وردګو کې د واليبال سيالۍ پيليږي
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې یادې سیالۍ د پلنځو ولسوالیو څخه د غوره شويو لوبډلو ترمنځ پیلیږي.
د یاد ریاست په وینا، ددغو سیالیو هدف په مرکز کې د ولایت د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو پیژندل دي.
په همدې حال کې په تخار ولایت کې د والیبال رمضان جام سیالۍ تېرهورځ پای ته ورسېدې.
په یادو سیالیو کې چې ۶ لوبډلو د دوه اونیو لپاره ګډون کړی و تیره ورځ د یادو سیالیو اتلولي دوطنپال لوبډلې وګټله.
ددې لوبو هدف وزرش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.