګر او ماښام لمونځونه هم کوي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د شورا پرېکړه: د کابل او پولتخنيک پوهنتونو درسي بهير به اوونۍ کې درې ورځې وي

د کابل پوهنتون د علمي شورا د وړاندیز په اساس د لوړو زده‌کړو وزارت رهبرۍ شورا پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به د کابل او کابل پولیتخنیک پوهنتونونو درسي بهیر به اونۍ کې درې ورځې وي. د شوې پرېکړې پر اساس درې ورځې د نارینه او درې ورځې بیا د ښځینه زده‌کړیالانو لپاره ځانګړې شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

هندوستان کرکټ غوره ليګ؛ نن دوه لوبې ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ ای پی ایل سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره شي. په لومړۍ لوبه کې ګجرات او کلکتې لوبډلې سره مخامخ دي او دوهمه اوبه بیا د دبنګلور او حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا راجستان ډیلي لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې لوبه چې په ممبي کې ترسره شوه راجستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته د ۲۲۲ منډو هدف ورکړو خو د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې ډيلي لوبډله ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دا لوبه يې د پنځلس منډو په توپیر وبایلله.

Pa.azadiradio.com 

وردګو کې د واليبال سيالۍ پيليږي

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې یادې سیالۍ د پلنځو ولسوالیو څخه د غوره شويو لوبډلو ترمنځ پیلیږي. د یاد ریاست په وینا، ددغو سیالیو هدف په مرکز کې د ولایت د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو پیژندل دي. په همدې حال کې په تخار ولایت کې د والیبال رمضان جام سیالۍ تېرهورځ پای ته ورسېدې. په یادو سیالیو کې چې ۶ لوبډلو د دوه اونیو لپاره ګډون کړی و تیره ورځ د یادو سیالیو اتلولي دوطنپال لوبډلې وګټله. ددې لوبو هدف وزرش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ بوډ: خوست کې د کرکټ يوه ورځنۍ سيالۍ پيليږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي ډېر ژر به په خوست کې د کرکټ د ملي لوبغاړو په ګډون د سمسور افغانستان په نوم د پنځوس اوریزه سیالۍ پیل شي. کرکټ بورډ په دې اړه پر خپل رسمي فیسبوک لیکلي دي دا سیالۍ د دریو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته که څه هم ددې لوبو کره نیټه په ډاکه نه کړه خو وویل چې په دې لوبو کې به د ملي لوبغاړو ترڅنګ یو شمیر نور کورنۍ غوره لوبغاړي هم ولوبیږي. د ښاغلي هوتک په وینا، د یادو سیالیو په ترسره کېدو سره به لوبغاړي راتلونکو نړیوالو پنځوس اوریزو ODI Super League) ) سیالیو لپاره بشپړ چمتو شي.

Pa.azadiradio.com 

د خبريالانو د نيونې دوام؛ خلک: کندهار کې د ملت غږ راډيو مسؤل بيا نيول شوی

په کندهار کې د ملت غږ راډیو مشر او خبریال بسم الله وطن دوست له تېرو څلورو ورځو را پدېخوا تري تم دی. د ښاغلي وطن دوست اوښي مجیب الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: “د تېرې اونۍ د چهارشنبې ورځ له غرمې وروسته ۳ بجې د استخباراتو ریاست لخوا ورته پیغام راغی چې د خبرو لپاره د دوی دفتر ته ورشي، له هغه وخته چې هلته تللی ټلیفونونه یې بند دي او نن یې ۴ مه ورځ ده چې هېڅ تر احوال نه لرو.” د ښاغلي وطن دوست یوې بلې خپلوانې چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل په راپور کې نوم ولیکل شي له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې هغه خوشې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پوځ ادعا: د افغانستان له خاورې بريد کې مو درې پوځيان وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي چې د افغانستان له خاورې په شوي برید کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. په هغه بیان کې چې پوځ خپاره کړی راغلي دي چې وسله والو یاغیانو تېره شپه د درنو وسله په کارولو سره په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر پوسته برید وکړ. پوځ د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې په راتلونکې کې د دې ډول حملو مخه ونیسي. که څه هم پاکستان بيا بيا ادعا کړې ده چې د افغانستان له خاورې د دوی پر پوځيانو بريدونه تنظميږي، خو د افغانستان د پخواني حکومت لخوا دا ادعاوې رد شوي دي. سملاسي د طالبانو حکومت د پاکستان يادې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Pa.azadiradio.com 

مېرمن لېندې: افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې بايد بندې شي

