د افغانستان او چین ترمنځ د نندارتونونو جوړولو په هدف هوکړه لاسلیک شوه
![د افغانستان او چین ترمنځ د نندارتونونو جوړولو په هدف هوکړه لاسلیک شوه](https://gdb.rferl.org/01e70000-0aff-0242-0f4c-08da25193166_cx8_cy5_cw91_w800_h450.jpg)
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې او د چین نړیوال سوداګریز مرکز د صادراتو او وارداتو په برخه کې نړیوالو نندارتونونو د جوړولو په هدف هوکړه کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دا هوکړه د دواړو لوریو ترمنځ د یوې انلاين غونډې په ترڅ کې وشوه.
د خبر پاڼې په حواله، په دغه غونډه کې دغه شان چين ته د افغان سوداګرو د سفرونو د اسانتياوو په اړه هم خبرې شوي.
دا هوکړه ليک داسې مهال لاسليک کېږي څه موده وړاندې د چين د بهرنيو چارو وزير کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له حکومت سره د يو لړ تړونونو د لاسليک کېدو خبره کړې وه.