د سویډن د بهرنیوچارو وزیرې اَن لېندې په افغانستان کې پر هزاره ګانو د حملو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. په مزارشریف کې وړمه ورځ په یوه برید کې چې پړه یې د داعش ډلې خراسان څانګې ومنله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول او له دې مخکې د کابل په دشت برچي سیمه کې په دوو چاودنو کې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول. مېرمن لېندې پرون پر ټویټر ولیکل چې په افغانستان کې له بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې او پر اقلیتونو حملې باید بندې شي.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: برېتانيا د طالبانو پر ضد د وسله والو ملاتړ نه کوي

د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت، د افغانستان لپاره د برتانیا د سفیر هوګو شارتر له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، د ده د هېواد پالیسي دا ده چې د طالبانو د حکومت پرضد د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي. د بهرنیوچارو وزارت له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې ښاغلي شارټر دا څرګندونې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په دوحه کې د کتنې پرمهال کړي. په بیان کې د برتانیا د سفیر له قوله همداراز ویل شوي دي چې برتانیا له نړیوال بانک سره په ګډه پر یوه طرح کار کوي څو افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت په رامنځ ته کولو کې همکاري وکړي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستانۍ رسنۍ: د افغانستان او پاکستان سوداګري دوه برابره ډېره شوې

پاکستاني رسنۍ د چارواکو له قوله وايي په وروستیو دریو میاشتو کې د تورخم له لارې له افغانستان سره سوداګري دوه ځلې زیاته شوې ده. د افغانستان او پاکستان ترمنځ راکړه ورکړه، په تېره افغانستان ته د پاکستان صادرات د طالبانو له واکمنېدو وروسته کم شوي وو. پاکستاني چارواکي اوس وايي چې د تورخم له لارې افغانستان ته صادرات که څه هم زیات شوي خو هغه حد ته نه دي رسېدلي چې د اګست له ۱۵مې مخکې وو.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او چین ترمنځ د نندارتونونو جوړولو په هدف هوکړه لاسلیک شوه

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې او د چین نړیوال سوداګریز مرکز د صادراتو او وارداتو په برخه کې نړیوالو نندارتونونو د جوړولو په هدف هوکړه کړې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دا هوکړه د دواړو لوریو ترمنځ د یوې انلاين غونډې په ترڅ کې وشوه. د خبر پاڼې په حواله، په دغه غونډه کې دغه شان چين ته د افغان سوداګرو د سفرونو د اسانتياوو په اړه هم خبرې شوي. دا هوکړه ليک داسې مهال لاسليک کېږي څه موده وړاندې د چين د بهرنيو چارو وزير کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلک: د طالبانو حکومت کې اقتصادي، امنيتي او ښوونيزې برخې ځپل شوي

یو شمېر افغانان وايي، د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته، نه امنیت ښه شو او نه هم د خلکو په اقتصادي وضعیت بدلون راغی، بلکې سربېره پردې نجونې له زده‌کړو هم محرومې شوې. په افغانستان کې د انساني او اقتصادي ناورین په ګډون، په کابل، مزار شریف او کندز کې وروستیو چاودنو د خلکو اندېښنې لا پسې زیاتې کړي دي. یو شمېر افغانان وايي، له دې وېرېږي چې امنیتي وضعیت له دې خراب او ان مدیریت یې د طالبانو له ولکې ووځي. جمیله بهادري د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي اوسېدونکې ده. هغه سیمه چېرته چې تېره اوونۍ د عبدالرحیم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امرالله صالح: په بګرام هوایي اډه کې بهرني ځواکونه مېشت شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه ادعاوې ردوي چې ګوندې په بګرام هوایي اډه کې پاکستاني او چینايي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. د افغانستان په بګرام هوایي اډه کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په اړه ادعاوې. د تېر جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه بهرني ځواکونه د بګرام هوایي اډې په ځینو داخلي برخو کې میشت شوي او د حقاني ډلې غړو ته پوځي روزنه ورکوي. ښاغلي صالح لیکلي، چې دا موضوع به ډېره وخته پټه پاتې نه شي. که څه هم نوموړي د دغو ځواکونو د هویت په اړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۵ هوايي ډګرونو د تړون په اړه د خبرو لپاره طالب پلاوى قطر ته رسېدلى

د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی، څو د افغانستان د ۵ هوايي ډګرونو د تخنیکي برخو د تړون په اړه خبرې اترې وکړي. طالبان هیله ښيي چې قطر ته د تللي پلاوي د سفر په پایله کې به یې هغه ستونزې پای ته ورسېږي چې د کابل حامد کرزي او ۵ نورو هوايي ډګرونو د تخنیکي چارو مدیریت یو نړیوال شرکت ته سپاري. قطر ته د کابل د هوايي ډګر د مدیریتي چارو د قرارداد د سپارلو په اړه د طالبانو د رییس الوزرا د لومړي مرستیال عبدالغني برادر له امر وروسته، یاد پلاوی دوحې ته رسېدلی. د دې پلاوي مشري د طالبانو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د لاچۍ خلکو وزیرستان کې د خپلو دوو ځوانانو وژل کېدو خلاف مظاهره وکړه

د اپریل پر ۲۲مه، د کوهاټ په لاچۍ کې خلکو د هغې پېښې پر ضد مظاهره وکړه چې درې ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې مخې ته راغله او په ترڅ کې یې د لاچۍ دوه ځوانان، په هدفي برید کې ووژل شول. مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د شفیع الله او عدنان په نومونو د وژلو شویو دغو ځوانانو له کورنیو سره دې انصاف وشي. د لاچۍ ځوانان په اېف سي کې د کارموندلو لپاره وزیرستان ته ورغلي وو. نور تفصیل په دې ویډیويی راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان: افغان ملکيان د ترهګرۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي

د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا کمپاینره وايي، افغانستان کې ملکي وګړي د ترهګرۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي، خو طالبانو دا ګواښ بابیزه ګڼلی. په افغانستان کې د تېرې اوونۍ درې ورځې؛ هغه ورځې چې په کې ۶۴ ملکیان ووژل شول او ۱۶۴ نور ټپیان شول. دې نا امنۍ او د ملکي وګړو لوړ شمېر مرګ‌ژوبلې د طالبانو هغه ادعا وننګوله چې ویلي یې و، دوی توانېدلي د خلکو ټولیز امنیت خوندي کړي. ځینو رسنیو بیا په کابل، مزارشریف او کندز کې د وروستیو چاودنو تلفات د دې پرتله لوړ ښودلی. په دې چاودنو کې ښوونیزې ادارې او جوماتونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې برمته شوی ماشوم د تښتونکو له منګولو خلاص او کورنۍ ته وسپارل شو

طالبانو نن هغه ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپاره چې څه باندې یو نیم کال مخکې په بلخ کې تښتول شوی و. د لاسونو د پړکا او د الله اکبر د شعارونو په منځ کې عبدالرووف خپل پلار محمد نبي ته وسپارل شو. عبدالرووف د ۱۳۹۹ کال په لړم کې له بلخ تښتول شوی وو. د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بلخ کې یوې غونډې ته وویل، عبدالرووف د هغو جرمي شبکو له خوا تښتول شوی و چې د ده په خبره له تېرې ادارې سره یې اړیکې درلودې. حنفي له دې پرته چې د اختطافګرو په اړه ډېر جزییات ورکړي ویې ویل، چې د عبدالرووف د تښتوونکې شبکې اصلي عاملین بهر تښتېدلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين د جګړې په لومړيو کرښو کې د روسي ځواکونو مخه ډب شوې

د اوکرایین د جګړې په لومړیو کرښو کې د روسي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي راپورونه ورکړل شوي. د اوکرایین په خاوره د روسیې د یرغل اتمه اوونۍ کېږي خو د اوکرایین د مقاومت او د یو شمېر هېوادونو د پوځي مرستو له امله د روسي ځواکونو مخه ډب شوې ده. د برتانیا پوځي استخباراتو نن وختي په یوه بیان کې ویلي، داسې ښکاري چې روسي یرغلګرو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کومه لویه لاسته راوړنه نه ده کړې. د بریتانیا استخباراتو دا هم ویلي چې د روسیې هوايي او سمندري ځواکونو لا هم د اوکرایین د مقاومت په مقابل کې د اوکرایین د فضا او اوبو کنټرول نه دی ترلاسه کړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر استعفا ورکړې

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر روسلان کازاک بایوف استعفا وکړه. د قرغزستان د جمهوري ریاست ویاند ایربول سلطانبایوف پرون آزادي راډیو ته وویل چې کازاک بایف دنده پریښې خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل. کازاک بایوف یوځل له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۲ کاله او بل ځل د ۲۰۲۰ کال له اکتوبر راهیسې د قرغزستان د بهرنیوچارو د وزیر په توګه کار وکړ.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ټرانسپورټ برخې هلمند کې نږدې ۶ ميلیونه عوايد راټول کړي

په هلمند ولایت کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ رياست په تېرو شپږو مياشتو نږدې ۶ ميلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي. د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ وزارت په خپل فېسبوک پانه ليکلي، چې په هملند کې ياد عوايد يې د ځمکني ټرانسپورت او په اداري چارو کې د اسانتياو له امله راټول شوي دي. د وزارت په حواله، راټول شوي عوايد د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ټرانسپورټ رياست تېر کال په همدومره موده کې شاوخوا درې ميلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي وو.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې امستردام سوداګریز بانک دیوالیه شو

د هالنډ یوې محکمې پرون اعلان وکړ چې د امستردام سوداګریز بانک په نوم د روسیې ملکیت یو بانک دیوالیه شوی دی. محکمې ویلي، دا بانک پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو د بندیزونو په نتیجه کې دیوالیه شو.

Pa.azadiradio.com 

ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې وروستۍ پېښې وغندلې

د طالبانو حکومت وايي چې د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ په پرونۍ چاودنه کې ۳۳ کسان وژل شوي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ماښام پر ټویټر ولیکل، چې په دې چاودنه کې همداراز ۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د ښاغلي مجاهد په وینا د دې پېښې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي. د دې برید مسوولیت تردې دمه کومې ډلې نه دی منلی. په تېرو دریو ورځو کې په مزارشریف کې د شیعه مسلمانانو یو جوکات او د کابل په دشت برچي کې یو ښوونځی او د زده کړو یو کورس هم په نښه شول چې په نتیجه کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: له ایران سره د اوبو لانجه د خبرو له لارې حل کېدای شي

د طالبانو حکومت وايي چې له ایران سره د اوبو پرسر لانجه د خبرو له لارې حل کېدای شي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون خپور شو په دې اړه وویل: "افغانستان ټولو هغه تعهداتو ته چې پخوا یې لرل او لري یې، ژمن دی. البته په دې وروستیو کې چې د وچکالیو له کبله افغانستان هم د اوبو له کمښت سره مخامخ دی ښايي د ایران اوبه خور هم زیانمن شوی وي خو دا د بحث وړ ده. اسلامي امارت چمتو دی چې د ایران اندېښنې د خبرو له لارې حل کړي." له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مودي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه بیا تکرار کړه

د هند صدراعظم نریندرا مودي یوځل بیا په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې. د تېرکال د زمري په ۲۴مه نېټه د طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو پر اړتیا ټینګار کړی خو طالبان وايي، چې حکومت یې ټولشموله دی. ښاغلي مودي پرون پر خپل ټویټر ولیکل، چې هېواد یې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ملاتړ کوي. د مودي په ټویټ کې د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره هم د ډیالوګ او ډيپلوماسۍ پر اړتیا ټینګار شوی.


Офтальмолог заявила, что качественные солнечные очки защитят сетчатку от проблем

Эндокринолог Янг перечислила продукты, вызывающие головную боль

Борьба с коррупцией и любовь к спорту: кто такой врио губернатора Хабаровского края Дмитрий Демешин

"Принести в жертву Прибалтику": Сбежавший из Польши судья раскрыл коварный план США и Британии



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Офтальмолог заявила, что качественные солнечные очки защитят сетчатку от проблем

Борьба с коррупцией и любовь к спорту: кто такой врио губернатора Хабаровского края Дмитрий Демешин

Нижегородский планетарий открыл свои двери после капремонта

Союз России и КНР - альтернатива "американскому пути". Аналитики Пиллсбери объяснил особый жест Си Цзиньпина

Музыкальные новости

Против незаконного визита Лукашенко в оккупированный и деарменизированный Карабах высказался не МИД Армении, а Тихановская. Фоторяд

Страдания юного Аюша Булчун

В честь поэта 100–летия Гунги Чимитова: Россия, Культура, Театр и дети

Состоялась Байкальская театральная школа в Бурятии: Россия и Культура, Дети

Новости России

Дрозденко: На нефтебазе в Выборге произошел хлопок, пострадавших и пожара нет

«Просто не афиширую»: куда пропала Волочкова с театральной сцены

На территории Славянского НПЗ упал дрон. Без особых последствий

Ушел из жизни журналист, заслуженный работник культуры Российской Федерации, ветеран магаданского радио Георгий Яковлевич Радченко

Экология в России и мире

Страдания юного Аюша Булчун

Бурятский театр «Ульгэр» показал на выставке «Театральная весна» кукольный постановку: Россия, Дети, нацпроект Культура

Азербайджанский мигрант возмутился из-за того, что в Калининграде суд назначил 4,5 года лишения свободы за убийство в ДТП школьницы. Видео

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

Спорт в России и мире

«Подача на победу на Уимблдоне». Гвардиола – о заключительном туре АПЛ

Теннисист Медведев может потерять свое место в рейтинге ATP

Шнайдер вышла в финал турнира WTA-125 в Париже, обыграв Грачёву

Соболенко проиграла Свентек в финале турнира WTA-1000 в Риме

Moscow.media

Под красным куполом

Большой Тхач

Правоохранители проверили бывших мигрантов в Джанкое

Седая весна...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *